خبرتیاوی او پیغامونه

د مرحوم الحاج ميا محمد اغا د کورنۍ له خوا له تعزيت کوونکو د مننې پيغام

د جهادي شخصیت او د خالص بابا په مشرۍ د اسلامي حزب جهادي قومندان مرحوم الحاج ميا صیب محمد اغا مشر ورور ميا الحاج سيد اغا، د مرحوم ميا صیب زوی قاري عبدالقدوس، ټوله کورنۍ او خپلوان له ټولو دوستانو او خواخوږو مننه کوي، چې د مرحوم ميا صیب د وفات په اړه يې له دوی سره غمرازي کړې،په جنازه کې يې ګډون کړی، د ميا صيبانو حجرې ته يې تشريف راوړی،په ټيليفون، مسیجونو او خواله رسنيو يې د تعزيت او غمرازۍ پيغامونه خپاره کړي دي.

د مرحوم مياصیب کورنۍ له ټولو خواخوږو او دوستانو د مننې تر څنګ هغوی ته ډاډ ورکوي، چې دوی به هم د الحاج ميا صیب محمد اغا جهادي، ديني او فکري مسير ته دوام ورکوي. څرنګه، چې مرحوم ميا صیب د اسلام په ننګه خپل ټول ژوند د کفر په دښمنۍ کې تېر کړ او بالاخره يې د هجرت په ديار کې خپل ژوند خپل رب ته وسپاره، همدارنګه به يې ټوله کورنۍ، د هغه مجاهدين او خواخوږي د الله تعالی په فضل او کرم د خپل مرحوم مشر مسير تعقيبوي، تر څو د شهيدانو ارمانونه پوره او په هېواد اسلامي نظام توغ رپاند او تلپاتې سوله حاکمه شي.

د مرحوم الحاج ميا محمد اغا د کورنۍ له خوا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x