افغانستان

د ماليې سرپرست وزیر ساتونکو د شمشاد تلویزیون کارکوونکي سخت وهلي ډبولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ غوايي، ۱۳۹۹ل): شمشاد ټلویزیون وايي، چې د ماليې وزارت سرپرست او نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال ساتونکو د وزارت مخې ته د دوی پر کارکوونکو فیزیکي او رواني تیری کړی دی.

د شمشاد تلویزیون د معلوماتو له مخې ددوی خبري ټیم له کابل ښاروالۍ څخه دفتر پر لاره وو، چې د وزیر ساتونکو یې د وزارت مخې ته لاره نیولې، د سوک څپيړې او کونداغونو سختونو ګوزارونو ترڅنګ یې ښکنځلي هم دي.

یاد تلویزیون ادعا کوي، چې ددوی همکارانو د وزیر د تګ مخه نه وه ډب کړې؛ خو بیاهم د ارغندیوال د ساتونکو لخوا ورباندې د خلکو ترمخه فیزیکي او رواني تیری شوی دی.

د مالیې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال تراوسه ددې پېښې په هکله سپیناوی نه دی کړی، چې ولې ساتونکو یې ولې او د څه لپاره د شمشاد تلویزیون کارکوونکي وهلي، ډبولي او ښکنځلي دي.

په کابل ښار کې دولتي مسئولین او زورواکي زیاتره وخت په سړکونو باندې د تګ او راتګ پرمهال له عامو خلکو او آن د دولت له ملکي مامورینو سره زشت چلن کوي، چې د بیا بیا اعلاناتو سربیره د کابل پولیس او ګارنیزیون دداسې پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

دویم تعقیب:

له دغه خبر څو ساعته وروسته نن د یکشنبې په ورځ ناوخته شمشاد تلویزیون وویل، چې ددوی په کاري ټیم فیزیکي او رواني تیری د مالیې وزارت د سرپرست عبدالهادي ارغندیوال ساتونکو نه؛ بلکې په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي شاپور حسن زي ساتونکو ترسره کړی دی.

شمشاد تلویزیون وروسته له هغه خپله ادعا بدله کړه، چې د مالي وزارت لخوا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه پېښه کې د وزیر د ساتونکو هرډول لاس لرل رد کړل.

شمشاد تلویزیون په داسې مهال په خپلو کار کوونکو د فیزيکي او رواني تیري تور لومړی د مالیې په سرپرست وزیر ارغندیوال او بیا په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي شاپور حسن زي پور کړ، چې د ژورنالیستکي اصولو له مخې یو خبریال باید له پوره تحقیق او کره توب نه وروسته یو خبر خلکو ته نقل کړي، ځکه په ټولنه کې د ناکره خبرونو خپرول د یوې رسنۍ  اعتبار له صفر سره برابرولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Obaid

د شمشاد تلویزون ومنله چی د وزارت مالیی محافظین نه ول او د لوګر د وکیل محافظین ول، اوس باید د غلت خبر نشرولو لپاره معذرت وغواړی

ستانه گل

شمشاد تلویزیون کارکونکی شه ده چی دوبل شوی ز که تول فاحش دمان سورنیانو والا ده چی بیا یی هم ودبوی کمه ده

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx