پښتو کتابونه

د مفتي محمد شريف راشد دوه کتابونه پرليکه شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ غوایي، ۱۳۹۹ل): د مفتي محمد شريف راشد دوه کتابونه( د روژې د مياشتې درسونه او له ماښامه تر سپېدو) چې يوه يې د روژې او اخترونو په اړه مسايل او فضايل لري او بله يې شعري ټولګه ده؛ پر ليکه شول.

د روژې مياشتې درسونه کتاب کې د روژې مياشتې د فضايلو، تراويحو، نوافلو او د روژې د نورو احکاماتو په اړه بحث شوی دی او همدا راز د صدقه فطر، اخترونو او له روژې وروسته د شپږ نفلي روژو د فضیلت په اړه مطالب راغلي دي.

همدا راز د کتاب په وروستۍ حصه کې د بېلابيل مسنون اذکار او دعاګانې هم راغلي دي.

له ماښامه تر سپېدو

دا کتاب هم د مفتي محمد شريف راشد شعري ټولګه ده چې په کې په بيلابيلو موضوعاتو چې زيات يې ديني او فکري موضوعات دي په اړه يې په کې شعرونه راغلي دي، په دغو شعرونو کې د حمدونو او نعتونو سربيره د اسلام، شريعت او وطن پالنې په اړه شعرونه راغلي دي.

په دې کتاب تکړه شاعر ښاغلي اکرام الدين مفتون سريزه ليکلې ده او د ښاغلي راشد شعر يې ستايلی دی.

دغه دواړه کتابونه د لاندې پيوندونو په مټ ښکته کولای شئ.

روژه او مسنون اعمال

له ماښامه تر سپېدو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx