
د چارواکو نه پاملرنه؛ د پکتیکا په محبس کې یو بندي وفات شوی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ غوايي، ۱۳۹۹ل): د پکتیکا ولایت په مرکزي محبس کې یو بندي د درملنې نه ترلاسه کولو له امله وفات شوی دی.
د پکتیکا د مرکز ښرنې د مدنې ټولنې غړي وايي، وفات شوی بندي عبدالغني د زرشک ځوی ددې ولایت د ارګون ولسوالۍ «دمګړ» کلي اوسېدونکی په مرکزي محبس کې له تیرې څه مودې راهیسې ناروغ ؤ.
د ټولنې غړو رسنیو ته ویلي، دغه ناروغ بندي یې د مرکز ښرنې روغتون ته راوستلی ؤ، چې ډاکټرانو یې له درملنې څخه ځانونه ناچاره وګڼل او سپارښتنه یې وکړه، چې ژر ترژره کابل انتقال شي؛ خو د محبس چارواکو ورته په بیلابیلو پلمو اجازه نه ورکوله، تردې چې نوموړي بندي تیره ورځ خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د طالبانو د بندیانو چارو کمیسیون هم دغه پېښه غندلې او له نړیوالو بشري سازمانونو یې غږ کړی، چې د افغان دولت په زندانونو کې له بندیانو سره د روان زور زیاتي په اړه خپل مکلفیت ترسره کړي: «د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون له بندیانو سره د کابل ادارې د چارواکو بې غوري او په قصدا د مرګ خولې ته ورکول په کلکه غندي او له نړیوالو بشرپالو نهادونو او سازمانونو څخه یوځل بیا په کلکه غوښتنه کوي چې د کابل ادارې په زندانونو کې د روان وحشت او ظلم د مخنیوي لپاره خپل انساني مکلفیت ادا کړي.»
په ورته وخت کې د پکتیکا ولایت مدني فعالان هم حکومت تورنوي، چې د بندیانو روغتیا او ژوند ته هیڅ ارزښت نه ورکوي، دوی خبرداری ورکړ، که حکومت په دې اړه بې توجهي وکړي، ښايي ولس ددې ناوړه حالت په وړاندې پاڅون وکړي.
د غلامی اداری څخه د انسانیت او خدمت هیله د نارینه وو څخه د ماشومانو د زیږولو هیله ده نارینه د ماشومانو د زیږولو جوړشت او فطرت نه لری، د غلامی اداری فطرت او جوړشت غلامی ده هغه وایی او هغه کوی چه د ویلو او کولو د پاره ورته دستور او قو مانده ورکولی شوی وی . که مونږ پوښتنه او د حق غوشتنه کوو باید د غلامی اداری له بادارانو یی پوستنه وکړو او هغه پوښتنه او غوښتنه په سوال نه په زور ترسره کیږی د استشهادی کنډک مجاهدین به تری ډیر ژر هغه پوښتنه او غوښتنه وکړی… نور لوستل »
د پکتیا د څټو د کنډو ځدران صاحب چیری دی امستردام په ځانګړو بنګلو کی لوښی وینځی او که پاکوالی کوی د خپلو بندیانو پوښتنه ولی نه کوی لږ اوار خو دی پورته کړی غلامه اداره کی خو د غنی او اتمر په شان په ډیری کمونستان ( د امین صاحب ملګری ) لکه غنی ، اتمر او داسی نور واک او ځواک لری