ټولنیزه برخه

څنګه پر لټۍ بريالي کيدلی او منظم کېدلی شو؟

لیکوال: deep Patel

ژباړه: بصیراحمد صدیقي

پردي باندي باور کول شاید ستاسو لپاره سخت وي، چي په جیم کي سخت کار او تمرین کول انسان ته ډیره خوښي ورکوي نسبت دي ته چي پر کټ ارام او کرار پروت یې.

هغه خلګ چي پر ځان ډیر کنټرول لري، ډیر لږ وخت هغه کارونو ته ورکوي چي د دوی صحت ته تاوان رسوي.
د دوی ‌‌ذهني قوه قوي وي، ځکه نو مثبت فکر او په اسانه غوره پریکړي کولای شي.

دوی هیڅکله اجازه نه ورکوي چي سختی او مشکلات د دوی په اراده کي د یوي زري فرق راولي.

الاوه ددی دوی داسي پریکړي کوي، چي د ډیرو مشکلاتو حل په کي نغښتی وي، په نتیجه کي دوی له خپل ژونده ډیر راضي وي.

دلته په دي لیکنه کي ځیني شیان سته، چي ته کولی شي هغه زده کړي، تر څو په خپل ژوند کي نظم راولي او یو خوشحاله او راضي ژوند ولري.

که چيری هیله لري چي څنګه خپل ژوند، انتخابونه او عادتونه کنټرول کړو نو دا لس شیان عملي کړه تر څو د ځاني نظم ماسټر شي.

۱ـ پر خپلو نیمګرتیاو باندي پوه سه

موږ ټوله کمزوري نقطي لرو، هغه باید په نښه او د حل لپاره یې هڅه وکړو.

که څه هم هغه ډیري کوچنی وي لکه د چپسو یا د چاکلیټی کلچو په اندازه وي.

یا تکنالوژیکي وي لکه فیسبوک، ګیمونه او نور چي موږ باندي معتداد شوي یو او زموږ ډیر وخت ضایع کوي.

دا ټوله پر موږ مثبت او منفي تاثیر کوي، نو پر خپلو غلطیو باندي پوه سه ، د بهانو څخه کار مه اخله، ځان مه بي تفاوته کوه، ځان په خبر کړه ترڅو پوري چي ته یې د حل هځه ونکړي، هیڅکله به یی اصلاح نه کړي.

۲-خیالي مشکلاتو او وسوسو ته فکر مه کوه

لکه څرنګه چي وایې ،،څه چي له سترګو ليري وي، هغه له ذهنه لیري وي،، دا شاید ستاسو لپاره احمقانه معلومه سي، مګر په دي بیانیه کي ډیر غټ پند پروت دئ.

که تاسو د خپل چاپیریال څخه خیالي مشکلات او وسوسي او هغه عوامل چي ددي لامل ګرځي له منځه یوسي، نو د خپل ځاني نظم په برخه کي به ډیر مخته ولاړسي.

که غواړي صحتمن خواړه وخوري نو خراب خواړه مه رانیسه، که ته غواړي خپل موثریت په کار کي زیات کړي نو موبایل او فیسبوک دي بند کړه.

څومره چي دي حواس لږ منحرفه وي، هغومره به ته پر خپلو کارونو باندي ډیر تمرکز وکولی سي.

نو پر ویره بریالی شه اقدام وکړه، خیالی مشکلات دي باید را ونه ګرځوي، ځان دي د بریا لپاره اماده کړه.

۳-روښانه هدف او اجرائیوي پلان د ځان لپاره ټاکه

که دا هیله لري چي پر لټیو بر لاسی سي او ځاني نظم ته ورسیږي نو ته باید یو روښانه لرلېد ولري.

چي ته څه غواړي تر لاسه یې کړي؟ بریا ستا لپاره څه مفهوم افاده کوي؟

که ددي ټولو څخه وروسته ته بیا هم نه پوهیږي چي څّه کوم او څه تر لاسه کوم؟

نو د هیلو څخه دي لاس پریمنځه او موټر دي یو بغل ته ودروه.

ته باید یو روښانه پلان ولري، تر څو قدم پر قدم دي، خپلو اهدافو ته نژدي کړي، ته چي هر اقدام کوي، تا هغومره ورته نژدي کوي.

