ټولنیزه برخه

فېسبوک کارونه ولې او څنګه؟

محمد وقايت الله وقار

د نوې نړۍ د ټيکنالوژې د برخې يوه غوره نمونه فېسبوک دی، فېسبوک د ډېرو ټولنيزو رسنيو په منځ کې په داسې حال کې د يوې مخکښې رسنۍ په توګه د سيالۍ ډګر ته راووځي، چې زمونږ پر لوستي نسل سربېره ډېری نالوستی قشر هم ورته تازه لاسرسی پيدا کوي او د ځان او نورو د اصلاح او يا فساد له پاره ترې استفاده کوي.

اصلا که مونږ د اسلام د سپېڅلي دين اساساتو او بيا د سالم عقل تلې ته وګورو؛ نو نه يوازې دا چې له اوسنيو ټولنيزو رسنيو سره اړيکې ته به اجازه راکړي، بلکې لابه مو وهڅوي، چې له دغه وسايلو درسته ګټه پورته کړو او ځير به مو کړي چې د ځان او نورو د نجات او نېکمرغۍ کوم مسؤليت او رسالت چې زمونږ په اوږو بار دی، بايد د هغې په ترسره کولو کې ترې پوره برخه وال شو.

په ټوله کې ټولې اوسنۍ رسنۍ او په ځانګړې توګه فېسبوک چې تر ډېره پورې ورسره زمونږ د ځوان نسل اړيکه ده، د اوسني په اصطلاح پرمختللي عصر يو ضرورت دی او دا يوه داسې اړتيا ده، چې که څوک ترې سترګې پټوي؛ نو مثال به ېې د هماغه کس وي، چې په دوه ګوتو لمر پټوي، لمر نو کله په دوه ګوتو پټېږي؟!

دا سمه ده، چې ټولنيزې رسنۍ په نوره نړۍ کې د پرمختګ او آبادۍ له پاره استعمالېږي؛ خو په خواشينۍ سره چې زمونږ د ټولنې علمي خلا ډېره ستره ده، دومره ستره چې د نورو ټولنو سره ېې سړی له پرتله کولو ځان ناتوانه ګڼي، ولې له دې هر څه سره سره ددې خبرې معنی دا نه ده، چې مونږ دې د شته ټولنيزو رسنيو د خير اړخ له ټولنې پټ کړو او خلکو ته دې دا هر څه د يوې بلا په توګه معرفي کړو، چې نه بايد خپله ورنږدې شي او نه هم خپله کورنۍ او په ځانګړې توګه ځوان نسل ورته پرېږدي.

اصلا اړتيا ليدل کېږي، چې مونږ د دغه وسايلو د کارونې په وخت دې ته ځير شو، چې زه ولې دا هر څه کاروم؟ او بايد د کارونې په وخت کې ېې کومو ټکو ته ځير شم؟ چې دلته ورته په لنډه توګه اشاره کوو:

زه ولې فېسبوک کاروم؟
د فېسبوک کارونې موخې د اشخاصو په تفاوت سره بدلېږي؛ خو ولې په عامه توګه يو مسلمان ځوان چې د ژوند شېبه شېبه ورته ارزښتمنه ده، بايد لاندې موخې په خپل ذهن کې ولري:

اول: ددې په خاطر چې د ځان د نېکمرغۍ له پاره له بېلابېلو علمي شخصيتونو علمي خبرې، خاطرې او تجربې تر لاسه کړم.

دويم: په دې پار چې زه له خپل علمي قوت څخه په استفادې نورو ته د خپلې وسې مطابق خير ورسوم.

درېيم: ددې له پاره چې د خپلې ټولنې له ستونزو خبر شم، د هغې له پاره د حل لارو په لټه کې شم، د ټولنې په پرمختګ ځان آګاه کړم او په هغې کې د خپلې ونډې اړخ ځان ته معلوم کړم.

څلورم: له ملګرو او دوستانو سره د زړه خواله وکړم او په باوري او عاجله توګه هغوی له شته اړينو قضاياوو خبر کړم او يا هم له هغوی څخه خبر واخلم.

پنځم: داسې نوي دوستان ځان ته ومومم چې زما د نېکمرغۍ او پرمختګ سبب شي….

لاندې نکاتو ته مو بايد پام وي!

اول: د هرې خبرې او کار پر وخت بايد په دې باوري شو، چې الله تعالی له مونږ سره دي، زمونږ هره کړنه او وينا ويني او د ذرې ذرې حساب راسره کوي، په همدې اساس له ټولو هغو درکونو چې ګناه او فساد ته پکې بلنه ده او يا هم د ګناه او فساد وېره پکې موجوده وي، بايد ترې ځان وساتل شي او تر وسه وسه هڅه وشي، چې د هر ډول احتمالي ګناه او فساد له کبله هم ځينې وخت فېسبوک کارونه ودرول شي، يا اړونده ادرسونه له منځه يوړل شي او يا هم ورسره اړيکه پرې شي.

دويم: هغه ملګري بايد له ځانه سره يو ځای شي، چې په ملګرۍ او نېکۍ ېې پوره باوري وئ، داسې کسان چې په ټولنه کې په بد نوم مشهور وي، بايد له ملګرتيا ېې ځان وساتئ.

درېيم: هغه اکاونټونه چې ټول په ټوله مستعار دي او د ښه والي او د بدوالي چندان معلومات ېې نه کېږي، له ځانه لرې کړئ او نويو ته ېې د ملګرۍ لبيک مه وايئ.

څلورم: هڅه وکړئ، چې د خپلو ملګرو، ګروپونو او پاڼو لېست په هره مياشت کې يو ځل ارو مرو وپلټئ، خدای مه کړه هسې نه داسې څوک يا ګروپ مو ملګری شوی وي او يا مو داسې پاڼه خوښه کړې وي، چې ستاسو له شانه سره نه ښايي.

پنځم: د فېسبوک کارونې پر وخت د فېسبوک کارونې لوېې موخې په نظر کې ولرئ، بې هدفه هيڅکله هم د دغې رسنۍ غېږ ته مه راځئ، فېسبوک ته بې هدفه راتلونکی د هغه کس په څېر دی، چې په تياره کې د اوارې پر ځای د ګړنګونو مزل غوره کړي او څوک ېې د لاسنيوي او لارښوونې هم نه وي.

شپږم: تر ځان کشرانو او د تر ځان مشرانو سره په تعامل کې له پوره احتياط کار واخلئ، هسې نه چې ستاسو د يوه نظر او يوې خوښونې له کبله بلازياتې ستونزې درته جوړې شي.

اووم: په مسلسله توګه له ليکنو څخه چې وقفه پکې نه وي، ډډه وکړئ، لږ لږ دمه په کار ده، که تاسو څومره ديني او اصلاحي ليکنې هم کوئ؛ خو بيا هم د اسلامي دعوت روح دادی، چې دلته د داعي خبرې کله کله درېږي او دا ځکه چې زمونږ ستر دعوتي څلي؛ پيغمبر صلی الله عليه وسلم هم په پرله پسې توګه چې وقفه ېې نه وي اخيستې، د دعوت خبره نه ده مطرح کړې، هلته چې حضرت عبد الله بن مسعود رضي الله عنه فرمايي: پيغمبر صلی الله عليه وسلم به مونږ ته په وعظ کې وقفه کوله، دا ددې په خاطر چې مونږ ستړي نه شو.

اتم: نهايي هڅه وکړئ، چې له عکسونو پورته کولو ځان وساتئ، البته ځينې وخت چې څه ځانګړی مصلحت پکې وي، نشر ېې کړئ؛ خو بيا هم د عکس له پاره چې کوم شرعي او عرفي چوکاټونه دي، بايد د ټولو لحاظ ته مو پام وي.

نهم: داسې ليکنې مه کوئ، چې ستاسو له پاره پکې کومه ځانګړې ګټه نه ښکاري او هسې د وخت ضياع وي، ځکه په دې صورت کې که ستاسو د دوه دقيقو بې ځايه ليکنه لږ تر لږه سل کسان هم وويني، ومنئ، چې ټولې اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه زمونږ بې وسه ټولنې ته مو دوه سوه دقيقې زيان اړولی دی، بيا هم هڅاند اوسئ، چې ليکنه مو ګټوره وي او د پرمختګ او آبادۍ پيغام پکې پروت وي.

