نظــر

د افغانانو فقر او نيستي او د افغان دولت بې پروايي

عباس عابد

اسلام بشپړ او کامل دين دی، د ټول بشر د ژوندانه د مشکلاتو حل او علاج په کې شته، په انسانانو باندې د ستونزو او مشکلاتو راتلل يو طبعي شی دی، چې د دې ستونزو او افاتو د ختمولو لپاره الله جل جلاله ټولو مسلمانانو ته د حل لارښوونې رالېږلې دي، خو دا هغه مهال عملي کيږي چې مسلمانان اسلامي حکوومت ولري.

د اسلام له پنځو بناءګانو څخه يوه بناء زکات دی، اسلامي حکومت به له شتمنو مسلمانانو څخه زکات غونډوي (چې د هغه مقدار د فقهې په کتابونو کې بيان شوی) او په غريبو او بېوزولو مسلمانانو باندې به يې تقسيموي. همداراز د غنيمت له ماله خمس (پنځمه برخه) په مستحقو مسلمانانو وېشل کيږي، چې په هغه کې غريبان او بېوزلان هم شامل دي او خپله ټاکلې حصه به اخلي. چې زکات په سمه توګه راټول او په صحيح ډول تقسيم شي او همدارنګه خمس (د غنيمت پنځمه برخه) په مستحقو ووېشل شي، نو په مسلمانانو کې به له سره غريب او بېوزله انسان پيدا نشي، ټول به شتمن وي.

له زکات او خمسه پرته مسلمانان په حکومت حق لري چې د دوی ستونزې له خپلو نورو منابعو او مدارکو څخه حل کړي، د مسلمانانو مشکلات خو پرېږده چې آن ذميان هم په دولت باندې حق لري. اميرالمؤمنين عمرفاروق رضي الله عنه په مدينه منوره کې يو بوډا يهودی وليده چې سوال يې کاوه، ورته ويې ويل: ولې سوال کوې؟ نوموړي وويل: د جزيې لپاره راسره څه نشته. نو اميرالمؤمنين هغه له جزيې ورکولو څخه معاف کړ. په لسګونو داسې بېلګې او مثالونه شته چې مسلمانو واکمنانو د ذميانو جزيې معاف کړې دي، چې هماغه معاف کېدنه د ډېرو ذميانو د اسلام راوړلو لامل ګرځېدلی دی.

په نړۍ کې چې د کرونا وېروس پيداشو، نو ډېر انسانان پرې اخته شول، چې ځينې بېرته ترې روغ شول او د ځينو ژوند يې ترې واخيست، د وېروس د خپرېدا د مخنيوي لپاره په نړۍ کې ګرځبنديزونه وضع شول، نو افغان دولت هم په لويو ښارونو او بازارونو کې ګرځبنديزونه او محدوديتونه ولګول، په داسې حال کې چې په افغانستان کې (۴۲) کلن جنګ روان دی، اقتصادي حالت ډېر کمزوری و، چې اوس مهال د ټولو وګړيو کارونه په ټپه ولاړ دي او د دې ګرځبنديزونو او محدوديتونو اغېز او اثر په هغو کسانو شوی، چې ورځ مزدوري به يې کوله او نن هغه هم نه پيداکيږي.

سرکار ګرځبنديزونه ولګول، خو د ولس لپاره يې څه پروګرام جوړ نه کړ، څو هغوی ته د حکومت له خزانې څه شی ورکړي چې ګوزاره يې پرې روانه شي. اما يوه اونۍ وړاندې سرکار اعلان وکړ، چې بېوزله وګړيو ته به لس ــ لس وچې ډوډۍ ورکوي، چې دا پروګرام په کابل، جلال آباد او نورو ښارونو کې پېل شو، ولې دا کار په ولسواليو او لرې پرتو کليو کې نشته. او په ښارو کې هم دا چې ډوډۍ خوارو او غريبو ته نه رسيږي، شتمن نهنګان يې د بېوزلو له خولې تروړي.

د اسلامي امارت د واکمني پرمهال کومه خيريه اداره وه او د کابل خلکو ته يې وچې ډوډۍ ورکولې او په پوره انصاف سره وېشل کېدلې. پخپله مې ډېر ځله له سېکولرستانو څخه اورېدلي چې: اسلامي امارت وچه ډوډۍ خلکو ته ورکوله، ولس له لوږې مړ کېده، ولې اوس د هغو جنابانو دېموکراتيک حکومت له ډالري مرستو سره سره، يوازې په لويو ښارونو کې لس ــ لس وچې ډوډۍ وېشي او دوی په وياړ سره وايي چې: وچه ډوډۍ ورکوو.

خو دا وېش ټولو خوارو او بېوزلو افغانانو ته نه رسيږي. افغان حکومت چې کومه ډالري بوديجه د کرونا په پوهاوي باندې مصرفوي، دا له سر په کار نه ده، ځکه په ټولو کليو او ښارونو کې علماء، د مساجدو امامان او د جامع جوماتونو خطيبان شته، هغوی د کرونا په اړه ښه او غوره پوهاوی ترسره کولی شي او په هرکلي کې ټول وګړي، راډيو او ټلويزون ته لاس رسی نه لري، چې د سرکار په پوهاوي ځان پوه کړي!!!

دا د سرکار دنده ده چې د فقر، غرت او نېستي د ختمولو لپاره ګرځبنديزونه نرم کړي، څو غريب، بې وزله او نېستمن وګړي کار وکړي او بېګا ته له خپلو اولادونو سره څه وخوري.

سرکار په دې لسو ــ لسو وچو ډوډيو وېشلو نه په دنيا خلاصيږي او نه په اخرت کې، د الله جل جلاله په حضور کې به څه ځواب ووايي، له کرونا رنځ پرته بايد د خوار، غريب ملت پوښتنه وکړي، مرسته ورسره وکړي، د نړيوالو له خوا چې له افغانانو سره مرسته کيږي، بايد هغه پرې وويشي، وږي ماړه کړي، د رنځورو علاج او درملنه وکړي. نېستي او فقر ختمول د حکومت کار دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x