افغانستان

ملي امنیت شورا: د دوه سوه عسکرو تر خلاصېدو وروسته به د بندیانو د تبادلې پروسه دوام پیدا کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ غوايي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د ملي امنیت شورا وایي، طالبانو تر دې دمه ۱۷۱ تنه زندانیان خلاص کړي، خو له ډلې یې یوازې ۱۰۵ تنه د امنیتي ځواکونو غړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید فیصل» دغه څرګندونې نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو په مهال وکړې، نوموړي وویل، په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ له شوي توافق سره سم باید د هرو پنځو طالب بندیانو په مقابل کې یو د امنیتي ځواکونو غړي خلاص شي، اوس چې حکومت زر تنه طالب زندانیان خلاص کړي طالبان باید د خلاصو شویو عسکرو شمېر دوه سوه ته ورسوي.

فیصل زیاته کړه، تر دې دمه د طالبانو له لوري یوازې ۱۰۵ تنه دولتي عسکر خلاص شوي او هر کله چې دا شمېر دوه سوه ته ورسېږي، د حکومت له لوري به هم د بندیانو د خلاصون لړۍ دوام ومومي.

نوموړي ددې تر څنګ ادعا وکړه، چې ددوی شپږ سوه تنه عسکر د طالبانو له زندانونو څخه ورک دي او هغوی یې مرګ او ژوند نشي تائيدولای « طالبانو چې کوم لست موږ ته راکړی، په هغه کې یوازې ۹۸ تنه زندانیان دي، کوم لست چې موږ ورکړی، دوی هغه لست نشي تائیدولای او زندانیان ورسره موجود نه دي، فی الحال ۶۱۰ تنه د امنیتي ځواکونو غړي دي، چې هغه ددوی په لست کې نشته  او ورک دي، طالبان باید وضاحت ورکړي، چې دغه ۶۱۰ کسان تنه چې ددوی له لوري نیول شوي دي، چېرې دي؟ وژلي یې دي؟»

د فیصل په خبره، که چېرې طالبانو یاد شوي زندانیان په پټو زندانونو کې ساتلي وي، باید ازاد یې کړي او که چېرې زندانیان «ضایع» شوي وي « موږ هم مکلف نه یو، د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې توافقنامې په اساس بندیان خلاص کړو.»

د نوموړي په قول، له دې وروسته به د طالبانو له لوري د راخلاصېدونکو زندانیانو په تناسب بندیان خلاصېږي او د هر عسکر په بدل کې به پنځه طالبان له بنده ازادېږي.

د ملي امنیت شورا دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبان وایي، د زندانیانو د خلاصون پروسه باید چټکه او بندیان باید له کرونا څخه وژغورل شي.

بل لور ته طالبانو په بیا، بیا ټینګار کړی، چې ددوی له لوري خلاص شوي زندانیان د د سپارل شوي لست مطابق او ټول یې د دولت کارمندان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x