افغانستاند سولې څار

طالبانو بادغیس کې ۱۷ تنه دولتي عسکر له بنده آزاد کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ غوايي، ۱۳۹۹ل): د بندیانو د خلاصون او تبادلې په دوام طالبانو داځل ۱۷ تنه دولتي عسکر په بادغیس ولایت کې له خپلو زندانونو څخه آزاد کړي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دغه ډله دولتي عسکر یې پرون د یکشنبې په ورځ ناوخته د بالامرغاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې خوشې کړي او هر بندي ته یې د لارې کرایه او جامې هم ورکړي دي.

طالبان خوشې شوو عسکرو ته د لارې کرایه ورکوي
طالبان خوشې شوو عسکرو ته د لارې کرایه ورکوي

دا په تیرو ۳ ورځو کې د دولتي بندي عسکرو درېیمه ډله چې طالبان یې د هېواد په لویدیځ کې له خپلو زندانونو څخه آزادوي، تردې مخکې د جمعې او شنبې په ورځو کې طالبانو د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې ۴۸ تنه دولتي عسکر له خپلو زندانونو څخه آزاد کړي وو.

د روان کال فبري په ۲۹مه د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون مطابق باید لسو ورځو کې ۵۰۰۰ طالب+۱۰۰۰ حکومتي بندیان خوشې شوي او بین الافغاني مذاکرات پیل شوي وو؛ خو پر ټاکلې نیټې له دوه میاشتو تیرېدو لاهم دغه پروسه نه ده بشپړه شوې، چې له امله یې بین الافغاني م‍ذاکرات هم ځنډیدلي دي.

له اوږدو ناندریو او چنو وروسته تردې دمه حکومت ۱۰۰۰ تنه طالب بندیان او طالبانو شاوخوا ۲۰۰ تنه دولتي عسکر له خپلو زندانونو آزاد کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x