شعـــــرونه

د مور یاد/ سعید الدين شپون

سعدالدين شپون

د ګلو به محشر و خو که ورېځې لږ سخي وای
که ستا د ټيکري پيڅکله وای زما به هم مستي وای

د تا د لاس سابه وای چې بې تبي مې خوړلای
د تا د مينې اور وای چې بې تبي مې خوړلای

ماښام مې د کټوۍ نه د شودو سوکي څټلای
سهار مې د مټۍ په ترشکن کوچو سبناری وای

دردونه کړاوونه مې کرۍ وروځې ګاللای
خو شپه ستا په زنګون مې سرکېښویو دلاسايي وای
*
نه پوهه نه قلم وای، نه مکت نه ليک او لوست وای
تا لاس په سر راښکلی، ما خپل زړه درته سکښتلای

سړه د ژمي شپه وای، د نغري خوږلن ته ناست وای
په ورو ورو په مزو ودې افسانې راته کولای

په ونو په اغزو مخې مخ او پښې زخمي زخمي وای
د تا په جادوګرو ګوتو ټولی رغېدلای

دېوان وای، ښاپېري وای او ملوک وای او بدرۍ وای
د تا د ښکلي غږ نه د اسرارو زوږ راتللای
*
يه مورې زړې مورې، يه درنې پښتنې مورې!
د تا د ځنازې کټ نورو يوړو هديرې ته

خبر شوم چې بمونو مو کوډل کړه دړې وړې
او تا پناه وروړې وه د بل کلي دېرې ته

خبر شوم چې زما فوټو دې هرچاته ښودله
زوی ګی مې را روان دی خلکه دې بلې پېرې ته

د کلي خلکو وېلې چې چې بوډۍ لېونۍ شوې
رڼا ته تورتم وايي، سپين سبا تورې تيارې ته
*
چې ساه دې ورکوله زما نوم دې يادولو
تا وې چې آخري ديدن د زوی شو رانه پاتې

ادې خو مجبوري وه، بې دردي وه، بې واکي وه
دې سره ښامار په ډېرو کړې ښايسته مېنې ميراتې

زه لاړم چې د سره ښامار علاج چېرته پيداکړم
زه لاړم چې په ټوله دنيا وکړم ننواتې

دنيا ته ګرېوان وشلوم، بېلګې ورته ښکاره کړم
دا داړې د ښامار دي، نه شکرې نه نباتې

که زه يې درنه ګوټ کړم او زما سره يو نه شوئ
قسم په ذوالجلال دی که به شئ ور نه پاتې

يه خلکه سره ښامار ته خړه کی افغان پيدا دی
تاريخ کې دي راغلي چې به روس خوري دلته ماتې
*
ادې! يو نيم ميليون مې په وطن کې شهيدان دي
په هرکاله کې وير دی او په هر کلي کې ساندې

ميليون شپږ شلې نه دي چې په ګوتو دې شمېرلی
يو نيم ميليون لس لکه دي پنځه لکه پرې باندې

يو نيم ميليون غاټو که د بکوا په دښته شنه شي
دا ډاګ به سورچن شي، زرغونه رڼا به کاندي
*
ما وې د تا په قبر به ډېوې روښانومه
ما و چې دا ببر سر به په شناختې درته ږدمه

ما وې چې ستا کپن به په تودو اوښکو پرېولمه
ما وې چې د جمعې شپې ستا مزار کې تېرومه

ما وې ستا د جامو سره د زړه خواله کومه
چې تا قدم پرې ايښی وي هغه ځای ښکلوم

خو، قسمت بله راوکړه!

په سر د دنيا کې ته د خاورو مېلمنه شوې
او زه د دنيا بل سر کې دعا درته کومه
……………
سعد الدین شپون ــ ۱۹۸۲ ز کال ډنمارک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx