نن ټکی اسیا

په افغانستان کې به د هند سوله ییز رول څه وي؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه

دوحې، هند او اسلام آباد ته د خلیلزاد وروستی سفر په داسې حال کې تر سره شو چې په افغانستان کې د طالبانو او کابل دولت ترمنځ جګړو زور اخیستی دی.

د خلیلزاد لخوا له هندي چارواکو څخه د افغانستان د سولې په پروسې کې د مساهمت غوښتنه هغه څه دي چې امریکا غواړي په تدریجي ډول د افغانستان ستراتیژیک ګاونډیان هم له ځانه سره په یادې پروسې کې سهیم کړي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون په مراسمو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود عملا سهیم او د چین د سوله ییز رول په یادولو بسنه وشوه، خو نوی ډیلی او تهران تر ډیره په یادو مراسمو کې بي رنګه وو.

چین، روسیه، ایران ، هند او پاکستان د افغانستان هغه ستراتیژیک ګاونډیان دي چې دلته یې په سولې او جګړې کې په محورې رول سترګې نشي پټیدلای.

اوس چې امریکایان له هند څخه د افغانستان د سولې په پروسې کې د ګډون غوښتنه کوي او په عین وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت استازی ‌محمد ابراهیم طاهریان په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره ټلیفوني خبرې کوي دا تري جوتیږي چې د افغانستان د سولې پروسه له محدودیت څخه د جامعیت لوري ته سوق کړل کیږي.

مسکو، بیجینګ، تهران، نوی ډیلی او اسلام آباد د دې ترڅنګ چې د افغانستان په لانجه کې خپل قوي اغیز لري د امریکا په اړه یې سیاستونه یو له بله ډیر متفاوت دي.

هند تر اوسه پوري د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون د پاکستان په ګټه باله او په یو ډول له هغه څخه ناخوښ مالومیده.

د خلیلزاد لخوا هند ته د افغانستان د سولې په پروسې کې د مشارکت بلنه او د طالبانو لخوا د هند په شمول ټولو ګاونډیانو ته د حسن همجواري اطمنان په سوله ییزې پروسې کې د مثبت تحول نوي شاخصونه دي چې ښې هیلې تري کیدلای شي.

هندله افغانستان سره ډیر مشترکات لري او که خپلې اوسنۍ هڅې چې تر ډیره په افغانستان کې پر پوځې جانب متمرکزې دي د سولې لارې ته را وګرځوي له شکه پرته چې په سوله اییزې پروسې به یې اغیز مثبت وي.