دیني، سیرت او تاریخ

د علماوو توهین او پر هغوی استهزاء او تمسخر کول

عزام مهاجر

علماء کرامو ته الله تعالی د خپل صفت علم د حاصلولو په سبب هغوی ته بې سارې مرتبې او دومره هسک شان ورکړی دی چې ورته په کتلو له سرونو خولۍ لویږي. پر همدې اساس الله تعالی هغوی له ټولو بندګانو څخه بېل په یو داسې صفت سره متصف کړي دي چې د ځمکې پر سر یې بل هیڅوک نه دی پرې نازولی، او هغه خشیت او له الله تعالی څخه وېره ده، الله جل جلاله فرمایي:
إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ(سورة فاطر:۲۸)
«د الله تعالی په بندګانو کې له هغه څخه علماء وېریږي.»

د دې ترڅنګ د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم هم په دومره لوړ شان سره نازولې دي چې له امت څخه یې هیڅوک نه دی ترې برخمن شوی او هغه نه یوازې دا چې د ځان بلکې له آدم علیه السلام څخه نیولې تر سید الکونین خاتم النبیین محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم پورې دټولو انبیاء کرامو وارثین او د هغوی د میراث حاملین یې بللې دي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي:
العلماء ورثة الانبیاء انما الانبیاء لم یورثوا دینارا ولا درهما و لکن ورثوا العلم فمن اخذه اخذ بحظ وافر(رواه الترمذي و ابو داود)
«علماء د انبیاء کرامو علیهم السلام وارثان دي، انبیاء کرامو علیهم السلام په میراث کې دینار او درهم نه بلکې علم یې پرې ایښی دی، نو چا چې هغه واخیست(حاصل یې کړ) نو یوه پوره برخه یې واخیسته.»
له دې پرته د علماء کرامو د فضیلت په اړه بې شمېره احادیث او د أئمه وو اقوال راغلې دي. او د فضیلت لپاره یې له قرآن کریم او حدیث څخه دلیل کافي دی.

اوس نو که یې څوک د شخصې عقدې او عناد له امله نه بلکې د هغه د علم له امله د یو عالم سپکاوی او توهین کوي هغه که د سپکاوي په نیت له هغه څخه د پورته کېناستلو په صورت کې وي او یا په بل کوم صورت کې چې مطلق د عالم سپکاوی ترې کیږي، د اهل سنت والجماعت د علماؤ دا متفقه عقیده ده چې دغه سړی کافر، له اسلامه خارج او د کفر له امله یې مېرمن پرې حرامه ده. نه یوازې دغه سړی بلکې څوک چې له دې حکم څخه انکار کوي هغه هم کافر دی.

ځینې نادانان د حنفیت او مذهب دعوه هم کوي خو د دلیل په وخت کې د مذهب د هغو مسلماتو او کتابونو له دلیل څخه انکار کوي پر کوم چې د مذهب د ټولو علماوو او ائمه وو اتفاق وي او پر ځای یې وایي چې دلیل له قرآن او حدیث څخه بیان کړه، شامې خو فقط یو عربي کتاب دی صبا که یو عربي غزل څوک ووایي او په هغې سره یو څوک کافر کړي آیا هغه به هم موږ منو؟
په داسې ډول خو لومړی دغه کسان د خپل لامذهبیت دلیل وړاندې کوي، کوم چې علماء کرامو د بې دینۍ بېخ بلل دی، او د مذهب نوم اخیستل یې فقط د خپلې اصلې څېرې د پټولو لپاره وي.( د لامذهبیت د نقصانونو او تباهۍ اړوند د علامه زاهد الکوثري رحمه الله کتاب(اللامذهبیة قنطرة اللادینیة) مفید شی دی.) بله خبره داچې د شریعت ټول مسائل په قرآن کریم یا احادیثو کې صراحتا ذکر نه دي په داسې ډول چې د هر شي لپاره جلا او صریح نص وارد شوی وي، بلکې ډېری داسې مسائل شته چې هغه له قرآن کریم او احادیثو څخه د علت مشترکه پر اساس مستنبطې شوي وي، هلته داجتهاد ضرورت وي چې د امت د امامانو په اتفاق سره معتبر او شرعي دلیل دی چې د قیاس په نتیجه کې ترسره کیږي.
د مثال په ډول:
الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ(المائده:۹۰)
«اې مؤمنانو! دا شراب، قمار، درشلې یعني نصب کړي تیږې د عبادت لپاره او غشې د بخت ازمویلو په خاطر دا ټول ناولې او شیطانې کارونه دي، له هغو څخه ډډه وکړئ، هیله ده چې تاسې ته به بری درپه برخه شي.»
دا آیت د شرابو د حرمت په اړه نازل شو. شراب خو حرام شول خو آیا که کوم بل داسې شی وي چې د شرابو صفت او خاصه ولرې هغه بیا حلال دی؟ په نصوصو کې د دې اړوند صراحت نشته نو فقهاء کرامو د شرابو او بل نشه آور شي تر منځ علت مشترکه مستنبط کړی، چې نشه ده، او پر هغه یې هم په عین ډول د شرابو د حرمت په څیر د حرمت حکم لګولی دی. اوس نو که یو څوک شراب حرام ګڼې ځکه چې په قرآن کې یې ذکر شته او یو بل داسې شی چې په نشه او خبث کې له شرابو هم بدتر وي، هغه حلال ګڼې په دې دلیل چې په صریحو نصوصو کې یې ذکر نشته، دا نو بیا د هغه له حماقت، سرزورۍ او جهالت پرته په بل هیڅ شي سره نشې تعبېر کېدلای.

د علماوو د توهین په اړه چې څوک له قرآن او حدیث څخه دلیل غواړې او د نورو مستنبطه دلائلو انکار کوي د هغه مثال بعینه د هغه سړې په څیر دی چې شرابو ته حرام خو له هغه څخه بل زیات نشه آور شي ته حلال وایي. بیا هم! لاندې آیتونه زموږ د موضوع د دلائلو اړوند علماء کرامو ذکر کړي دي:

الله تعالی فرمایي:
۱…: وَلَئِن سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِاللّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِؤُونَ لاَ تَعْتَذِرُواْ قَدْ كَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ إِن نَّعْفُ عَن طَآئِفَةٍ مِّنكُمْ نُعَذِّبْ طَآئِفَةً بِأَنَّهُمْ كَانُواْ مُجْرِمِينَ (التوبة:۶۵،۶۶)
«که له دوی څخه پوښتنه وکړې چې تاسې څه خبرې کولې؟ نو سمدلاسه به ووایي چې موږ خو ټوکې، مسخرې او سات تېري کول. هغوی ته ووایه: آیا ستاسې سات تیري او مسخرې د الله تعالی، د هغه د آیتونو او د هغه د پیغمبر سره وي؟ اوس عذرونه مه جوړوئ، تاسې له ایمان وروسته کافر شوي یاست. که له تاسې څخه موږ یوه ډله وبخښو هم، نو بلې ډلې ته خو به هرومرو سزا ورکړو ځکه چې هغوی مجرمان دي»
عبدالله ابن عمر رضي الله تعالی عنهما وایي چې دا آیتونه د تبوک د غزا پر مهال نازل شول. یو سړي(منافق) په مجلس کې وویل: ما زمونږ د دې قرآءو په څېر خېټور، غوړ ژبي او د جنګ پر مهال بزدل خلګ نه دي لیدلي. یو بل سړي(صحابي) په مجلس کې ورته وویل: دروغ وایې، ته منافق یې. زه به هرومرو پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته د دې خبر ورکوم. دا خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېدل او د قرآن کریم دغه او ځینې نور آیتونه نازل شول. عبدالله ابن عمر رضي الله تعالی عنه فرمایي چې ما ورته کتل چې هغه سړی بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اوښې په هغه تناو/تناب اخته و کوم چې د اوښې تر خیټې تاو وي او کجاوه یې تړلې وي او ویل یې:ای د الله رسوله! موږ خو ټوکې او مسخرې کولې. الله تعالی دا برخه د آیت نازله کړه:
قُلْ أَبِاللّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِؤُونَ لاَ تَعْتَذِرُواْ قَدْ كَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ
«ورته ووایه: آیا ستاسې سات تېری او مسخرې د الله تعالی، د هغه د آیتونو او د هغه د پیغمبر سره وي؟ اوس عذرونه مه جوړوئ، تاسې له ایمان وروسته کافر شوي یاست.»

د دې په بیان کې شیخ عبدالرحمن بن حسن بن محمدبن عبدالوهاب پر کتاب التوحید په خپله کړې حاشیه کې پر ۲۱۷ مخ لیکې:
و فیه بیان ان الانسان قد یکفر بکلمة یتکلم بها، او بعمل یعمل به… و من هذالباب الاستهزاء بالعلم و أهله او عدم احترامهم لاجله
«په دې کې د دې بیان دی چې انسان کله په یوه کلمه یا کار هم کافر کیږي چې دی یې له خولې باسې او یا هغه عمل کوي… او له همدې جملې څخه دعلم یا اهل اعلم(علماوو) استهزاء کول او د علم له امله د هغوی نه احترام کول هم دي(چې انسان پرې کافر کیږي.)

۲…: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
العلماء ورثة الانبیاء…
«علماء د انبیاء کرامو علیهم السلام وارثان دي.»
په فتاوی ظهیریة کې له همدې حدیث څخه استدلال کوي او لیکي:
من قال لفقیه اخذ شاربه من اعجب قبحا او اشد قبحا قص الشارب ولف طرف العمامة تحت الذقن یکفر لانه استخفاف بالعلماء یعني و هو مستلزم لاستخفاف الانبیاء لان العلماء ورثة الانبیاء و قص الشارب من سنن الانبیاء فتقبیحه کفر بلا اختلاف بین العلماء(شرح الامام علي القاري علی کتاب الفاظ الکفر،ص:۱۵۸)
«څوک چې یو فقیه ته چې برېتونه یې واړه کړي وي، ووایي چې څه عجیبه یا سخت بد ښکاري بريتونه یې واړه کړي او د پګړۍ شمله یې له زنې لاندې تاو کړې ده، داسړی کافر شو ځکه چې دا د علماوو سپکاوی دی او د علماوو سپکاوی لازم دی د انبیاء کرامو علیهم السلام سپکاوي ته، ځکه چې علماء کرام د انبیاء کرامو علیهم السلام وارثان دي. او د بريتونو وړول د انبیاء کرامو له سنت څخه دي نو د هغه بد یا مکروه ګڼل د علماوو تر منځ له اختلاف پرته کفر دی.»
همدا مسئله محمد بن یوسف القرماني په زبدة الفتاوی، ص: ۳۵۶ او علامه ابن نجیم رحمه الله په البحرالرائق، ۵ ټوک ص ۱۲۹ کې کې هم ذکر کړې ده.

۳…: علامه حمیدي په خپل کتاب الخلاصة کې لیکې:
من قال: قصصت شاربک و القیت العمامة علی العاتق استخفافا بالعالم او بعلمه ذاک کفر(سابقه حواله)
«څوک چې یو عالم ته ووایي چې بریتونه دې واړه کړي دي او پګړۍ(شمله یې) دې تر غاړه تاو کړې ده او په دې سره یې د عالم او یا د هغه د علم سپکاوی مطلوب وي، داسړی کافر شو.»

۴…: په المحیط کې لیکلي:
من جلس علی مکان مرتفع و یسألون منه مسائل بطریق الاستهزاء ثم یضربونه بالوسائد أی مثلا و هم یضحکون کفروا جمیعا لاستخفافهم بالشرع(شرح کتاب الفقه الاکبر:۱/۲۸۷)
«څوک چې پر لوړ ځای کښېني(د عالم نقل کوي) او نور خلګ د تمسخر په ډول مسئلې ترې پوښتې او د مثال په ډول بیا یې په بالښتونو ولي او پرې خاندې دا ټول کافران شول ځکه چې پر شریعت ملنډې وهي.»

۵…: له استاذ الشیخ الامام عزالدین الکندي سمرقندي څخه رانقل شوي دي:
من تشبه بالمعلم علی وجه السخریة و أخذ الخشبة و یضرب الصبیان کفر یعني لان معلم القرآن من جملة علماء الشریعة فالاستهزاء به و بعلمه یکون کفرا
«څوک چې د استهزاء په ډول د معلم مشابهت اختیاروي، لرګی واخلي او ماشومان پرې وهي هغه کافر کیږي. یعني څوک چې د قرآن کریم د معلم مشابهت اختیاروي(د ساینس یا ریاضي نه) ځکه چې هغه د شریعت د علماوو له جملې څخه دی نو پر هغه یا یې پر علم ملنډې وهل کفر دی.»
دا مسئله امام حمیدي په الخلاصة ص:۳۵۷، حافظ الدين البزازي په فتاوای بزازیه ۶ ټوک، ص ۳۳۷، علامه ابن قطلوبغا په خپل کتاب« من یکفر و لم یشعر ص ۷،۶ کې رانقل کړې ده.
پورته عبارت ته لږ ځیر شئ چې د قرآن کریم د ښونکي اهانت کفر دی او دا د فقهاوو په نزد مسلمه خبره ده چې د فقیه او عالم فضیلت د قرآن کریم تر ښونکې ډېر زیات دی نو د هغه د اهانت کولو حکم ترې وفهموئ. الله تعالی مو دې د علماء کرامو له سپکاوي څخه وساتي.

۶…: حافظ ابن قطلوبغا رحمه الله په خپل کتاب«من یکفر و لم یشعر» مخ ۷،۶ کې او عالم ابن العلاء الانصاري په فتاوی تاتارخانیة ج ۵ ص ۵۰۴ کې رانقل کوي:
من قال: من یقدر علی ان یعمل بما امر العلماء به کفر
«که یو څوک ووایي: د چا په وسه پوره دې چې پر هغه څه عمل وکړي د څه حکم چې علماء کوي دا سړی کافر کیږي.
ملا علي قاري رحمه الله په شرح الفاظ الکفر کې د دې عبارت اړوند لیکې:
ای لانه یلزم منه اما تکلیف مالایطاق او تکذیب العلماء علی الانبیاء(ص:۱۶۱)
«دا ځکه چې له دې خبرې څخه یا خو دا لازمېږي چې دا موږ په داسې څه مکلف شوي یو چې موږ یې توان نه لرو او دا د هغه آیت مخالفت دی کوم کې چې الله تعالی فرمایي:
لایکلف الله نفسا الا وسعها
«الله تعالی هیڅوک د هغه له توان څخه په زیات شي نه مکلفوي.»
او یا له دې امله کافر کیږي چې پر علماوو دا تور پورې کوي چې هغوی پر انبیاوو دروغ وایي او دا خبرې د شریعت نه بلکې دوی یې له خپل لورې کوي.

۷…: په فتاوی تاتارخانیة کې له فتاوی یتیمة څخه رانقل شوي دي چې :
من قال لآخر لا تذهب الی مجلس العلم فان ذهبت الیه تطلق او تحرم امرأتک ممازحة او جدا کفر(ج:۵،ص:۵۰۹ همداراز وګورئ د علامه ابن نجیم رحمه الله البحرالرائق:ج:۵،ص:۱۳۲)
«څوک چې بل چاته ووایي چې د علم مجلس ته مه ځه، که ولاړې ښځه درباندې طلاقیږي یا حراميږي او دی دا خبره یا له ټوکو کوي او یا پکې جدي او ریښتینی دی، دا سړی کافر شو.»
له دې عبارت وروسته عالم ابن العلاء په تاتارخانیة کې لیکې:
لانه استهزاء بالعلماء والعلم فیکفر
«ځکه چې داسې وینا کول د علماوو او علم توهین کول دي نو ځکه کافر کیږي.»

۸…: د ملتقی الابحر په شرح مجمع الانهر کې رانقل شوي دي:(۱/۶۹۵)
و في البزازیة: فالاستخفاف بالعلماء لکونهم علماء استخفاف بالعلم والعلم صفة الله تعالی منحه فضلا علی خیار عباده لیدلوا خلقه علی شریعته نیابة عن رسله فاستخفافه بهذا یعلم انه الی من یعود… والاستخفاف بالاشراف والعلماء کفر
«په فتاوی بزازیة کې لیکلي دي چې د علماوو له دې امله استخفاف کول چې هغوی علماء دي، د علم سپکاوی کول دي او علم د الله تعالی صفت دی چې عالم ته یې پر خپلو غوره بندګانو باندې (هم) د فضیلت ورکولو په پار هغه ته ورکړی دی تر څو د هغه درسولانو په نیابت کې علماء خلګو ته د هغه شریعت وښيي نو د علم استخفاف(چې د عالم سپکاوی ترې لازمیږي) د هغه چا سپکاوی دی د چا چې علم صفت دی(یعني الله تعالی)… او د اشرافو او علماوو سپکاوی کفر دی.»

وروسته پر همدې پاڼه لیکې:
و لو شتم فم عالم او فقیه او علوي یکفر و تطلق امرأته ثلاثا بالاجماع
«څوک چې د عالم، فقیه او یا علوي خولې ته ښکنځل وکړي هغه سړی کافر شو او د علماوو په اجماع سره ښځه په ثلاثا پرې طلاقه شوه.»

الله تعالی دې موږ ته د علماوو د توقیر، عزت او احترام کولو توفیق راکړي او الله تعالی دې مو د حقاني علماوو سره حشر وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Khalid

استاذه!!
امام ابوحنیفه رح په نزد د قرآن په درسونو،په ختمونو ،په ملایۍ او مونځ روپۍ اخستل جواز لرۍ کنه ؟او څوک چی حرام حلالوۍ حکم یی څه ده ؟دځواب په هیله مهربانی وکړۍ …

A saeed

سی دی چا مخ تور سی هغه به ده علماؤ سپکاوئ کوی
خو چی له عالم سره تقواء نه وې دی هغه تاوان بېا مسلمانو ته ډېر رسېزئ. څکه چی معنافقېنو ته ده پېغورونو موقع په لاس ورسی.علماء که لوئ مقام لرې له الله ج سره
ده هغه په اندازه مسئولېت هم لری. او په خپلو کړنو کی ئ مسئولېت هم لوئ ده.
ده دهغه عصر علماء له دېنی علومو سره ېو څه اندازه عصری علوم هم باېد تر لاسه کړې چې ده معنافقېنو له شره څان خوندئ کړې

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx