نظــر

د ايران ستر جنايت او زموږ چوپتيا

جوادمل

دا څو ورځي کيږي چي يوه ډېره دردونکې کړنه د ايران د حکومت لخوا د هغو مظلومو افغانانو سره ترسره سوه چا چي د خپل غربت او بې وسۍ په خاطر پر ځان هر رنګ تکليفونه او کړاونه منلي وه.

دا مظلومان چي د يوې خوا په هيواد کي بې امني او بې روزګاري ده اوله بلي خوا د کرونا ډرامه چي زيان يې يوازي غريبانو ته رسېدلی دې ته مجبور کړل چي که هرڅومره مشقت وي بيا يې هم دوی پر ځان ګالي خو د وړکو بچو د ډوډۍ غم خوري.

البته دوی خبر نه وه چي له دومره کړاوو سره سره به دومره په بې رحمۍ قتل کيږي چي ساری به يې نه ليدل کيږي.

دوی چي شمېر يې لسګونو تنه وو د قاچاقي لاري ايران ته د مزدورۍ لپاره تلل د ځيران خاوري ته د رسېدو سره سم د ايران حکومت لخوا ونيول سول د ايران حکومت پر ځای د دې چي وهلي, بنديان کړي هر هغه سزا چي د دوی په قانون کي ده ورکړې وای يا يې شړلي وای په ژوندانه د اوبو سيند ته ګوزار کړل او دا يې ورته د مرګ سزا وټاکل.

خو اوس افسوس پر دې دی چي په دومره ګڼ شمېر وګړي د يو هيواد بل هيواد په دومره وحشيانه ډول قتلوي خو هغه هيواد دي بيا هم د خپلو شهيدانو له هر رنګه غچ اخیستني څخه محروم او پټه خوله پاتې وي.

پټه خوله به ووايو ځکه هيڅ دومره شر او شور نه د حکومت لخوا نه د رسنیو لخوا سته او نه هم يو بل د ګوتڅنډني اواز اورېدل کېږي
چي د پيښي عاملين ورنه په ډار سي. افسوس افسوس های افسوس
خو بيا هم موږ بې وسه اولس د ايران حکومت دا ستر وحشت په کلکه غندو او له هر افغان څخه دا غوښتنه کوو چي چپه خوله پاتي نه سي دا کړنه بايد نړۍ ته سمه ښکاره سي او عاملين يې په کلکه سزا ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x