افغانستان

کابل: پر روغتون ډله ییز برید پای ته ورسېد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ غوایي، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار د دیارلسمي امنیتي حوزې اړوند «دشت برچي» نومي سیمه کې پر روغتون ډله ییز برید پای ته رسېدلی.

دغه برید چې نن له غرمې وړاندې ۱۰ بجې شاوخوا د دوو پرلپسې چاودنو په رامنځته کېدو پيل شوی وو؛ د کورنیو چارو وزارت په وینا، له غرمې وروسته درې بجې شاوخوا د درې واړه بریدګرو په وژل کېدلو پای ته رسېدلی.

د پېښې د عیني شاهدانو په وینا، بریدګر د امنیتي ځواکونو په جامه کې راغلي وو، او  د روغتون په دروازه کې د شته خلګو تر وژلو وروسته روغتون ته ننوتل او هلته یې جګړه پیل کړه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند «طارق ارین» وایي، د ښځو او نویو زیږېدلو ماشومانو په ګډون دیارلس تنه وژل شوي، پنځلس تنه ټپیان دي او نږدې سل هغه کسان چې روغتون کې بند پاتې وو؛ ژغورل شوي.

بل لور ته د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په دې برید کې اته ولسي وګړي وژل شوي او یوولس نور ټپيان شوي.

تر دې دمه چا د پېښې مسئولیت په غاړه ندی اخستی.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» د یوه لنډ پيغام په خپرولو سره په پېښه کې لاس لرل رد کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close