لیکنېنظــر

له معاملې تر معاملې

عزیز چوپان

د ۲۰۱۴ کال تر انتخاباتو وروسته سمدلاسه یوه سیاسي معامله پیل شوه او هغه داسې، سره له دې چې د ولسمشرۍ دوهم ځل انتخابات لکه چې بیا کال وروسته د انتخاباتو د کمیسیون مشر ښاغلي نورستاني یې نتایج اعلان کړل. ښاغلی غني ګټلی وو او دا چې په همغه پیل کې یې اعلان کړه چې اشرف غني ولسمشر او ډاکتر عبدا… اجرائیه رئیس، خبره معلومه وه چې انتخابات په دوهم پړاو کې ډاکتر غني ګټلي دي؛ خو غني ارګ ته د رسېدو او په ارګ کې د پاتې کېدو په خاطر هغې معاملې ته غاړه کېښوده چې امریکا غوښتل. له امریکایانو سره په هر زماني او مکاني واټن کې خپلې ګټې تعریف شوې دي، خو دا موږ یو چې نه مو ګټې معلومې دي او نه یې تعریف.

غني مجبور ؤ چې دې معاملې ته یې غاړه ایښې وای؛ ځکه چیرته چې د امریکا سرې سترګې موجودې وي، بیا ملي ګټې، څه معنا لري. غني لږ تر لږه دېرش کاله له هېواده بهر تېر کړي وو، هغه نه پر هېواد د روسانو تجاوز لیدلی ؤ، او نه یې د هغې دورې بدې ورځې چې پر دې ولس څه تېر شوي. هغه هم پر هېواد له امریکايي یرغل سره یو ځای راغی؛ نو مجبور ؤ چې د امریکا په مستقیمه یا نامستقیمه مرسته ځان د اقتدار ماڼۍ ته ورسوي؛ نو یې یوې داسې معاملې ته غاړه کیښوده چې د ملت خو په خیر نه وه چې نه وه. چې دده په کولمو کې یې هم اوبه تودېدو ته پرېنښودې. غني ان چې د اساسي قانون خون هم واخیست، قانون یې تر پښو لاندې کړ خو یوې نیمې نیم کله واکمنۍ ته یې غاړه کېښوده.

د یوې ناکامې حکومتولۍ تېره دوره که هر ډول وه، که یې ولس ته خیر ورسېد که ونه رسېد، که په کورنیو معاملو پیل شوه که په بهرنیو، خو پای ته ورسېده.

تېره دوره په داسې وخت کې د پای شېبو ته نږدې شوه چې له یوې خوا د سولې بهیر پیل شوی او له بلې خوا د انتخاباتو وخت را ورسېد. د ولس غوښتنه دا وه چې باید انتخابات د سولې د بهیر د نتایجو تر معلومېدو پورې وځنډول شي، ان چې ډاکتر عبدالله هم پر دې راضي ؤ، پخوانی ولسمشر ښاغلي کرزی هم راضي ؤ چې د همدې غني په مشرۍ دې دا اوسنی حکومت دوام وکړي او د سولې بهیر دې پر مخ بوځي؛ خو غني دواړه پښې په یوه موزه کې کړې چې نه انتخابات به کوي؛ ځکه دا د اساسي قانون حکم دی؛ خو پوښتنه داده چې د اساسي قانون خو یې یوه پوښتۍ هم روغه نه وه پرېښې؛ نو که د یوه ملي مصلحت له پاره د قانون دا حکم یو څو اونۍ یا میاشتې نور هم ځنډول شوی وای، څه پروا یې کوله؛ خو نه؛ خبره د اساسي قانون نه وه، خبره دا وه چې غنۍ پر دې دېرېده چې هسې نه چې د سولې د خبرو اترو په جریان کې ټول لوري پر یوه مؤقت حکومت توافق وکړي، چې بیا به په هغه صورت کې بل څوک مشر کیږي؛ نو ښه خبره داده چې د مؤقت حکومت د جوړېدو مخې ته د انتخاباتو بند واچول شي.

اوس که فرضا سوله هم وشي چې ماته ډېره لرې ښکاري، که دی ډېر تنازل هم وکړي؛ نو طالبانو ته به ستره محکمه، د اوقافو وزارت او یو څو ولایتونه مخې ته کښیږدي او دا هغه څه دي چې طالبانو ته هیڅکله هم د منلو نه دي؛ بلکې هغوی له سره دا حکومت نه مني، ځکه هغوی هم خپله آجنډا لري او هغه څوک یې چې پر شا ټپوي، هغوی یې هم نه پریږدي چې له مستقل اقتداره په کم څه راضي شي.

د دې ادعاء یو غټ ثبوت دا دی چې طالبان، نه انتخابات مني، نه لویه جرګه مني او نه هم د حل او عقد شورا؛ بلکې هغوی یوه لاره مني او هغه د زور له لارې واک ته رسېدل؛ ځکه امریکا هم هغوی ته په لوی لاس یو نړیوال سیاسي وجاهت ورکړ او هم یې دا غرور چې امریکا او ناټو خو زموږ پر وړاندې مات شول؛ نو ځکه ورسره خبرو ته کښېناستل. په هر حال غني د انتخاباتو په کولو سره په لوی لاس، د لاس غوټه خولې ته یوړه.

د هغه دا خبره هم د پام وړ ده چې لا د مخه یې ویل چې سوله لږ تر لږه پېنځه کاله وخت اخلي، یعنې دی باید دوهم ځل هم د ولسمشرۍ پېنځه کلنه دوره پوره کړي. ښاغلی غني دا دی یو ځل بیا د یوې معاملې پر وړاندې ګونډه ماته کړه.

یعنې همغه د ملي وحدت حکومت تکرار؛ خو په یوه بل نامه. هغه دوستم ته به چې ده پرې کومې لوبې وکړې او پرېېنښود چې د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال په توګه خپله دنده تر سره کړي د (مارشالۍ) فورم او نښان پر ولیو ور وټومبي او د کابینې د یوې برخې ډالۍ به د ښاغلي عبدا… مخې ته ږدي خو چې دی په ولسمشرۍ ومني. که څه هم په دې معامله کې عبدا… هم خپل مخروڼی نه شي کولای، خو لږ تر لږه له نوي تر پېنځه نوي سلنې پورې شرم خو غني ته متوجه دی، بې له شکه تېرو انتخاباتو و اوسنۍ معاملې هېواد د یوه بل بحران څپو ته وسپاره؛ خو څوک به وشرمیږي!

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

چوپانه خپله چوپانی دی کوه ستا یی د سیاست سره څه ! که په سیاست لږ څه هم پوهیدلای نو خامخا به دی دا هم لیکلی وای چی هیواد اشغال دی او ع و غ دواړه د امریکی نازکی ناوکیانی دی ، هر ساز چی ورته چالانه کړی په همهغه ساز ورته نڅیږی . د طالبانو اجندا واضحه او روښانه ده خو سلیم عقل او بینا سترګی غواړی چی په پوه سی ، طالبان به یوازی او یوازی په آزادی او اسلامی نظام راضی سی چی دا دواړه د غلامانو او منافقینو په شتون او ملګرتیا سره ناشونی دی .… نور لوستل »

Abdul-Rauf Alam

جمیل وروره سلامونه می قبول کړه او الله دی، روغ او جوړ لره. کله چې پورتنی مضمون می تر پایه ولوست، نو دا می زړه ول چې په تبصره کې ورته ولیکم ، چې سړیه ته دی چوپانی کوه ، ستا ئې په اسلام او سیاست څه. خو کله چې ستا تبصره می ولوستل ، نور لازم نه ول چې زه هم څه ولیکم ، تا ټول د حق خبری لیکلی . یو څه چې غواړم زه ئې دغه شپون ته ولیکم ، هغه دا چې د طالبانو تر شا د الله تعالی بلاکیف لاس ول او ده ، چې… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close