افغانستان

طالبانو په فراه کې د موټرسایکلانو ۲ غله نیولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴ غوايي، ۱۳۹۹ل): د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې طالبانو د موټر سایکلانو دوه تنه لاس په لاس نیولي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر له مخې یاد غله پرون ماسپښین د بالابلوک ولسوالۍ په شیوان کې د طالبانو لخوا له یو عرادې غلا کړي موټر سایکل سره یوځای نیول شوي دي: «نن ماسپښین مهال دفراه ولایت دبالابلوک ولسوالی اړوندشیوان سیمه کي۲تنه غله خیال محمداوالله نور دغلاکړل شوي موټرسایکل سره دمجاهدینو له لوري ونیول شوه اوقضیه يي داسلامي امارت شرعي محکمي ته وسپارل شوه.»

وسله والو طالبانو له تیرو ۳ کلونو راهیسې د کندهار – هرات لویې لارې د تأمینولو او قطاع الطریقو له بریدونو څخه د مسافرو د خوندیتوب په موخه ځانګړې سیاره قطعه تشکیل کړې ده، چې تر ډیره یې پر دغه نا امنه لاره د غلاوو او شوکو مخه نیولې ده.

باید وویل شي چې وسله والو طالبانو تردې وړاندې هم د فراه، نیمروز، بادغیس او هرات په ګډون یو شمېر ولایتونو کې غله او اختطافګر له نیولو او محاکمه کولو وروسته په سزا رسولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x