افغانستان

د عطاء نور یو فیسبوکي او مدني فعال په مرموزه توګه وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ غوايي، ۱۳۹۹ل): د بلخ د پخواني والي عطاء محمد نور یو فیسبوکي او مدني فعال جمعه محمدي تیره ورځ د غور ولایت مرکز ته څېرمه په مرموزه توګه وژل شوی دی.

محمدجمعه محمدي د غور ولایت دولتیار ولسوالۍ، پتاب شنیه د کلي اوسېدونکی ؤ، ددې ولایت کرهڼې او مالدارۍ ریاست کارمند، د خپل کلي د انکشافي شوری رئیس او په غور ولایت کې د عطاء محمد نور په پلوي د جوړې شوې شوری «جریان جوانان تعهد وعمل در محور نور» اجرائیه عضویت هم لرلو.

عطا نور په غور ولایت کې له خپلو فعالانو سره
عطا نور په غور ولایت کې له خپلو فعالانو سره

د نوموړي کورنۍ وايي، چې هغه تیره ورځ د مرکز فیروزکوه اړوند غرونو ته د چکر پرمهال د مدرسې کلي کې په مرموزه توګه وژل شوی دی.

د غور ولایت امنیه قومندانۍ ویاند هم دا پېښه تاییدوي او زیاتوي چې جمعه محمدي د طالبانو لخوا په نښه شوی؛ خو وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې هکله څه ویلي نه دي.

تراوسه دا څرګنده نه ده چې جمعه محمدي چا او څرنګه وژلی؛ خو په دې وروستیو کې په غور ولایت کې مرموزې وژنې ډیرې شوي، چې له امله یې خلک هم سخت اندېښمن دي.

په فیروزکوه کې د عطاء محمد نور مدني او فیسبوکي فعال په داسې مهال ترور کیږي، چې د هغه له ترور څخه څو ساعته وړاندې د ولایت مقام په دروازه کې په ولسي لاریونوالو د پولیسو په ډزو کې د یو خبریال په ګډون ۷ تنه ملکیان مړه او ۱۷ تنه نور ټپیان شول، د کومې پېښې د څېړلو ژمنه چې کورنیو چارو وزارت کړې او په دې هکله یې د یو پلاوي د ټاکلو اعلان هم کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx