ټکنالوژي

سعودي د 5G ټکنالوژي په کارولو کې په نړیواله کچه څلورم مقام ته پورته شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ غوایي، ۱۳۹۹ل): سعودي عربستان د هېواد په کچه د ۲۰۳۰م کال د ډیجیټل سکیم بدلون د پرمختګ له مخې د 5G ټکنالوژي په کارولو کې د نړۍ په کچه څلورم او د انټرنیټ په سرعت کې لسم مقام ته پورته شوی دی.

د یادو بدلونونو په ترڅ کې سعودي په ځينو برخو کې ددوی په وینا اصلاحات پېل کړي دي، په کوم کې چې د سینماګانو پرانیستل، په فلمونو او د اداکارۍ په نورو برخو کې میرمنو ته د کار اجازه، د موټر چلولو اجازه او ښځو ته د محرم نارینو سره یوځای د کار اجازه ورکول دي.

په داسې حال کې چې په سعودي عربستان کې په ټولنیزو رسنیو او نورو ویبپاڼو کې پر ناکاره څيزونو بندیز لګېدلی خو له بلې مخې دغه هېواد د نړۍ په کچه د انټرنیټ سرعت کې د عربي هېوادونو سربېره یو شمېر پرمختللي هېوادونه وروسته پریښې دي.

د سعودي مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت کې د صنعت، ټکنالوژۍ او ډيجیټل ظرفیتونو معین ډاکټر احمد الثنیان په مکه کې یوې غونډې ته د خبرو پرمهال وویل: «مونږ د ډیجیټل بدلون او کیفیتي ورځېدلو په اړه ویاړو چې په ټولو برخو کې مو سرته رسولي دي».

هغه زیاته کړه، «سعودي له ۱۵۰م مقام څخه په لږ وخت کې د انټرنیټ په سرعت کې په نړیواله کچه لسم مقام ته پورته شو، چې د هغې زیر بنا ثبات ښيي، دا پرمختګ د فایو جي انټرنیټ په ملتیا چې د روغتیا او صنعتي سکتورونو په برخو کې کارول کیږي، او فایبر آپټکس د ډيریدونکي کارونې له امله هم و چې د ۳ ملیونو څخه ډيرو سعودي کورنیو ته رسیدلی دی».

د عرب نیوز د راپور له مخې سعودي اوسمهال په نړیواله کچه د عام انټرنیټ په سرعت کې لسم او د فایو جي انټرنیټ په سرعت کې څلورم مقام ترلاسه کړی دی.

احمد الثنیان زیاتوي، چې سعودي اوسمهال له ۷۰۰۰ زیات د فایو جي برجونه په کنترول کې لري او په چټکتیا کار پرې روان دی، او وزارت په دې اړه د روزنې ډول ډول پروګرامونه په لاره اچولي، د نوموړي په وینا د سکتور د ځای کولو کچه ۵۲ سلنه ده او وزارت هم داسې برنامه پلي کوي چې د دندې په رامنځته کولو کې ملاتړ کوي.

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدشاه

۞ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ ۚ وَمَن يَتَّبِعْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ ۚ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَىٰ مِنكُم مِّنْ أَحَدٍ أَبَدًا وَلَٰكِنَّ اللَّهَ يُزَكِّي مَن يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (21)

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close