شعـــــرونه

باده چې وران یې نه کړې پلونه مې د یار پاتي دي

جوادمل

زړه ته مي څه ناڅه قرار بخښي پر لار پاتي دي
باده چي وران یې نه کړې پلونه مي د یار پاتي دي

دا مي په یاد کي د شهید جانان بېګا وه ژړل
د اوښکو نښي پر ګرېوان چي مي قطار پاتي دي

ها ستا د ګل دنګي ځوانۍ بدل کي ګرانه اشنا
رالره یوازي سپېرې خاوري د مزار پاتي دي

زما د معصوم زړګي دنيا به پرې ودانه وله
اوس بس يوازي کنډوالې پرهار پرهار پاتي دي

ها چي خندل ويل دي ما به يادوې ورباندي
هغه تسبيح دي راسره اوس هم يادګار پاتي دي

څنګه یې شول نيمګړي ټوله ارمانونه د ژوند
د جوادمل پر زړه داغونه بې شمار پاتي دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x