لسم: هڅه بايد وشي، چې د هر فن او تخصص خاوند په خپل فن او تخصص کې ليکنې وکړي او معلومات شريک کړي، ددې معنی داده، لکه څنګه چې ما ته چې د يوې ديني مدرسې فاضل يم، مناسبه نه ده، چې د طب په مغلقو مسائلو کې خپل نظريات وليکم، دغسې د طب پوهنځي قدرمن محصل ته مناسبه نه ده، چې د ديني علومو په هغه سختو مسائلو کې بحثونه وکړي، چې زمونږ لويو لويو امامانو هغه لاځوابه پرېښي دي او تر دوی هم ورمخکې زمونږ سلفو صالحينو (رضي الله عنهم) په هغې کې د ډېر بحث کولو او ننوتلو څخه ځان ساتلی دی.

يوولسم: د خوښونې او نظر (لايک او کمينټ) په برخه کې له نهايي احتياط کار واخلئ، هره ليکنه، ويډيو او انځور په دې نه ارزي او نه هر ډول خوښونه او نظر مناسب وي، د بېلګې په توګه که د يوه دوست پلار وفات شوی وي، دغسې خبر ته لايک ورکول مناسب نه دی، بلکې هلته د خفګان جدا نښه شته، هغه بايد انتخاب شي، ددې بالعکس که د يوه دوست د پرمختګ خبر وي، بايد هلته د خفګان نښه ونه ټاکل شي، بايد د خوښونې لومړنۍ نښه او يا هم زړه ورکړئ.

دولسم: ځينې وخت ځينې ليکنې د يوه شخص په تخصص او مسلک پورې اړه لري؛ خو لادغه شخص هغه مزل نه وی طی کړی، چې د دغې ليکنې جوګه شي، له همدې کبله نو لطفا د روژې په اوله ورځ د اختر لمونځ مه اداء کوئ، په دې کار سره به مو نه لمونځ ترسره شي او نه به د روانې روژې خوند ته پوه شئ.

ديارلسم: هيڅکله پردۍ ليکنه مه غلا کوئ، که مو کومه ليکنه خوښه شوه، کاپي ېې کړئ او د ليکوال نوم ېې په پوره جرئت وليکئ، دا کار ستاسو په امانتدارۍ او ديندارۍ دلالت کوي.

څوارلسم: هغه څه چې ليکئ، ورته ښه ځير شئ، داسې نه شي، چې نوي فيصده ليکنې مو د خپل عمل پر خلاف وي، چې په دې کار سره به ځان د خلکو د خندا کړئ.
پنځلسم: په فېسبوک کې چې څومره خواږه يئ او خلکو ته له زړونو پرته د بل څه ډالۍ نه کوئ، دغسې په عادي ژوند کې شئ، خلکو ته زړونه ورکړئ، چې خلک درته زړونه درکړي، په دې درېدلي ټولنه کې يو چاته په ورين تندي موسکا او ښه راغلاست تر ټولو غوره صدقه ده.

شپاړسم: هيڅکله هم د وېرې، نفرت او کرکې خبرونه ته هوا مه ورکوئ، هڅه وکړئ، چې د اړتيا په اندازه خبر تر خپلو مطلوبو وګړو ورسوئ، البته که اړتيا نه وي، له هر ډول خبر نشرولو بايد په جدي توګه ځان وساتل شي، مونږ ته قرآن کريم دا اصل ښودلی، چې د خبر اورېدو په وخت کې بايد ځان پوره باوري کړو او بيا که ضرورت وي، خپور ېې کړو، هر خبر رښتيا نه دی او هر رښتينی خبر د نشر وړ نه وي.

اوولسم: کله چې هم انځور ته ضرورت پېښېږي، سټايلونو ته ېې مه خوشالېږئ، ځکه اوسنی بشر ساده توب خوښوي او ډېر سټايلونه ستاسو شخصيت تر سوال لاندې راوستلی شي.

اتلسم: هڅه مه کوئ، چې ځان تر خپلې اندازې ټيټ او يا هم جګ وښايئ، په دغه دواړو صورتونو کې ستاسو باور په خپل ځان او د ټولنې باور په تاسو زيانمن کېږي، څومره چې يئ، هومره اوسئ.

