لیکنېنظــر

د عسکر پر ځای دې د چارواکو میندې بورې شي

عبدالرحمن عابد

د ځنګله واک چې زمری لري؛ نو وحشت کله کله پېښ شي؛ هغه هم د زمري د کومې نادانۍ له امله؛ خو نور څوک نشي کولی د زمري له ډاره د ځنګله په نورو حیواناتو او ان پرندو ظلم وکړي؛ خو که مکار ګیدړ یا بزدله لېوه د ځنګله پاچا شي؛ نو ښکاره ده چې له ځنګل نه به د وحشت سور اور پورته شي، د حیواناتو چیغې به تر اسمانه ورسیږي او مظلومیت به خپلې انتها ته ورسیږي. زمونږ د وطن کېسه هم اوس کټ مټ د ځنګله کېسه ده. دلته چې زمری له واکه لوېدلی؛ نو د ګیدړانو او لیوانو له ټولي کوم خونخوار د واک پر ګدۍ کېناستلی او ښې پریمانه یې د خپل رعیت (ولس) وینې څښلې دي.

دوه خبرونه مې په زړه نېغ دریدلي دي؛ یو په افغانستان کې د کرونا پر مهال د بې وزلو، جګړه ځپلو او بې سرپرسته کورنیو بد وضعیت او بل په ګوانتنامو کې له ۱۳ کلونو راهیسې د بندي اسدالله هارون په اړه.

مونږ چې کله هم له طبعي افتونو سره د مبارزې وس نلرو او هر وخت زیات اورښت، غر ښویندې، برفکوچونو، سیلابونو او زلزلو کورونه، کروندې، دوکانونه او عامه ځایونه را وران کي، د تل له پاره حکومت راسره هیڅ مرسته نه ده کړې او هغه مرستې چې په دې نوم نړیوالې ټولنې، خیریه موسسو او بهرنیو هېوادونو له حکومت سره کړې، د رهبرانو ترمنځ وېشل شوې مونږ ته یې هیڅ ګټه هم نه ده رسېدلې. خو دردونکې بیا دا ده چې جګړه ځپلو سره هم څوک مرسته نه کوي، هغه وګړي هم در په در او خانه بدوش ګرځي، چې د همدې حکومت د بقا له پاره یې سر قرباني کړی. د همدې حکومت پښې کلکول یې غوښتي؛ خو څه ګټه…؟ د اولادونو ژوند یې ښه شوی؟ نه! د کورنۍ اقتصاد یې ښه شوی؟ مور یې له ناروغیو خلاصه شوې، د پلار نوم یې اوچت شوی او که کونډه مېرمن یې اباده شوې؟ نه او د تل په څير نه… داسې هیڅ هم نه دي شوي، میندې نورې هم په زړه زخمي شوې، کونډې خوارې شوې او د یتیمانو سرپرستې له منځه تللې.

ډیره بده ده؛ خو باید ویې وایم چې زمونږ عسکر خو د داسې حکومت په خدمت لګیا دي، چې له مړینې وروسته یې کونډې نه چارواکي د وژل شوي خاوند د حق په بدل کې د جنسي غریزو د پوره کولو غوښتنه کوي. اه، چې ته خو ژوندی وای عسکره! کاش چې تا خو دا ستر پېغور او دا ستر شرم له نیږدې لیدلی وای، چې بیا دې وظیفې ته زړه ښه کاو که نه؟؟؟

ته چې د ولسمشر، وزیرانو، معینانو، مرستیالانو، رئیسانو، مامورینو او قوماندانانو سرونه ساتې؛ خپل سر ولې د خپلو کوچنیو یتیمو ماشومانو په خاطر نه ساتې؛ ته پوهېږې چې ستا له مرګ وروسته هغوی هیڅوک نلري؛ خو که کوم قوماندان مړ شي؛ د هغه ۱۲ کلن نابالغه زوی د جنرالي رتبه ترلاسه کولی شي. ته په ژوندینې له خپلو اولادونو او کورنۍ لیرې مسافر یې؛ خو هغوی شپه او ورځ له خپلې کورنۍ سره په چکرو لګیا وي. تا ته پوره خوراک نه در رسیږي؛ خو له هغوی اضافه کیږي او تاسې چې کوم ډول خواړه خورئ؛ (په ډیرې بښنې) خو هغوی دا خواړه د کور سپیو ته غورځوي.

رښتیا هم چې ما او تا (دواړه غریبان) د دې وطن اصلي زامن یو؛ نور د پردیو په بازوګانو تر دې ځایه را رسیدلي او ستا غوندې په سختو غرونو او خونړیو ښارونو کې ژوند نه کوي؛ بلکې پستې څوکۍ او عصري خونې ورته عیارې شوې دي.

همدا مشران دي، چې د خپل یو وګړي پوښتنه نشي کولی. دوی پوره بې صلاحیته او ناخپلواکه دي؛ نو بیا ولې؟ ولې په خپل ځان دومره ستر ظلم کوې. نن مې ستا په هغې مورکۍ زړه خوږ، خوږ شو چې له خپلو یتیمو لمسیانو سره سوال ته ناسته وه او د سرپنا په خاطر یې له څو نورو جګړه ځپلو سره یوځای یوه څيرې شوې خیمه درلوده. خواړه یې چرګان، غوښې او لبنیات نه و؛ بلکې وچه د خیرات ډوډۍ ورته پرته وه، چې د دنګو محلونو او سترو ودانیو شتمنو ورکړې وه.

زما ستا د خورکۍ هغه ښیرا تر اوسه نه ده هېره چې ویې ویل: رب! دې د ټولو مشرانو (چارواکو؛ له الفه تر یا پورې) میندې بورې، خویندې ورارې او لوڼې سوالګرې کړې؛ لکه زما په څير!

که ته ژوندای وای؛ زړه به دې چاودلی و. زه دا نه وایم چې ته خپلې کورنۍ ته رزق مه ګټه؛ ویې ګټه؛ خو په ښار کې د سبزي او یا میوو له یوې ریړۍ څخه! چیرته د لاس په مزدورۍ سره او یا هم په حلالې خوارۍ سره. خو د خدای روی ومنه چې نور په خپلې مور، خور، میرمن او اولادونو ورحمېږه.

دوی څوک دي، چې زما او ستا غږ به واوري! دوی خو هم کاڼه دي، هم ړانده دي او هم … دوی خو تر اوسه ۱۳ کاله د ګوانتنامو په زندان کې د بندي پروت اسدالله هارون پوښتنه هم نه ده کړې. هغه چې په اړه یې امریکایي مدافع وایي: دی بې ګناه دی! دی بې ګناه دی! خو زما او ستا پر وطن مسلط چارواکي یې څه کوي؟ هغوی پرې غوږونه ښه سم کاڼه کړي؛ ځکه (پردی غم له واورو سوړ وي).

نو زما بېچاره عسکره! ښه پوهېږم فکري جګړه نه کوې، د رزق په خاطر دې ځان د جنګ سور اور ته ورکړی؛ ښه ده چې نور له جګړې لاس واخلې او د خپل کور په شاوخوا کې شاړو ځمکو ته ولګېږې، سرسبزې یې کړې او د وطن د ابادۍ پتنګ شې!

له څو پشتو تباه یو او له څو نسلو برباد یو
رښتیا چې ما او تا د دغه وران وطن اولاد یو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x