افغانستان

ملي امنیت وایي، د جنوبي اسیا لپاره د داعش ډلې مشر یې نیولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ غوايي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت ملي امنیت وایي، د جنوبي اسیا او لیري ختيځ لپاره یې د اسلامي دولت ډلې یا «داعش» مشر «شیخ ابوعمر الخراساني» نیولی.

طلوع نیوز د ملي امنیت له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې په بنسټ لیکي، ضیاء الحق چې په شیخ ابو عمر الخراساني باندې مشهور و، د پولیسو د «۲۲۲» ځانګړې قطعې او ملي امنیت د ځواکونو له لوري په کابل کې د  ګډو عملیاتو په مهال نیول شوی.

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې له ابو عمر خراساني سره یو ځای د جنوبي اسیا لپاره د داعش ډلې د استخباراتو مشر «ابوعلي» او د عامه اړیکو مسئول «صهیب» هم نیول شوي.

ملي امنیت ادعا کړې، چې دغه کسان یې د داعش ډلې د زندانیانو د اقرارونو او معلوماتو په اساس په کابل کې نیولي دي.

داعش ډله چې په افغانستان کې د حکومت د یوې پروژې په سترګه ورته کتل کېږي، د طالبانو له لوري په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې په بشپړ ډول له منځه وړل شوې.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو، چې د حکومت او اعش ډلې تر منځ له ګډې همکارۍ سره، سره یې په افغانستان کې  ددې ډلې ټغر ور ټول کړی او نور  د هغوی هیڅ هسته شتون نلري.

ملي امنیت تر دې وړاندې هم د خراسان لپاره د داعش ډلې د مشر «اسلم فاروقي» د نیول کېدو ادعا کړې وه، خو طالبانو یې په غبرګون کې ویلي وو، فاروقي ددوی د بریدونو له ویرې تښتېدلی و او حکومت پناه ورکړې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close