روغتیا

هسپانيا کې «۱۱۳» کلنه ميرمن له کرونا ناروغۍ رغېدلې

ماريا برانياس د دوه نړيوالو جګړو، کورنۍ جګړې او د هسپانيا له زکام وبا څخه هم ژغورل شوې ده.

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۴ غوايي، ۱۳۹۹ل):هسپانوي چارواکي وايي چې ددغه هېواد تر ټولو زيات عمر لرونکې ښځه چې ۱۱۳ کاله عمر لري، له کرونا ويروس «کوويډ-۱۹» ناروغۍ څخه بېرته روغه شوې ده.

ماریا برانیاس د دوه لسیزو راهیسې په شمال ختیځ ښار اولوت کې د پاملرنې په يوه کور کې ژوند کوي.

دغې ښځې په هسپانيا کې له کرونا وبا پېل کېدو څخه وړاندې په مارچ مياشت کې خپله ۱۱۳مه کليزه لمانځلې وه.

دا تر ټولو د زيات عمر ميرمن ده چې تر دې دمه له کرونا څخه رغيږي، له دې وړاندې ايران او ايټاليا کې له سلو زيات عمر لرونکي کسان هم ژغورل شوي دي.

په کرونا ويروس له اخته کېدو وروسته د ماريا برانياس کورنۍ باوري وه چې هغه به خپل ژوند له لاسه ورکوي.

مګر له څو اونيو کرنتين او احتياطي پاملرنو وروسته هغه بيرته روغه شوې او د کرونا نښې يې نږدې له منځه تللي دي.

ماريا د امريکا په سان فرانسيسکو کې له شديدې زلزلې يو کال وروسته په ۱۹۰۷ کال کې پيدا شوې ده.

هغه د دوه نړيوالو جګړو، کورنۍ جګړې او د هسپانيا له زکام وبا څخه ژغورل شوې، چې اوس له کرونا وبا څخه هم ژوندۍ وتلې ده.

د خپل اوږد عمر په اړه هغه يوازې دومره وايي چې تل يې روغ صحت لرلی دی.

بايد وويل شي چې د کرونا په اړه د پوهانو لخوا ويل کيږي چې د زيات عمر او مزمنو ناروغيو لرونکو کسانو ژوند زيات له خطر سره مخ کيږي. خو بل لورې ته په نړۍ کې ګڼ شمېر ځوانان هم د يادې ناروغۍ ښکار شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x