نظــر

هغه دولت چې په کابل کې د بریښنا تمبو ساتلو توان نه لري!

شاهد (غزنیوال)

دولت د حکومتي ایجاباتو له مخې د ولس د امن او د هغوی د سر او مال د تحفظ مکلفیت لري.

ځکه ولس ورباندې باور کړی وي او دولت مشر یې په خپلو رایو د همدې مکلفیت لپاره ټاکلی وي.

خو د کابل حکومت چې د امریکا ،ناټو او ټولې نړۍ پوځي ، سیاسي او مالي حمایت هم ورسره دی په خپل دولتي مکلفیت کې دومره ناتوانه دی چې په کابل ښار کې د خپلو دولتي تأسیساتو د ساتلو توان نه لري.

د همدې دولت په واکمنۍ کې نه د هیواد ځمکنی تمامیت خوندي دی، نه یې د خلګو سر په امن دی او نه هم د هغوي مال او شتمنۍ.

د ولس تر شپیته زیاته سلنه وګړي یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، بیکاري، نیستي او نشه يي توکو یې د ټولو ژوند له سلو مشکلاتو سره مخ کړی وي.

د کابل د دې بیوسه حکومت واکمنۍ د دوی په خپل اعتراف ویشل شوې ده.

ویشل شوې په دې معنی چې ډیره ساحه یې له ولکې وتلې او دولتي چارواکي هغه د طالبانو تر ولکه لاندې سیمه بولي.

د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه د کابل حکومت په قاموس کې بله جغرافیه ده ،که هلته هرڅه کیږي نه یې دولت مسؤل او نه ورباندې ځان خبروي.

په دې لیکنې کې چې مونږ د دولت د بیوسي خبره کوو هغه د دولت تر ولکې لاندې ساحه د کابل ښار یادوو چیرته چې د سلګونو زره دولتي سرتیرو ترڅنګ په لسګونو زره بهرني هغه هم د امنیت دټینګښت په پلمه پنډ دي.

خو بیا هم د ارګ په څو متري کې د ولسمشر ځانګړي ساتونکي وژل کیږي، ولسمشر له ارګ څخه تر دارالامان پوري د څرخکې کارولو ته مجبوریږي، د ښار په ګرین زون کې دولتي چارواکي له زرې موټر پرته بهر وتلو ته ځان نشي ټینګولی او د بریښنا پايي یې د کابل ښار په مربوطاتو کې په بمونو الوزول کیږي.

خو بیوسه دولت د خپل حاکمیت! په ساحه کې د پایو الوزولو پړه هم پر وسله والو مخالفینو ور اچوي او خپل ځان له هرڅه برئ الذمه بولي.

دا ولي؟!

ځواب یې ښکاره دی!

او هغه دا چې کوم دولت چې د اشغالګرو د توپ او طیارې په زور پر ولس تپل کیږي هغه به حتما داسې وي چې ولسمشر به یې د ولس په کور (ارګ) کې د ولس لخوا په مرګ محکوم وي، د ولسي جرګې انګړ به یې د تش په نوم ولسي استازیو هدیره وي او د سلګونو زره کورنیو او بهرنیو امنیتي ځواکونو له شتون سره سر به د کابل په ښار کې د بریښنا تمبو ساتلو توان نه لري.

که دا ځواب سم نه وي تاسو د دې بیوسه دولت د بیوسۍ لامل په نښه کړئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x