ټکنالوژي

ګوګل او فیسبوک خپلو کارکوونکو ته د کال تر پایه له کوره د کار کولو لارښونه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ غوایي، ۱۳۹۹ل): په نړۍ کې ښوونیز مرکزونه، دفترونه، نړیوال شرکتونه او نورې ادارې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر تړل شوي او زیاتره خلک له کورونو څخه د کمپيوټر او انترنیت له لارې خپل کارونه پرمخ وړي.

د ویروس خپریدل په نظر کې نیولو سره په لومړیو کې د ټکنالوژي خورا مشهور شرکتونو خپلو کارمندانو ته لارښوونه کړې وه تر څو له کوره کارونه پرمخ ویسي.

ځينې کارکوونکي چې لا هم په کرونا ویروس د اخته کېدو څخه ویره لري په دفترونو کې له کار کولو او بهر وتلو څخه ویره لري، همدا لامل دی چې ستر شرکتونه دوی ته له کوره د کار کولو اختیار ورکوي.

اوسني وضعیت ته په پام کې نیولو سره سترو شرکتونو ګوګل او فیسبوک خپلو کارکوونکو ته لارښوونه کړې تر څو د کال تر پایه له خپل کور څخه کار وکړي.

د بهرني خبري اژانس د راپور سره سم، نړیوالې وبا په پام کې نیولو سره د ګوګل شرکت په لومړیو کې اعلان کړی و چې د جون میاشتې تر لومړۍ نېټې به یې کارکوونکي له کورونو کار کوي، خو اوسني وضعیت ته په کتلو دوی دغه موده ۷ میاشتې نوره یعنې د کال تر پایه وغځوله.

د ګوګل مشر سوندر پیچایي وایي، هغه کارکوونکي چې کولی شي پرته له کومې ستونزې دفتر ته راوګرځي، له جولایي میاشتې د جدي پاملرنو سره دفترونو ته راګرځېدلی شي، مګر زیاتره کارکوونکي چې له کوره کار پرمخ وړلی شي د کال تر پایه به له کورونو کار ته دوام ورکوي.

بل لوري ته فیسبوک، چې لومړی یې خپل دفترونه تر ۶ جولایي پورې د تړلو اعلان کړی و، اوس وایي هغه کارکوونکي چې کولی شي له کور څخه کار پرمخ ویسي د کال تر پایه دې له کورونو خپل کار جاري وساتي.

د فیسبوک یوه ویاند رسنیو ته وویل، «مونږ اعلان وکړ هغه کسان چې له کوره خپله دنده ترسره کولی شي د کال تر پایه ورته اجازت دی، په دې اړه ددوی او ددوی د کورنۍ پریکړه خورا اړینه ده».

د ټولنیزو رسنیو یاد مشهور شرکت فیسبوک په لومړیو کې هغه کارکوونکو ته چې له خپل کوره دنده پرمخ وړي ۱۰۰۰ ډالره بونس د ورکولو اعلان وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې د کرونا ویروس خپریدلو کچه ورځ تر بلې مخ پر ټيټیدو ده، او د اسیا په ګډون سترو اروپایي هېوادونو په بندیز کې اسانتیاوې اعلان کړي دي.

اوسمهال په نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۴ ملیونو پورته شوي په داسې حال کې چې ۲۸۰زره کسان یې مړه کړي او له ۳۴ سلنو زیات یې بیرته روغ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x