افغانستان

امریکا: طالبان او حکومت دې په ګډه د وروستیو بریدونو عاملینو ته سزا ورکړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۴ غوایي، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، طالبان او حکومت دې د افغانستان د وروستیو بریدونو د عاملینو په پیدا کولو کې له یو بل سره مرسته وکړي.

د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې د کابل ښار دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند «دشت برچي» سیمې پر سل بستریز روغتون او د ننګرهار ولایت په «ښېوه» ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو شوي بریدونه غندل شوي او ادعاء شوې، چې د روژې په میاشت کې دا ډول حملې «بوږنوونکې» دي.

دغه بریدونه چې تېره ورځ یې د لسګونه ملکي وګړو ژوند واخست، د طالبانو له لوري په کلکو ټکو غندل شوي او تر دې دمه یې چا پړه په غاړه نده اخستې.

امریکا وایي، حکومت او طالبان دې د ګډې همکارۍ په مټ د یادو شویو بریدونو مرتکبین د عدالت منګولو ته وسپاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله، په «تاوتریخوالي» کې نه کموالی او د یوه سیاسي حل په موخه د ترسره کېدونکو مذاکراتو په لوري نه پرمختګ، ددې لامل شوی، چې افغانان د تروریزم ښکار وګرځي.

د بهرنیو چارو وزرات په خبرپاڼه کې یاده شوې، چې افغانان له «تروریزم خلاص» راتلونکی غواړي او د سولې شته فرصت هغوی ته دا وړتیا وربښي، چې متحد شي او د تروریزم په وړاندې ودرېږي.

امریکا داسې مهال د وروستیو د بریدونو د عاملینو په پيدا کولو کې له طالبانو د همکارۍ هیله لري، چې د کابل حکومت اشرف غني دا بریدونه په طالبانو پورې تړلي او د هغوی په وړاندې یې د تعرضي عملیاتو د پيل امر ورکړی.

طالبانو د اشرف غني له لوري د تعرضي عملیاتو د امر ورکولو په غبرګون کې ویلي، چې دوی له خپلو خلګو او لیکو د کلکې دفاع وړتیا لري؛ خو د جګړې د سختوالي او بدو پایلو مسئولیت به «کابل ادارې» ته ور له غاړې وي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

امریکایانو! نور هغه وخت تېر سوی دی چی د نړیوالو او افغانانو پر ملا او اوږو باندی پالان کښېږدی ، بلی، شاید څوک دا توان ونلری چی ستاسی ددې تصمیم ( د ارزانه او محلی بلاک واټر د استخدام ) مخه ونیولای سی خو دا حقیقت باید هم تاسی او هم ستاسی کرایه سوی او د انګرېز مزدور وسله وال ( طالب) ومنی چی د افغان عام وولس او ټول وجدان لرونکی بشریت پدې عقیده مجهز سوی دی چی تاسی امریکائیان ټول استعمارګر او توطئه ګر او د انسانیت او طبیعت ستر دښمنان یاستی. زموږ مظلوم مقتولین که څه هم… نور لوستل »

A saeed

ع حضرته داسی شکاری چې ده غ پلوئ ئ ده شرم وجدان او حېاء په نامه څه نه لرئ څکه خو حقه خبره نه کوئ چې ده بلېک واټر قراردادېان څوک دی؟؟؟؟ جهنم ده ظالېمانو لپاره ده ! که عقېده ورباندې لرئ بېا نو په دومره سپېن سترګئ ده امرېکا ده مزدوران ملاتړ مه کوه داسی نه چې جائ ده همدا جهنم سی له الله ج څخه ووېرېزه دا قتل عام بل چا نه همدهغو امرېکېانو او ده کابل ده ادری کار ده. ده خپلو سېاسی اهدافو قدرت او بقاء لپاره ده صلح مخه نېسئ.! خو انشاءالله نامراده به سی… نور لوستل »

طوطی

ځه ولیکم الله مو ټول تباه کړی چی ولس له تاسو بیغمه شی. ملا وژنی، قومی مشران وژنی، په جوماتونو کی انتحاری کوی په شفاخانو ور ننوځی ښځی او ماشومان وژنی خپله قضاوت وکړی تاسی مسلمانان یاست؟

جمیل

چی دا امریکایان همدومره احمق دی او که ځان احمق ښیی .؟ طالبانو خو د وحشی داعش بیخ په ټوله هیواد کی ور وایست او په ټوله هیواد کی اوس ځای نلری مګر داچی د مولی امنیت یی بیا کومی منطقی ته ولیږی او اولس په وداړی . د داعش ټوله مشران او کشران د غلام دولت د مولی امنیت میلمانه دی او د هغه ځایه په ګډه پلانونه جوړوی او په بیوزلو او بیوسو هیوادوالو وحشی حملی کوی . د امریکی لدی احمقانه غوښتنی څخه دا څرګندیږی چی دا ټوله د هغوی کار دی او غواړی چی قومی ،… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close