افغانستان

اشرف غني داځل له طالبانو د اوربند غوښتنه؛ خو خپلو عسکرو ته د تهاجمي عملیاتو امر کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ غوايي، ۱۳۹۹ل): په کابل کې د نیمايي حکومت مشر ډاکټر اشرف غني نن ماښام په یو لنډ ویډیويي پیغام کې یوځل بیا له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې؛ خو خپلو عسکرو ته یې بیا د طالبانو پرضد تهاجمي عملیاتو پيلولو امر کړی دی.

ډاکټر غني دغه راز په کابل، ننګرهار او لغمان کې وروستي بریدونه غندلي او یوځل بیا یې له طالبانو د جنګ بندلو غوښتنه کړې ده.

نوموړي څرګنده کړې، له طالبانو څخه یې څو ځله د اوربند او جګړې درولو غوښتنه کړې؛ خو په خبره یې طالبانو د افغان حکومت او ولس غوښتنو ته هیڅ پاملرنه ونه کړه او تاوتریخوالي او د خلکو وینو تویولو ته یې دوام ورکړ.

ډاکټر غني د کابل، ننګرهار او لغمان  وروستیو بریدونو ته په اشارې وویل، طالبانو او داعش ډلې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون بیګناه افغان او امنیتي کسان وژلي دي.

نوموړي دا بریدونه جنایت وبلل او د غندنې ترڅنګ یې د وژلو شویو او ټپیانو له کورنیو سره غمرازي وکړه. هغه زیاته کړه چې طالبانو له جنګ او افغان وژنې لاس نه دی اخیستی او د پردیو په لمسون یې پر افغانانو او عامه ځایونو یې بریدونه ډېر کړي دي.

په دغه لنډ ویدیویي پیغام کې غني، د افغانانو د امنیت او د عامه تاسیساتو خوندیتوب، او په خبره یې د «دښمن» د بریدونو مخنیوي لپاره افغان امنیتي ځواکونو ته امر کوي چې له دفاعي حالته راووځي او بېرته تعرضي حالت ته ستانه شي.

د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د ټولشموله حکومت مخالف ډاکټر غني په خپل پیغام کې ټینګار وکړ چې پر افغانستان تحمیل شوې جګړه، د نړۍ علماوو هم ناروا بللې، باید په اساسي توګه ختمه شي او دایمي او با عزته سوله راشي. ده په خپله وینا کې پر طالبانو یو ځل بیا غږ کړ چې روانه جګړه بس کړي او د افغانانو په غوښتنه سولې ته غاړه کېږدي.

په کابل کې د نیمايي حکومت مشر ډاکټر غني په داسې مهال له طالبانو د اوربند او خپلو پوځیانو تهاجمي عملیاتو پیلولو غوښتنه کوي، چې نن د سه شنبې ورځ په روانه میاشت کې د ملکي تلفاتو له پلوه تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

تیره شپه ناوخته افغان او بهرنیو ځواکونو د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د هوايي برید پرمهال ۳۵ تنه ولسي وګړي مړه او ژوبل کړل، چې نن سهار د ولسوالۍ څلور لارې ته څېرمه پولیسو ددغو وژل شوو ملکیانو په ملاتړ لاریونوالو باندې ډزو کې هم یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

ورپسې نن سهار د کابل ښار لویدیځ دشت برچي کې پر یو روغتون وسله والو ډله ییز برید وکړ، چې له څو ساعته نښتې وروسته په نښته کې د ۴ بریدګرو په شمول ۱۸ تنه ملکیان مړه او ۱۵ نور ژوبل شول، دغه راز په ختیځ ننګرهار کې د یو جنازې پرمهال خونړۍ بمي چاودنه کې ۲۴ تنه مړه او ۵۸ نور ټپیان شول.

وسله والو طالبانو د کابل او ننګرهار ننۍ پېښې وغندلې او په دغو پېښو کې د خپلو ملګرو لاس لرل رد کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه،
د اشرف غنی اولادونه امریکا کی،د عبدالله عبدالله اولادونه په انډیا کی،ملا برادر،ستانکزی ،شاهین.متقی اولادونه قطر کی،
افغان ولس ټول باید راجګ شی ،دا سیاسیونو غلامانو څخه دا وغواړی چه که جنګ کوی ته هم دا سور اور ته اولادونه راواله،

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x