افغانستان

طالبان: «کابل اداره»  خپل ورک او جګړو کې وژل شوي عسکر هم د بندیانو په ډله کې غواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ غوايي، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د کابل حکومت د ملي امنیت شورا وویل، طالبانو له لست سره سم بندیان ندی خلاص کړي او د شاوخوا ۶۵۰ بندیانو په اړه وضاحت نلري، طالبانو یې په غبرګون کې ویلي، چې دوی د بندیانو د خلاصون په برخه کې د یوې شفافې پروسې هڅه وکړه، مګر حکومت یې مخه ونیوله او اوس وژل شوي او یا له داعش سره بندي  عسکر هم له موږ غواړي.

ذبیح الله مجاهد دغه څرګندونې له «نن ټکی اسیا» سره د خبرو په مهال وکړې، نوموړي وویل «حکومت تل غواړي اوبه خړې او بیا ماهیان پکې  ونیسي، موږ غوښتل د تخنیکي ټیمونو په حضور کې له لستونو سره سم زندانیان خلاص شي او پروسه په شفاف ډول په مخ ولاړه شي، خو حکومت په دې لاره کې خنډونه واچول،  زموږ ټیم له کابله وتلو ته اړ شو او حکومت په لوی لاس پروسه ګډوډه کړه، مګر اوس حکومت بیا دا ډول افواهات خپروي.»

مجاهد زیاته کړه، چې طالبانو د «کابل ادارې» له ورسپارل شوو لستونو سره سم تر دې دمه ۲۳۰ زندانیان خلاص کړي او پروسه به همداسې روانه وي، خو دده  په خبره، حکومت په لستونو کې دداسې کسانو نومونه هم ورکړي، چې له داعش سره بندیان دي او یا جګړو کې وژل شوي «دوی په ابتدائيي لستونو کې موږ ته د مفقود الاثر اشخاصو نومونه هم راکړي و، چې یا له داعش سره وو او یا چېرې، چېرې په جګړو کې وژل شوي و، دا مفقودو خلګو پیدا کېدل زموږ مسئولیت ندی، موږ د هغه کسانو مسئولیت لرو، چې زموږ سره په زندانونو کې دي.»

نوموړي ددې تر څنګ هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکي د طالبانو له لوري خلاص شوي زندانیان نظامیان نه دي، او یا له توافق وروسته نیول شوي. مجاهد وویل، هغه ویډيوګانې چې موږ له بندیانو د هغوی د خلاصون په مهال کړې، هلته بندیان خپله اعتراف کوي، چې دوه، دوه نیم یا یو نیم کال يې په بند کې تېر کړی.

د مجاهد دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید فیصل» نن په یوه خبري ناسته کې وویل، چې طالبانو له یوه لوري له لست سره سم زندانیان ندي خلاص کړي، د ۱۷۷ زندانیانو په ډله کې يې ۱۰۵ تنه عسکر خلاص کړي او بل لوري ته د هغه ۶۵۰ عسکرو په اړه وضاحت نلري، چې دده له قوله، له طالبانو سره بندیان وو.

ملي امنیت شورا ددې تر څنګ د بندیانو د خلاصون پروسه په مؤقت ډول ودروله او یاده یې کړه، چې پروسه به هغه وخت دوام ومومي، چې دوه سوه عسکر د طالبانو له زندانه خلاص شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

حکومت فکر کوی طالبان اسیران نه وژنی لدی بابته یی د بندیانو په جمع کی شمیری او لټه وی یی. خو هغه ډله یزی ویډیوګانی نګوری چی څنګه طالبان بدون له محکمی صحرایی وژنی کوی.

الحاج استاذ بیانزی

د نن ټکی اسیا پاڼی له چلونکو ورونو او طالب مشرانو هیلی یا غوشتنی لرو چه: لمړی: د کابل غلامی اداری ته د حکومت نوم یادول د حکومت نوم ته توهین دی، حکومت د خلکو له خوا او د خلکو د سولی او هوساینی د پاره دندی لری دا د اشغالګرو له خوا او د خلکو د وژنی، غلا او لوټماری د پاره جوړه شوی چه مظلوم اولس مو غلامی او استثمار کی وساتی د حکومت په ځای ورته باید د کابل اداره وویل شی. که نه خوابدی کیږی. دوهم: داعشیان د اربکیانو په شان د غلامانو او بادارانو له… نور لوستل »

احمد

تعصب او کینه هغه بد عمل دی چی انسان د انسانیت خلاف سوچونو او کړنو سره مخ کوي یهود او نصارا چی د الله منونکی او آسمانی کتابونو پیرو ول د تعصب او کینې په وجه چی د حقایقو سره یی درلوده انجام د دوی خساره او تاوانیان شول اود الهی لعنت مستحق وکرځیدل همدا تعصب دی چې له شنه طوطی څخه تور کارغه جوړ جوړی ،

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close