په دي اړه فکر وکړه چي ته څوک یې او څه غواړي تر لاسه یې کړي.

یو واضح چوکاټ جوړ کړه، تر څو هر وخت دي د تمرکز نقطه معلومه وي، کامیابه خلګ تل واضح قدمونه اخلي او په بریالیتوب سره یې پای ته رسوي.

۴-ځاني نظم رامنځته کړه!

موږ یو هم له ځاني نظم سره نه یو زیږیدلي، دا یو زده کیدونکی عادت دئ لکه نور مهارتونه چي ته غواړي ځان په کي ماسټر کړي.

دا ورځنی تمرین او تکرار غواړي لکه څرنګه چي ته جیم ته ځي.

قوي عزم او ځاني نظم ډیر زیات کار ته اړتیا لري، هغه هڅه او تمرکز چي ته یې پر ځان کوي، شاید د وخت په تیریدو په تاکي د یو روڼ تصویر غوندي وځلیږي.

ممکن ځیني وخت د وخت په تیریدو ستا عزم کمزوری شي، یا ځان ثابت ساتل ستاسو لپاره سخت شي.

څومره چي دي پریکړه لویه وي، هغومره به د چلینجونو سره مخامخ کیږئ، چي لا نور هم باید پر ځاني نظم باندي کار وشي.

نو دا یاد لرئ، ستاسو د بریا کیلي ځاني نظم دئ، دا ورځنی عمل دې، هره ورځ باید تمرین وکړئ او زده یې کړی.

۵-نوي عادتونه رامنځته کړئ!

پر ځاني نظم او همدارنګه پر نوي عادتونو باندي کار کول، هغه خپل ورځني ژوند ته ور انسټالول شاید په لومړیو کي سخت وي.

په خاصه توګه په هغه وخت کي چي ته پر ټوله هغه کار تمرکز کوي، چي ستا په لاس کي وي.

که غواړي د مایوسي او تشویش احساس له منځه یوسي، نو عادي یې ونیسه.

خپل هدفونه پر کوچنیو کوچنیو برخو وویشه او په مرحله وار ډول یې ترسره کړه، پر ځای ددي چي ټوله په یوه وار تر سره کړي.

یوازي او یوازي پر یوه شي تمرکز وکړه او په هغه شي کي د ځاني نظم ماسټر شه.

که ته چيري هڅه کوي چي په یو ډول یی تر لاسه کړي، کوم نوښت او بدلون په کي نه وي، نو د ورځي د ۱۰ څخه تر ۱۵ د قیقو پوري کار باندي کوه.

که غواړي ډیر ښه عادتونه خپل کړي، نو تر ماښام مخکي اماده ګي ورته نیسه.

په لومړیو کي د کوچنیانو په ډول قدمونه اخله، کله چي اماده سوي، بیا نور عادتونه هم خپلولی شي او د خپل ژوند لیست ته یې ور اضافه کولی شي.

۶-صحي خواړه وخوره

کله چي ته د لوږي احساس وکړي، خپګان، غوسه او مایوسي ورسره ملګري وي.

دا رښتیا ده، لوږه پر دماغ او ستا د ارادي پر ځواک منفي تاثیر کوي، څیړنو دا ښودلي ده چي په صحي خوړو نه خوړولو سره انسان د ویني فشار پیداکوي، چي په دي سره انسان د کمزوری احساس کوي.

چي د مایوسي او بدبیني الامل ګرځي.

کله چي ته وږی یې نو ستا وړتیاوي محدودي کیږي او د ماغ دي په سم ډول کار نه کوي، نو ستا ځاني کنټرول به هم په ټولو برخو باندي کمزوری وي.

که هغه د نورو سره اړیکي، تمرین، مطالعه او یا هره برخه وي، نو ځان ته تیل ورکړه، په صحي خوړو خوړولو سره تر څو ځان دي هڅانده او رپانده کړي.

۷-خپل خیال دي په پریکړو کي بدل کړه

د یوي څیړني په اساس چي په سټنفورډ پوهنتون کي تر سره سوي وه، چي ټینګه اراده او غوره پریکړي کول انسان په باور پوري اړه لري، څومره چي باور قوي وي انسان به هم هغومره بریالی وي.