نولسم: د فېسبوک او ټولو ټولنيزو رسنيو د استعمال له پاره مو وخت تعيين کړئ، هر مجلس او هر ځای کې له دغه رسنيو سره اړيکه ستاسو په ژوند او روان منفي اغېزې ښندي، تاسو د لوی او پر مجده اسلامي امت راتلونکي ياست، تاسو ته ډېرې کونډې، رنډې، يتيمان، بې وزلان او مظلومان په تمه دي او که ووايو، ددې لوی امت هر بچی او په ځانګړې توګه د ګران هېواد فرد فرد تاسو ته سترګې په لار دی، له همدې کبله نو تاسو بايد خپل ژوند ارزښتمن وګڼئ، خپله لحظه لحظه ارزښتمنه وګڼئ، د ټولو ټولنيزو رسنيو د کارونې ارزښت او خپلو ظروفو ته په کتو بايد د ژوند داسې شېبې چې په کوم ارزښتمن کار کې ېې نه شئ مصرفولی، ورته وټاکئ او تر هماغې ټاکلي وخت مخکې او وروسته په هيڅ صورت ورته لاسرسی مه کوئ.

شلم: کله چې هم له داسې نظر، فکر او مسئلې سره مخ کېږئ، چې په ځانګړې توګه له ديني اساساتو سره مستقيما تړاو لري او ستاسو په اند اړونده کس پکې په بله لاره تللی دی؛ نو تر هغه پورې هغه ته د ځواب هڅه مه کوئ، تر څو مو چې خپله په خپل ځواب زړه اوبه څښلې نه وي او که ډېره تلوسه مو وي، بيا نو وړ وګړي راخبر کړئ، چې ستونزې ته معقول او منطقي ځواب ووايي.

يويشتم: ډېر ملحدان او بې دينه وګړي د خپلو بې ځايه پوښتنو له لارې د خپل ځان شهرت غواړي او بيا له همدې لارې خپل فکر او نظر ته کار کوي، تاسو چې کله هم له داسې خلکو سره مخ کېدئ، هڅه مه کوئ، چې د هغوی د تشهير سبب شئ، د هغوی پوښتنه او نظر له علماوو سره شريک کړئ او علماء پرېږدئ، چې هغه خبره سپينه کړي، البته په دې اړه ډېره غوره داده، چې د پوښتونکي او نظر ليکونکي له نوم ليکلو څخه ډډه وشي.

دوه ويشتم: هغه ځوانان چې ديني پوهه ېې د باور تر کچې نه ده، که په داسې ګروپونو، پاڼو او اشخاصو اوښتي وي، چې اصيل ديني ارزښتونه پيمالوي، هغوی ته وخت مه ورکوئ، يا ېې هره وړه او غټه خبره تر اهل علمو رسوئ او يا ېې هم په بديل کې په نېکو او ښو ملګرو پسې په لټه کې شئ او له هغوی څخه ځان بې غمه کړئ.

درويشتم: کله چې هم فېسبوک ته داخلېږئ، بسم الله وايئ، ددې کار دوه ګټې دي: لومړۍ ګټه ېې داده، چې تاسو به د فېسبوک کارونې مثبت لوري ته هر ځل په جدا توګه متوجه کېږئ او هر وخت به مو نيت تجديد کېږي، بيا به نو ضمير اجازه نه درکوي، چې ګناه او فساد ته پکې مخه وکړئ، دويم: دغه ډول فېسبوک کارونه بيا ستاسو له پاره يو غوره کار دی، له همدې کبله نو د ښه کار يو ادب دادی، چې په بسم الله سره پيل شي.

څلورويشتم: هيله ده، چې د فېسبوکي خپلوۍ تار د اخلاص او أهليت په اساس وپالئ، ددې معنی داده، چې د خوښونې او نظر (لايک او کمينټ) له پاره معيار دا ونه ټاکئ چې مقابل لوری له تاسو سره دغه ډول تعامل کوي او که نه؟ بلکې هڅه وکړئ چې هر هغه څه چې جالبيت ولري او د پرمختګ او آبادۍ پيغام پکې وي، خوښ کړئ او د تشويق په موخه پرې خپل نظر هم وکښئ، هيڅکله يو مطلب له دې کبله له لايک او کمينټ مه پرېږدئ چې ليکوال ېې له تاسو سره د لايک او کمينټ سابقه نه لري، که داسې مو وکړل په دې باوري شئ چې په اخلاص کې ستونزه لرئ او د ملګرۍ په اهليت کې مو نيمګړتيا ده.

