چین په هیوادکي د۲۰۱۰ کال په اوږدوکي ۱.۳ ملیونه ویب سایټونه بند کړو

chin_impose_ban_on_websites  (نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۵) بیجینګ: چین کي دعلومو داکاډمي دفترخبرورکړی دي چي دتیرکال په اوږدو کی یی له یوه ملیون څخه زیات ویب سایټونه بند کړی دی، دعلومو داکاډمي دفترڅخه په ورکول شوی خبرکي راغلي چی له یوملیون څخه زیاتو پاڼو له بندولو څخه وروسته اوس په هیواد کي دپاڼو شمیره ۴۱ په سلوکي رالویدلی ده، دتیروڅو کلنو راپدي خوا چینایی چارواکو دویب پاڼو دچلولو لپاره سخت قوانین راوړاندي کړل.

اوپه ۲۰۰۹ کال کي دچین حکومت دټول هیواد په کچه پرهغو پاڼو باندی سخته پابندي ولګوله چي لوځ اوغیراخلاقی مواد به یی خپره ول.

له دی سره سره دچین هیواد دعلومو داکاډمي یوه کس کارکونکي خبري رسنیو ته وویل، چین اوس هم خپل اولس دپاڼو چلولو په برخه ډیره ازادي ورکړي ده.

لیویشینغ زیاته کړه سره لدي چي دچین هیواد دویب پاڼو چلولو په برخه سخت  قوانین وضع کړی دي خوبیا هم دتیرکال په په پرتله په هیوادکي دپاڼو شمیره ۷۹ په سلوکي زیاته شوی ده، نوموړي زیاته کړه د ۲۰۱۰ کال تراخیره پوري په هیواد کي دویب پاڼو شمیره  ۶۰ ملیارډه پاڼو ته پورته شوی ده.

لیویشینغ زیاته کړه ترکومه حده پوري چی هیواد پرویب پاڼو باندی بندیز لګولي دي، هغومره ورسره ویپ پاڼی قوي شوي اومنظمی شوی دي، له بله لوري د چین دبشري ټولني دحقوقوساتونکي ډلي دچین پر دغه اقدام باندی چی هیواد کی یی پرویب پاڼو باندی بندیز لګولي دي سخته خواشیني څرګنده کړی ده.

هغه پروګرامونه چي دچین هیواد دویب پاڼو دکنټرول اونظارت لپاره جوړکړی دي دګریټ فیروال اف چینا اویا هم دګریټ چینیزوال اف پروټیکشن( دچین واور ستر دیوال، اویاهم دچین سترساتونکی دیوال) په نامه سره یادیږي.

دچین هیواد اکثره ویب پاڼي  کله کله دلږ وخت لپاره بندي کړي اوبیا بیرته ورته اجازه ورکړي چي دهغي له جملي څخه  دبی بی سی ویب پاڼه چی په چینایی ژبه مواد نشره وی اوهمدارنګه نورټولیز ویب سايټونه لکه قیس بوک، یوټیوب اوټویټرهم هغه پاڼي دي چي کله کله له دارنګه برخه لیک سره مخ کیږي.

بخت الرحمن بخن ………….. نن ټکی اسیا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د