که ته دا باور ولري چي ته محدودي وړتیاوي لري، نو ته به هیڅکله هغه محدودیت مات نه کړي، که ته محدودیت ته د ځان په داخل کي ځای ور نه کړي، نو ته به ځان ډیر قوي احساس کړي، مخکي تر دي چي خپل اهداف تر لاسه کړي، باور ولره ته یې کولی سي،د ژوند هرڅه به درته هوسا شي.

په لنډ ډول دا ټوله زموږ په داخلي باور او ارادي پوري اړه لري، چي موږ ځان څومره لایقه او په ټولني منو او د ځان کنټرول تر لاسه کوه.

که مو د ژوند څخه د پر ځان نه باور منفي فکر له منځه یو وړ نو بیا هیڅوک نسته چي ستا د پرمختګ په وړاندي خنډ شي.

ته به په بشریت کي یو ځانګړی ځای ولري.

۸-د ځان لپاره تل یو دوهم پلان هم جوړوه

ارواپوهان یو تخنیک کاروي چي د انسان د ارادي ځواک باندي زیات کړي یعني د خیال عملي کول.

کله چي ته د ځان لپاره دوهم پلان جوړوي، نو دا دا مانا لري چي ستا په ژوند کي چي کوم سخت حالات راځي تا د هغه لپاره اماده کوي.

د مثال په ډول ته د خپل ښه صحت لپاره د ځیني خوړو څخه پرهیز یی او نه غواړي وه یې خوري، خو د میلمستیا بلنه درکول سوه.

اوس به ته څه کوي نو ته باید مخکي تر دي چي هلته ولاړ شي، یو خیالي تصویر جوړ کړي، چي که د غوښو پر ځای اوبه او ډوډی وخورم نو څه به وسي.

کله چي ته په دماغ کي دا پلان ونیسي نو دا تا ذهني جوړوي، تر څو هلته هغه خواړه ونه خوري چي ستا صحت ته تاوان رسوي.

دا درسره د ژوند په مختلفو حالاتو کي مرسته کوي، تر څو ځان کنټرول کړي.

همدارنګه خپله انرژي به دی هم ساتلي وي، چي کله له ناڅاپی حالاتو سره مخامخ کیږي، نو د خپلو احساساتو د کنټرول ځواک به ولري.

۹-ځان ته ډالی ورکوه

کله چي دي خپل پلان او هدف تر لاسه کړ نو ځان ته ډالۍ ورکوه.

لکه څرنګه چي ته کوچنی وي، او ستا د ښه رویې او غوره کار له وجي ته نازول کیدي، همداسي اوس خپل ځان په خپله تشویقوه.

دا به درسره مرسته وکړي تر څو تل مخته وګوري او دهدف په لوري لا نور هم تشویق شي.

چمتوالی او تمه یو قدرت دئ، دا تاته ددي قدرت درکوي چي تمرکز دي قوي کړي او تل یی په لټه کي اوسي.

نو ته یوازي فکر نه کوي بلکي عمل کوي، ددي لپاره هڅه خپل شعار ګرځوي، کله چي دي خپل هدف تر لاسه کړ، نو یو نوی هدف د ځان لپاره وټاکه او یو ځل بیا یوه نوی ډالۍ د ځان لپاره وټاکه، تر څو تل مخ په وړاندي ولاړسي.

۱۰-ځان ته بخښنه وکړه او مخ په وړاندي ځه!

که موږ هر څومره هڅه، کوشش او امکانات په کار واچوه، خو بیا هم موږ بعضي وخت د لنډمهال لپاره ناکامه کیږو.

نو ته باید ژوره ساه واخلي، سر پورته اسمان ته ونیسي او ووایې د بریا کیلي ناکامي ده، دا عادی عادي شیان زما مخه نه شي ډب کولئ.

که چيری وغورځيدي، د علت څخه یې مننه وکړه او مخ په وړاندي درومه، مایوسي او خپګان ته په ژوند کي ځای مه ورکوه.

د خپلو غلطیانو څخه زده کړه، وکړه، ځان ته بخښنه وکړه، وروسته بیرته د لوبي میدان ته داخل سه او ځان اتل ثابت کړه.

ستا هیلي او اهداف ستا لاره ګوري، فقط اقدام وکړه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close