پنځه ويشتم: که تاسو څومره مشران ياست، بيا هم په فېسبوک کې د يوه ملګري حيثيت لرئ، له همدې کبله له تاسو څخه د يوه ملګري تمه کېږي، د خپلو ملګرو د هڅونې په موخه له لايک او کمينټ څخه ځان لوړ مه ګڼئ، که مو داسې وکړل، ومنئ چې د ډېرو د زړونو د ګټلو فرصتونه به مو له لاسه ورکړي وي.

شپږ ويشتم: هر هغه مطلب چې تاسو ته ډېر مهم او ډېر جالب نه ښکاري له خوښونې او نظر ورکولو ېې ډډه وکړئ، په عادي ژوند کې چاپلوسي بده ده او په فېسبوک کې بيا دا ډول چاپلوسي له ورايه چيغې وهي، چې دا نو بيا ستاسو د شخصيت په اړه منفي فکرونه زېږوي.

اوه ويشتم: له داسې مطالبو نشرولو چې د کرکې، نفرت او اختلاف سبب ګرځي ځان وساتئ، د نن تر ټولو ستره اړتيا ده چې خلک د يووالي او ورورۍ اصل ته متوجه کړل شي.

اته ويشتم: که خدای مه کړه، کوم ورور داسې څه نشر کړل، چې مناسب نه وي، په کار ده، چې په شخصي پيغام (ميسنجر) کې هغه خپلې اشتباه ته ځير کړل شي او دغه ملاحظه ورته په کمينټ کې ونه ليکل شي.

نهه ويشتم: هغه ملګري چې د يوه تخصص په برخه کې د نسبي باور حد ته رسېدلي دي، بايد تر خپله وسه خپل خير ټولنې ته تقديم کړي، که ددغه شته وضعيت په څېر زمونږ لوی لوستي وګړي همداسې د نورو د فعاليتونو ننداره کوي او خپله ځان ونه ښوروي؛ نو له دې د تت مستقبل وېره احساسېدای شي؛ ځکه کله چې د کار وګړي ودرېږي او کمزوري او بې کاره خلک حرکت ته زور ورکړي بيا نو ټولنه يوه داسې حالت ته ورځي چې کاريګر به پکې خپل کار هېر کړی وي او کمزوري او بې کاره به هماغسې پاتې وي، بلکې تر بدو به بدتر حالت ته ننوتلي وي.

دا او دېته ورته لارښوونې که په رښتينې معنی مراعت شي، منئ چې فېسبوک به د خير او نېکمرغۍ يوه وسيله وي او بيا به ېې کارونه نه يوازې دا چې ګټه وي، بلکې د ثوابونو يوه ذخيره به وي؛ خو که خدای مه کړه پاملرنه ورته نه شي د فېسوک کارونه به بيا نه يوازې دا چې ګناه وي، بلکې د ګناهونو يوه داسې لړۍ به وي، چې د انسان د ځان په هلاکت سربېره د ډېرو نورو انسانانو د هلاکت سبب به هم شي.

بيا هم په پای کې د هغه ناليدلي استاذ نصيحت چې څو کاله وړاندې ېې ماته کړی وو، دريادوم چې: فېسبوک يوه ټولنيزه رسنۍ ده، مونږ بايد خپل لومړيتوبونه درک کړو، زده کوونکي او محصلان که د تحصيل د جريان زرين فرصتونه نن په فېسبوک ضايع کړي، سبا به له پښېمانۍ سره مخ وي، نن ځان له لوړو لوړ مقام ته ورسوئ، که مو اضافي وخت درلود، ښه ده چې له ټولنيزو رسنيو سره هم اړيکه ولرئ؛ خو هڅه وکړئ چې د هر کار وخت وپېژنئ، نن علم لاسته راوړئ، پرمختګ وکړئ او ځان ورسوئ، کله چې ستاسو د مبارزې وخت راغی بيا به نو الله تعالی د خپل قدرت داسې نښې په انساني ټولنه کې څرګندې کړې وي، چې اوسنی فېسبوک به ېې په وړاندې هيڅ وي.

په مينه او درناوي

محمد وقايت الله وقار

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx