نظــر

څوک چې افغانان په سیند کې غرقوي هغوی به په سمندر کې غرقیږي!

شاهد (غزنیوال)

د یکشنبې په ورځ مازدیګر مهال د عمان خلیج په «جاسک» بندر کې د ایران د سمندري پوځ اړوند«جماران» جنګي بیړۍ په تیروتنې سره د «کنارک» په نوم بله ایرانۍ پوځي کښتۍ په کروز توغندي په نښه کړه چې له امله یې ۲۰ تنه سمندري پوځیان مړه او تر ۱۵ زیات نور ژوبل شول.

دا پیښه دقیقا لس ورځې تر هغه وروسته رامنځته کیږي چې د ایران سرحدي ځواکونو د هرات ولایت له ګلران ولسوالۍ سره په پوله پنځوس تنه بیوزله افغان مسافرین ترځورونې او شکنجې وروسته ژوندي د هریرود سیند ته وغورځول.

دې بوږنوونکې پیښې په هماغه لومړیو کې په محلي او نړیوالو رسنیو کې پراخ انعکاس وموند او په ترسره کولو یې ایراني چارواکي پړه وبلل شول.

مګر سره له دې چې د پیښې عیني شاهدان او له سیند څخه ژغورل شوي مسافرین د شته شواهدو له مخې په یاد بشر ضد جنایت کې د ایراني سرحدي ځواکونوښکیلتیا ثابتوي خو ایراني چارواکي له دې ټولو شته شواهدو څخه په انکار سره په پیښه کې د خپلو ځواکونو هرډول لاس لرل ردوي.

بشري اشتباه که الهي انتقام؟!

د یوې ایرانۍ جنګي بیړۍ لخوا د بلې هغې دا ویشتنه په ایراني مطبوعاتو کې بشري تیروتنه بلل کیږي چې له امله یې د یوشمیر لوړ پوړو چارواکو په شمول خواوشا څلویښت تنه روزل شوي سمندي پوځیان ووژل شول.

له تیرې جنوري راهیسې دا دوهمه خونړۍ پیښه ده چې د ایراني ځواکونو لخوا ملکي او یا هم خپل پوځي اهداف په نښه کیږي.

د تیرې جنوري په یولسمه د ایران هوايي مدافعي په تیر وتنې سره د اوکراین د هوايي کرښې اړوند یوه الوتکه په نښه او له امله یې۱۷۶کسان ووژل شول.

دا ځل د ایراني بیړۍ په ویشتنه کې د بشري اشتباه ترڅنګ له یادو ځواکونو څخه د الهي انتقام احتمال هم نشي ردیدلای.

ځکه همدې ځواکونو هغه پنځوس تنه بیوزله مسافر افغانان چې د فقر او محرومیت له امله ایران ته د یوې ګولې مړۍ پیدا کولو لپاره ورغلي وو په ډیرې بیرحمۍ سره شکنجه او بیا سیند ته ژوندي ورغورځولي وو.

د حدیث شریف د مفهوم له مخې د مظلوم د ښیرا ( بد دُعا) او د الله تعالی ترمنځ حجاب نه وي ، شونې ده چې د همدې مظلومو مسافرینو په منځ کې یې یوه له الله تعالی څخه د خپلو ظالمو قاتلینو په ورته ډول (اوبو کې غرقیدلو) د انتقام سوال کړی او هغه قبول شوی وي.

چراغ ظلم ظالم تا دم محشر نمي سوزد، اګر سوزد شبي سوزد ، شبې دیګر نمي سوزد.

د مسلمان په حیث هر مسلمان ته په کار دی چې د خپل مسلمان ورور ویر د ځان وبولي او پر هغه تأثر وښيي، د ایراني سمندري ځواک په خپل توغندي د یاد ځواک د څلویښتو پوځیانو وژنه له شکه پرته چې د هر مسلمان لپاره د تأثر وړ ده، خو د مسلمانانو ترمنځ تعاون او په مصیبتونو تأثرباید دوه اړخیز وي.

د پنځوسو افغاني مسافرینو ویرجنۍ کورنۍ نن د څلویښتو وژل شویو ایراني پوځیانو له کورنیو سره د غم شریکي په ځای د هغوي د پوځیانو وژنه یو الهي انتقام ګڼي چې په بالمثل ډول تري واخیستل شو.

ایراني چارواکو ته په دغې ویرجنې پیښې کې د عبرت وړ درس پروت دی که دوي تري سبق واخلي…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

الله ج انتقام اخيستونکي ذات دی . دا چی دهر مسلمان زړه یی دې د عبدالله بن ابی بن سلول زامنو د مونږ په مظلومو او ناچاره زلمیانو چی د ژوند د تنګسیا له وجې د دوی وطن ته اوښتل هغه بوږنونکي ظلم او وحشت نو یی د هغو بی کسو او خوارو افغانانو غچ تری الله ج واخیست ډیر په خوشاله شوم که څه هم د دوی ظلم اوسنی نه بلکه تاریخی دی افغانستان کې یی د خلکو سرونو کې ميخونه ووهل ،رقص مرده ،یمن ،سوریه ،او عراق کی د دوی ظلمونه دا چې د دوی بڼسټ ایښودونکی عبدالله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x