لیکنېنظــر

شل کلنه ولې(؟) او معقول ځواب یې

عبدالرقيب رقيب

د امریکا په مشرۍ نړۍوال یرغلګر افغانستان ته له توپ، ټانګ او رنګارنګ الوتکو سره راغلل؛ خو غوښتل یې چې افغانانو ته ځانونه یرغلګر نه، بلکي دوستان او رغوونکي معرفي کړي..

نو یې دلته د اساسي قانون په نوم یوڅه ترتیب کړل، د نظام په شکل یې یوه آډانه جوړه کړه او د تعلیم او تربیې په عنوان یې د نسلونو د استحمار په غرض نصاب … وړاندي کړ

دوی غوښتل چې د اروپا جاروکښ او اشپزان د سیاسیونو په نوم افغان ولس ته را وړاندي کړي؛ د ولسمشر، متفکر، روشنفکر، پروفیسور، دوکتور او… په نومونو یې ونوموي، خو په حقیقت کې د دوی بګۍ کشونکې کچران وي او ملونه یې د دوی په لاسونو کې وي؛ دا خلک یې ځکه د خپل چوپړ لپاره خوښ کړل چې دوی په اروپا کې مختلفې آزموینې ورباندي کړې وې او ورته پوره منقاد او تابعدار ثابت شوي ول؛
په دې پلان سره به دوی د افغاني ولس د ټولیز پاڅون مخه ډب کړې وي او د کاملو مؤمنانو د ګوزارونو مخي ته به یې همدا افغاني زغره وړاندي کړې وي، دوی به بچ او سپیڅلي شاته ناست وي..

خو په دې نظام کې یې ترډیره هغو خلکو ته ونډې ورکړلې چې په افغانستان کې یې سابقه د جهاد وه اما د وروستیو خرابیو په خاطر ورته امریکا او دوستانو یې جنایتکاران، جنګ سالاران او د بشري حقوقو ناقضین ویل، په حقیقت کې هغوی رښتیا هم دغسي شیان ول، د دوی ترڅنګ یې هغه خلک هم په لوړو دندو وګومارل، میلیونونه ډالر او ډالریزې دندې یې ورته وسپارلې چې مخکې یې غلاوي، قاچاق، انساني تښتونې او نورې نادودې مشغله وه؛

دلته له هغه وخته تر اوسه د دې امتیاز په اړه د هرچا په ذهن او خوله باندي د «ولي؟» کلمه ګرزي، خو هیڅوک ورته ځواب نه وایې.

هرڅوک وایې چې په افغانستان کې متفکرین شته، روشنفکران شته، پروفیسران، تجربه کار کدرونه او د ډیرو لوړو سندونو خاوندان شته خو بیا هم په هره کابینه او هره ټاکنه کې د جنګي او بې سواده مجرمینو ونډه ترټولو لویه وي، بلکي اساسي قانون د هغوی په مراعت سکڼل کیږي « دا ولي؟».

حال دا چې د مفکرینو په پرتله امریکاته تابع نه دي آن د بغاوت احتمال یې هم شته.

نو راځئ دې (ولي) ته له ځواب موندلو مخکې یوڅو واقعیتونه ولولو:

– حقیقت دا دی چې امریکا خپل یرغل د همدې پاټکیانو په وسیله بریالی کړ.
– امریکا د موقتې ادارې له جوړولو وروسته ډیر کوشش وکړ چې رښتوني افغانان استحمار کړي خو ونه توانیده بیا غلو او پاټکیانو ته مجبوره شوه.
– امریکا د مؤمینو افغانانو له سخت مقاومت سره مخ شوه.
– امریکا ډیر بااحساسه افغانان په زور او جبر خپل صف ته کش کړل، خو ځيني ورنه په تیښته لاړل او ځیني یې پساو کړل، داسي چې په عملیاتي قوه کې به یې له ځانونو سره اطرافو ته یووړل، هلته به یې د دوی په کلیو کې وحشتونه ترسره کړل او په دې ډول به یې دا خلک د خپلو کلیوالو سره په دښمنۍ واړول او په خپل صف کې به یې وساتل.

له پورتنیو واقعیتونو وروسته داسي نتیجه اخلو چې امریکا دلته د خپل ځان د بقا او ساتنې لپاره د افغانانو په نوم اردو جوړه کړه او ټول یې هغه خلک پکې ونیول چې له پاټکیانو سره تړلي و, یا غله او قاچاقبر و او یا هم د دوی له لاسه په شخصي بدیو ککړ شوي خلک و؛

امریکا پیشو ته لم ور ترغاړه کړ چې ویې ساتي

امریکا او د هغې متفکرین اوس پکې نیښتي دي، که د ټوپکیانو په وړاندي جدیت ښیې او دندې ورنه اخلي نو هغوی ورنه ځي او دوی د طالبانو په نوم د حقیقي افغانانو رحم ته پریږدي؛ همدا سبب دی چې ټوپکیانو ته فوق العاده دندې او امتیازات ورکول یوه منل شوې پروسه ده او د دې نظام ترچپه کیدو به روانه وي

دا نظام د امریکا له مرستو پرته د ټوپکیانو په چپاولونو دوام کولای شي خو د ټوپکیانو له مرستې پرته ورځ نشي لرلای؛ همدا نقطه کرزي ښه درک کړې وه ځکه یې هغوی ته په امتیاز ورکولو کې چون وچرا نه کوله،
خو غني چې د امریکا په سیوري کې لوی شوی دی د امریکا د زور په څنګ کې د ټوپکیانو حیثیت ورته هیڅ ښکاري ځکه خو کله کله ورسره ښکر په ښکر شي، اما امریکایان یې بیا په اوږه کېکاږي چې ګوزاره کوه، موږ ته د افغانانو په وړاندي خپلې ضعیفي مټې معلومې دي، همدا پاټکیان به مو ورنه ساتي، کنه نو نه به ستا تفکر بقاء ولري او نه به زموږ استحمار کار ورکړي.
عبد الرقيب رقيب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx