نړۍ

سرچینه: د عمان په خلیج کې ۲۰ تنه ایراني پوځیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ غوايي، ۱۳۹۹ل): اناتولیا خبري آژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د عمان خلیج په سواحلو کې د تمریناتو پرمهال د خطايي کروز میزایل له کبله ۲۰ تنه ایراني سمندري پوځیان وژل شوي دي.

دا پېښه پرون د یکشنبې په ورځ مازدیګر د عمان خلیج په «جاسک» بندر کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د ایران سمندري پوځ اړوند«جماران» جنګي بیړۍ په تیروتنې سره د «کنارک» په نوم بله کښتۍ په کروز توغندي وویشتله.

د ایران د وسله وال پوځ د عامه اړیکو دفتر له دغه پېښې یوه ورځ وروسته د رسمي اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه پېښه کې یو سمندري پوځي وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان دي؛ خو د ټپيانو دقیقه شمېره یې نه ده په ډاګه کړې.

له بل پلوه ایرنا خبري آژانس د ایران شهر د طبي علومو پوهنتون د مشر مهران امیني په حواله لیکلي، له دغې پېښې څخه د چابهار یو روغتون ته ۱۶ تنه مړه او ټپیان انتقال شوي، چې په دوی کې یو مړی، د ۳ تنو برسیرنه درملنه شوې، ۲ تنه د ساتنې ځانګړې برخې کې داخل شوي، د یو کس جراحي عملیات شوي او په ټوله کې ۱۲ تنه بستر دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې د ترکي اناتولیا خبري آژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی ؤ، چې په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ ایراني سمندري پوځیان مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

تراوسه ددې پېښې علت روښانه شوی نه دی؛ خو د ایران د پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې پېښه په هر اړخیز ډول تر څېړنې لاندې ده.

د ایراني په سویلي ساحل کې وروسته له هغه د سمندري پوځیانو تمرینات او ګزمې زیاتې شوي، چې په دې وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ یو ځل بیا زور اخیستی دی او دواړه لوري یو بل ته اخطارونه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx