روغتیا

د کرونا ویروس او کوویډ-19 ناروغي (COVID-19)

دوکتور امان الله حیات د عمومي جراحي ناروغي تریني متخصص

کرونا ویروسونه د ویروسونو یوه لویه کورنۍ ده، چې په انسانانو او حیواناتو کې د ناروغي د رامنځته کیدو سبب کیږي.

د کرونا مختلف ویروسونه په انسانانو کې د ناروغیو د رامنځته کیدو عامل ګرځي، د دې ویروس له امله رامنځته شوې ناروغي ښایي له یوه عادي زکامه نیولې بیا تر شدید تنفسي بندښت پورې د انسان روغتیا وګواښي، لکه MERS (meddle east respiratory syndrome) SARS(sever acute respiratory syndrome and او دا نوې Covid19 ناروغي.

Covid19 یوه ویروسي ناروغي ده چې نن له کنتروله وتلې ده دغه ناروغي د یوه ډېر نوي ډوله کرونا ویروس له امله رامنځته کیږي.

Covid19 ناروغي د ۲۰۱۹ کال ډیسمبر کې د چین په وهان ښار کې پیدا شوه له کنترول ووته، نوري نړۍ ته په ډېره چټکۍ خپره شوه، یاده ناروغي مخکې له دې چا نه پیژانده، خو اوس مهال په یوه نړیوال پانډیمیک بدله شوې او د نړۍ اکثره هیوادونو ته یې سرایت کړی دی.

د Covid19 نښې څه دي؟

د Covid19 تر ټولو ډیرې عامې نښې تبه ، وچ ټوخی او ستوماني(ستړیا) ده. نور اعراض چې ډیر عام نه دي ښایي یو شمېر ناروغان یې ولري، هغه د بدن د عضلاتو شدید خوږ او درد، دپزې بندوالی ، سر دردي ،د سترګو سوروالی، دستوني درد، اسهالات ، دبوی او خوند حس له لاسه ورکول، جلدي خارښت د لاسونو او پښو د ګوتو د رنګ تغیر او التهابي کیدل، رانغاړي دغه یادې نښې په عامه توګه لږ وي خو په تدریج سره ډېریږي.

په کویډ ۱۹ ناورغي یو شمېر اخته کسان ښایي ډیر لږ (خفیف) اعراض ولري.

په دې ناورغي د اخته کسانو له ډلې تر ۸۰٪ زیاته برخه ناروغان پرته له دې چې روغتون او بستر ته اړتیا ولري رغیږي. په تقریبي توګه په دې ناروغي اخته پنځه ناروغانو کې یو ناروغ (1/5) سخت (شدید) اعراض لري او تنفسي ستونزې (مشکلات) ورته پیدا کیږي.

په کوییډ 19 اخته لوړ عمره ناروغان او هغه ناروغان چې نورې روغتیایي ستونزې، لکه دوینې لوړ فشار، د زړه او سږو ناروغي، شکر او سرطان ناروغي، ولري، ډېر شدید اعراض پیدا کوي او ناروغي یوه اندازه پرې غمیږي. دا هم شونې ده چې په هر اخته ناروغ شدید اغېز وکړي.

ناروغ که د عمر په هر پړاو کې وي چې تبه یا ټوخی او یا دواړه (تبه او ټوخی) یې د ساه بندیدا او تنفسي سیسټم کې د خنډ او مزاحمت سبب شي، د سینې(ټټر) درد او یا پر ټټر (سینه) فشار ور پیدا شي، او د دې تر څنګ د خبرو او تګ په بهیر کې له ستونزو سره مخ شي ناروغ باید ډېر ژر له ډاکټر ،روغتیایي ټیم او یا روغتون سره په اړیکه کې شي.

خدای مکړه که په Covid19 ناروغي اخته شئ څه باید وکړئ؟

په هغه صورت کې چې کم( خفیف) اعراض ولرئ، لکه لږ ټوخی ،نرمه تبه او لږ سر دردي، اړتیا نشته چې روغتون ته ولاړ شئ.

1. کور کې پاتی شئ.

2. د کور له نور غړو ځان ګوښه کړئ، په بشپړ ډول باید بیل شئ دغسې اطاق ځانته و ټاکئ چې تشناب پکې وي، له دې کوټې او تشنابه باید د کور نور غړي په هیڅ صورت ګټه پورته نه کړي، د ناروغ د لاس پریمنځلو، حاجت رفع کولو او لباس وینځلو ځای دې هم د کورنۍ له نورو غړو څخه بیل کړل شي، ښه دا ده که امکان لري ناروغ دې له جلا پخلنځي استفاده وکړي.

3. خپل اعراض په ورځنۍ توګه و ارزوئ. دا چی نور څه وکړو د قرنطین په بحث کې پرې غږیږو.

په هغه صورت کې چې تاسي د ملاریا او دینګو د تبې په اندیمیک ساحاتو کې اوسیږئ، بیا نو تبه له پامه مه غورځوئ اړتیا ده چې د ډاکټر مشوره واخلئ . کلینیک ته د تګ پر مهال ماسک واغوندئ، له نورو وګړو څخه باید کم له کمه ۱-۲متره واټن وساتئ، په لاره کې له هیچا او هیڅ شي سره فزیکي تماس مه نیسئ، یعنې پوره هڅه وکړئ چې لاره کې څه لمس نه کړئ. ترڅو نور خلک در څخه متضرره نشي په هغه صورت کې چې ناروغ ماشوم وي نو والدینو ته یې سپارښتنه کیږي چې پورته ټکي په بشپړه توګه په پام کې ونیسي.

Covid19 ناروغي څنګه انتقالیږي؟

هغه وګړي چی په ویروس ککړ وي په ابتدایي توګه د خولې او پزې د وړو څاڅکو (قطراتو) په ذریعه نور کسان له ځان سره په دې ناروغي اخته کوي.

کله چې ناروغ غږیږي، پرنجی او یا ټوخی وکړي له خولې او پزې یې په هوا کې خپاره شوي واړه څاڅکي د روغ شخص لخوا تنفس کیږي نو په دې توګه روغ کس هم پر ناروغي مبتلا کیږي.

په اصل کې د ناروغ وګړي پرنجی او ټوخی یا خبرې د ویروس د انتشار یا خپریدو لامل ګرځي دغه څاڅکي د هوا تر زراتو غټ او درانده دي په چټکۍ سره ځمکې ته هم لویږي.

نو ځکه لازمه ده چې یو له بل څخه ۱-۲متره واټن رعایت کړو. د ناروغ له خولې یا پزې را بهر شوي قطرات ښایي پر ځمکه یا داسي سطح ولویږي چې د شخص په اطراف کې واقع دي لکه (دروازه، کړکۍ، د دروازې لاستی، میز، څوکۍ مبایل، قلم، کتابچه او نور لوازم چې مونږ په ورځني ډول ور سره تماس کې کیږو) کله چې د روغ شخص لاس په دې سطحو یا څیزونو ولګیږي او بیا همدا لاس له خولې، پزې یا سترګو سره په تماس کې شي نو د ویروس د انتشار او په ناروغي د اخته کیدو لامل کیږی. نو اړتیا ده چې د ورځي په جریان کې خپل لاسونه په منظم او مکرر ډول په اوبو او صابون پریمنځئ.

ښایي د دې ویروس د شیوع نورې لارې او د مخنیوي نوري چارې، موجودي وي خو تر اوسه لا څرګندې نه دي.

څرنګه کولای شو چې ځان او نور له Covid19 ناروغي څخه وساتو؟

په داسي حال کې چې نه پوهیږو، څوک په ناروغي اخته دي، د ځان او نورو د ساتنې غوره لار، په صابون او یا عفوني ضد مایع د لاسونو پریمنځل او د تنفسي لارې حفظ الصحه، ډېره مهمه بریښي.

همیشه له نورو وګړو کم تر کمه ۱-۲ متره لرې اوسیدل، که در سره نږدې کس مریض وي، د ټوخي، پرنجي او خبرو پر مهال یې ناروغي تاسي ته انتقالیږي. که له تاسي سره نږدې واټن کې موجود کس اعراض ونه لري په دې صورت کې هم د فزیکي واټن مراعتول یوه ښه نظریه ده خصوصآ که ستاسو په ساحه کې د ناروغي واقعات وجود ولري.

له نورو وګرو څخه تل باید لږ تر لږه ۱-۲ متره واټن ولرو، تر څو د مریض شخص د ټوخي، پرنجي او خبرو پرمهال له خولې بهر شوي قطرات زموږ د بدن تنفسي سیستم ته داخل نشي. که ستاسي په سیمه کې د کوییډ ۱۹ ناروغي پیښې ثبت شوې وي بیا نو د فزیکي واټن رعایت په هیڅ صورت له پامه مه غورځوئ.

که د Covid19 پر ناروغي له اخته کس سره په تماس کې شو څه باید وکړو؟

که تاسي د Covid19 پر ناروغي له اخته کس سره نژدې شئ یعني له یوه متره زیات ور نږدې شئ نو تاسي هم پر ویروس ککړ شوي یاست ښه خبره ده چې پر کور پاتي شئ.

په هغه صورت کې چی تاسي د ملاریا او دینګو د تبې په اندیمیک ساحاتو کې اوسیږئ، بیا نو تبه له پامه مه غورځوئ اړتیا ده چې د ډاکټر مشوره واخلئ . کلینیک ته د تګ پر مهال ماسک وکاروئ ، له نورو وګړو څخه باید کم له کمه ۱-۲متره واټن وساتئ، په لاره کې له هیچا او هیڅ شي سره فزیکي تماس مه نیسئ، یعنې پوره هڅه وکړئ چې لاره کې څه لمس نه کړئ.

دغه لاندې ټکي په پام کې ونیسئ!

 که ناروغ شوئ سره له دې چې اعراض مو ډېر خفیف هم دي، په کور کې پاتي شه او ځان د کورنۍ له نورو غړو بیل (قرنطین) کړه.

 که څه هم تاسي باوري یاست چې پر Covid19 ناروغي نه یاست اخته شوي خو اعراض لرئ په دغسې صورت کې هم باید ځان قرنطین کړئ او خپل اعراض و ارزوئ.

 که ستاسي ناروغي په ډېر ابتدایي پړاو کې هم وي او ډیر خفیف (کم) اعراض ولرئ، بیا هم نور په ناروغي اخته کولای شئ نو قرنطین جدي او لازمي رعایت کړئ.

 که د ناروغي اعراض او نښې در پکې ښکاره نشي خو تاسي په کویید ۱۹ ناروغۍ له اخته کس سره تماس کې شوي یاست دغسې مهال هم اړتیا ده چې ۱۴ورځي ځان قرنطین کړئ په دې مانا چې تاسي په ویرویس ککړ یاست له نورو سره د تماس په صورت کې هغوی هم پرې ملوث کولای شئ.

 په هغه صورت کی‎ې چې تاسي په Covid19 ناروغي اخته شوي یاست او د معایناتو په وسیله مو ناروغي تائید شوي وي، هغه وخت چې اعراض مو ختم شول د ښه احتیاط په منظور د ۱۴ نورو ورځو لپاره په قرنطین کې پاتي شئ. ځکه دا لا نه ده معلومه چې له رغیدو وروسته پر کرونا اخته شوی کس تر څومره مودي پورې په ویروس ملوث وي.

د ځان قرنطین کول څه معنی؟

د ځان له قرنطین کولو موخه داده چې خپل ځان له نورو خلکو جدا کړئ یعني ورځنۍ ټولې اړتیاوي مو باید له نورو بیلې پوره کړئ.

هغو کسانو ته د ځان قرنطین کول خورا لازمي دي، چې د ناروغي اعراض لري، ترڅو نور کسان په ځانګړې توګه د خپلې کورنۍ غړي ورڅخه په ناروغي اخته نه شي.

که تاسي د Covid19 پر ناروغي له اخته کس سره په تماس کې شوي یاست، که څه هم تاسي هیڅ اعراض نلرئ، د دې وړتیا لرئ چې نور خلک په چټکۍ سره په ناروغي اخته کړئ.

کله چې یو شخص د ناروغي اعراض لکه تبه، ټوخی او یا نور ولري باید په کور پاتي شي دفتر، ښوونځي، مسجد، بازار او نورو عامه ځایونو ته باید ولاړ نشي، ټولو ناروغانو ته باید د صحي کارکونکو له لوري دغه سپارښتنې وشي.

په هغه صورت کې چې ناروغ ماشوم وي نو والدینوته دې وویل شي چې پورته سپارښتنې عملي کړي که تاسو د ملاریا او دینګو د تبې په اندیمیک ساحاتو کې اوسیږئ بیا نو تبه له پامه مه غورځوئ، د ډاکټر مشوره واخلئ او که ساحه اندیمیک نه وي لاندې ټکي درسره په پام کې ونیسئ.

 که مو اعراض خفیف وي نو ځان په کور کې قرنطین کړئ.

 خپل اعراض په منظمه توګه ارزیابي کړئ.

 ښه دا ده چې دغسي یوه کوټه انتخاب کړئ چې د تهویې ، لاس پریمنځلو اوتشناب اسانتیاوي ولري.

 که داسي امکانات نه وي خپل بستر مو له نورو لږ تر لږه ۱-۲ متره لرې ځای پر ځای کړئ.

له ټولو خلکو څخه لږ تر لږه ۱-۲ متره واټن ونیسئ حتی د کورنۍ له غړو څخه مو هم. خپل اعراض په ورځنۍ توګه ارزیابي کړئ.

 

 له داسي غذایي موادو څخه استفاده وکړئ چې د دفاعي سیستم د تقویې(غښتلتیا) باعث مو شي نو په دې توګه میوه او سبزیجات د خپلې غذا اصلي برخه وګرځوئ، هغه میوې چې ویټامینونه لري وخورئ، په ځانګړې توګه ویټامین سي C د ضرورت په اندازه استفاده کړئ.

 د ګرمو (توودو) مایعاتو څخه زیاته استفاده وکړئ.

 وخت پر وخت مو پر پزه او ستوني د مالګی رقیق محلول غرغړه کړئ.

 په مناسبه اندازه استراحت وکړئ لږ تر لږه ۸ ساعته باید ویده شئ.

 داسي سپورت و کړئ چې د زیاتي ناراحتۍ او ستومانۍ لامل مو نه شي.

 د شخصي حفظ الصحې خیال مو وساتئ لاسونه زیات پریمنځئ او په تودو (ګرمو) اوبو حمام وکړئ، دغه څه مو د زکام په مقابل کې وقایه کوي.

 د ویروس د کموالي په خاطر مو خپل اطاق وخت پر وخت دوا پاشي کړئ.

 که تبه لرئ یواځي پاراستامول تابلیت وخورئ.

 د خپل ځان عرضي درملنه وکړئ.

 د کورنیو روغتیايي بوټو او دانو استعمال هم نه دی رد شوی.

 که درته نفس تنګي( ساه بندښت) پیدا شوه له روغتیایي کارکونکي او یا کلینیک سره اړیکه ونیسئ.

 همیشه ځان پر انرژي وساتئ، اندیښنه مه کوئ، روغ او مثبت فکر وکړئ.

 له خفګان او اندیښنې څخه د خلاصون په خاطر مطالعه او سپورت وکړئ یا له خپلې کورنۍ او ملګرو سره تلیفوني اړیکه ونیسئ.

د ځان د قرنطین هدف دا دی چې د ناروغي د انتشار او خپریدو څخه مخنیوی وشي.

ایا ماشومان او تنکي ځوانان هم پر Covid19 اخته کیږي؟

پلټنو (research) په ډاګه کړې ده چې ماشومان او تنکي ځوانان هم په عین شکل او کچه د نورو عمرونو لرونکو کسانو غوندې پر کوییډ 19 ناروغي د اخته کیدو له ګواښ سره مخ دي او د انتشار وړتیا یې لري. خو تر ننه شواهدو ښوولې چې یوازي د ناروغي سیر پکې شدید نه وي، دوی باید د لویانو په څېر په عین شکل، د قرنطین ټول اصول مراعت کړي. ماشومان او تنکي ځوانان باید د لوړ عمر لرونکي خلکو څخه چې د ناروغي سیر پکې زیات شدید وي ډیر لرې وساتل شي.

څرنګه کولای شو چې ځان خوندي او د ناروغي د خپریدو مخه ډب کړو؟

 په منظم او مکرر ډول خپل لاسونه په اوبو او صابون ومینځئ او یاهم د لاس مایع(hand rub) چې په خپل ترکیب کې مناسبه اندازه الکول ولري پاک کړئ، که ستاسي لاسونه په ویروس ککړ وي تر څو له ویروسه پاک شي.

 له ټولو خلکو لږ تر لږه ۱-۲متره فاصله وساتئ ځکه کله چې خلک خبرې ،پرنچی او یا ټوخی کوي د هغوی له خولې او پزې څخه واړه قطرات هوا ته لوېږي ممکن ویروس ولري که تاسو ورته نږدې وئ نو کیدای شي دا څاڅکي د تنفس له لاری ستاسي بدن ته د ننه شي یاهم ښایي ستاسو پر مخ، خوله او سترګو ولویږي چې پر ناروغي ستاسي د اخته کیدو امکان ډېروي.

 هغو ځایونو ته مه ورځئ چې ګڼه ګوڼه پکې ډېره وي ځکه په ګڼه ګوڼه کې د فزیکي واټن رعایت ستونزمن دی، ممکن د داسي یو کس سره په تماس کې شئ چې پر ناروغي اخته دی.

 خپلې خولې، پزې او سترګو ته لاس مه وروړئ ځکه چې د ورځې په اوږدو کې لاسونه له مختلفو سطحو سره په تماس کې کیږي ممکن په سطحو ویروس وي او لاس مو پرې ککړ شي که ملوث لاس خولې، پزې او سترګو ته ور وړئ په ناروغي اخته کیږئ.

 ټول خلک باید د ټوخي او پرنجي پر مهال خپله څنګله یا کاغذي دستمال خولې او پزې ته ونیسي او په عاجل ډول د ستمال لرې کړي او لاسونه په اوبو او صابون ومینځي.

 په هغه صورت کې چې لږ (خفیفه) سر دردي، کم ټوخی، اونرمه تبه ولرئ باید ځان قرنطین کړئ تر څو چې ښه کیږئ باید قرنطین مراعت کړئ په هغه صورت کې چې د یوه بیړني کار او ضرورت په خاطر بهر وځئ ماسک استعمال کړئ د نورو له تماس څخه کلکه ډډه وکړئ.

 که تاسي تبه ،ټوخی او نفس تنګي (ساه بندښت) لرئ په تلیفون له روغتون سره اړیکه ونیسئ او روغتیایي (صحي) لار ښوونې تر لاسه کړئ.

 په دې توګه به ستاسي روغتیا ته پاملرنه شوي وي او د ناروغي د خپراوي مخه به ډب شي.

 وخت پر وخت له اطمناني(ډاډمنو) منابعو څخه معلومات واخلئ ترڅو د ناروغي په اړه له تازه تحولاتو او نویو معلوماتو خبر شئ، په دې توګه له خپل چاپیریاله هم ځان خبر کړئ تر څو له ناروغي خوندي شئ.

ایا د Covid19 لپاره تداوي او واکسین شته؟

په مختلفو هیوادونو کې بیلابیل درمل د دې هدف لپاره استعمال شوي او لا هم استعمالیږي. دغه راز مختلفې دواګانې تر ازمایښت لاندې دي خو تر اوسه پورې مشخص درمل، چې WHO تائید کړی وي او ناروغي معالجه کړي، پیژندل شوی نه دی. په دې برخه کې څېړنې او پلټنیې دوام لري ترڅو ځانګړې دوا او واکسین جوړ کړي نو په دې توګه به د WHO له تایید وروسته معرفي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x