شعـــــرونه

د سولې ګریوان – د انس حقاني نوې غزل

بیایې اوبه خړې کړې بیا پکې کبان نیسي
څو د اقتدار وږي سوله تر ګریوان نیسي

ارګ او د سپیدار ماڼۍ کړي سره هوکړه ده
غشو د مرګونو ته بیا د بل بچیان نیسي

دوی دې زندانونو ته خوار ولس په زور بیایي
دوی دي خلک نیسي، خو خلک به زندان نیسي

پړ به شي او مړ به شي سخت په غم ککړ به شي
کله چې انسه څوک مخه د طوفان نیسي

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

بلی هو انس صیب!
ته او ( جلال الدین حقانی) رشتیا هم چی طوفان یاستئ، هغه طوفان چی د وچو ونو تر څنګ ئې شنې ونی هم له بېخه را ایستلی او خپلی او د وولس سترګی ئې هم ددې طوفانونو په مستو څپو ور ړندې کړی دی.د امریکائی پایګاوو په درې سوه متری کی د سیا په ډالرو غوړی ګولې خوره چی شعری استعداد دی نور هم وده وکی.

محمد جمال

ښاغلی غ. حضرت! انس صاحب د سولې د قاصد په توګه ښه شعر ویلی ، چې له امله یې د تقدیر او تشویق وړ دی. خو له بده مرغه چې تا د هغه د تشویق په ځای د هغه والد صاحب ته هم خوله ور اچولې … نبوي ارشادات مسلمانان په دې ماموره وي چې د مړیو ( وفات شویو) نیکۍ یادې کړې او پښتانه وايي چې شیطان هم له مړو بیزاره وي … مګر تاسې د نبوي ارشاد په شاته غورځولو سره تر شیطان هم یوګام ځان وړاندې کړی او انس مو د هغه د یوه ښه شعر له… نور لوستل »

احمدشاه

غ حضرت
ته به هم أنشالله خپل دغه بُغض او عداوة دک تک ټور زړه سره په دغه طوفان کی لاهو شی.

جمال پشتون

څو د اقتدار وږي سوله تر ګریوان نیسي
ډېر اعلی قدرمن انس حقاني صاحب،
خو:
پړ به شي او مړ به شي سخت په غم ککړ به شي
کله چې انسه څوک مخه د طوفان نیسي
په همدې هیله!

غ.حضرت

جمال خانه!
ټولی تاریخی منفی څېرې نن زموږ په منځ کی شتون نلری نو ته باید خوله ور وا نه چوې او پټه خوله کېنې چی البته داسی نه ده.
تر امان الله خان خان وروسته ( چی البته ظاهر جان او داوود خان هم ځینی ## خواص درلوده) نورټول سیاسی رهبران ( کمونسټی او په اصطلاح جهادی ) د ###ته ورته وه او ورته دی چی دا ### یا ئې حد اقل غوښه حرامه وه چی حقانی هم یو له هغو څخه ؤ.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close