افغانستان

کورنیو چارو وزارت: غور کې د لاریون له منځه په دولتي تاسیساتو ډزې کېدې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ غوايي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، د غور ولایت په ننني لاریون کې نامسئوله وسله والو شتون درلود، چې په دولتي تاسیساتو یې ډزې کولې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند «طارق ارین»  په همدې تړاو په یوه ويډيويي پيغام کې ویلي، چې نن په غور ولایت کې د لاریونوالو په منځ کې ځیني غیرمسئول وسله وال موجود وو ، چې په دولتي تاسیساتو یې ډزې کولې او له امله یې پولیس اړ شول «هوايي ډزې» وکړي.

د ارین په خبره، د غیرمسئوله وسله والو په ډزو باندې د دوو پولیسو او یوه خبریال په ګډون شپږ کسان وژل شوي او لس تنه پولیس او نهه لاریونوال ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د پېښې د څېړنې لپاره یې یو پلاوی ټاکلی.

په ورته وخت کې عیني شاهدان بیا پولیس د مرګ ژوبلې عاملین بولي او هغوی تورنوي، چې لاریونوال یې په ډزو ویشتل.

دغه لاریون نن د غور په مرکز «فیروزکوه» کې د هغو کسانو له لوري پیل شوی و، چې د یوې خیریه مؤسسې له مرستو پاتې وو.

په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان په حکومت غږ کړی، چې پېښه په سم ډول وڅېړي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

What a shame. You killed your people because they were out there begging for bread and asking for their rights. Now tell the nation and the world that you had killed them because they were firing on government buildings. They probably wished that they could reach Kabul to fire on the ARG walls

جمیل

په ډیموکراسی کی درواغ ویل د دجال او دشیطان سره د دوستی یو مهم راز او ویاړ دی ، هغه چی درواغ ونه وایی لوړ دولتی مقام نسی ګټلای . وای پولیسو هوایی ډزی وکړی !؟ دا لاریونوال مرغان وه چی د دوی په ډزو له آسمانه مړی او ژوبل راولویدل ، دا به کوم احمق ومنی چی دا غریب او بیچاره خلک د وسلو سره د قطر و خیرات ته راغلی وه ؟ که تاسی غلامان دا وایاست چی غیر مسئول وسله والو ډزی وکړی نو ای شوده او احمقو غلامانو دویته خو هم د هغو له خوا پیسی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x