ورزش

میسي د کرونا پر وړاندې مبارزه کې ۵۰۰زره یورو نوره مرسته هم وکړه

دا په داسې حال کې چې نوموړي څه موده وړاندې هم په دې تړاو یو ملیون یورو مرسته کړې وه.

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ غوایي، ۱۳۹۹ل): د نړۍ مشهور ستوري لیونل میسي چې تل د بېوزلو سره په مرسته کې لومړی قدم پورته کوي یو وار بیا په خپل هېواد ارجنټاین کې د کرونا پر وړاندې مبارزه کې ۵۰۰زره یورو مرسته وکړه.

۳۲ کلن فوټبال ستوري د ارجنټاین هېواد بېلا بېلو روغتونونو کې د کرونا پر وړاندې مبارزه کې د ۵۰۰زره یورو په بیه چې ۵۴۲زره امریکایي ډالر کیږي، بېلا بېلو تجهیزاتو، طبي وسایلو او د نورو توکو مرسته وکړه.

څه موده وړاندې هم لیونل میسي د ارجنټاین هېواد یوه روغتون سره د کرونا پر وړاندې مبارزه کې د طبي وسایلو او نورو د کرونا مخنیوي توکو د ۱ ملیون یورو مرسته کړې وه.

د روغتون سره تړلي خیریه بنسټ «Fundación Garrahan» د برسلونا ستوري پراخه مننه کړې ده.

د هغه روغتون مسوولینو چې میسي ورسره مرسته کړې نوموړي ته د مننې په پار یوه ویدیو خپره کړې چې د طبي وسایلو او نورو توکو سره یې د نوموړي شکریه «مننه میسي» ادا کړې ده.

لیونل میسي د نړۍ په کچه یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې د اړتیا په بېلا بېلو وختونو کې د اړمنو او بې وزلو کسانو سره مرسته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x