افغانستان

سعودي عربستان ۲۲۴ تنه افغانان له بنده آزاد او هېواد ته راولیږل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴ غوايي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سعودي عربستان په زندانونو کې بند ۲۲۴ تنه افغانان له آزادېدو وروسته هېواد ته را ستانه شوي دي.

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دغو آزادو شوو افغان زندانیانو د سپرلۍ الوتکه پرون د سه شنبې په ورځ(۲۳ غوايي) ماسپښین ۳ بجې د جدې له هوايي ډګر څخه د افغانستان په لورې الوت کړی دی.

دغه کسان د آریانا افغان هوايي شرکت په الوتکه کې کابل ته رالیږدول شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو په اساس دغه ۲۲۴ تنه افغانان د کډوالۍ اسنادو نه لرلو په خاطر په سعودي عربستان کې زندانیان وو، چې په زندانونو کې د کرونا وبا د خپرېدو او اخته کېدو له خطر سره مخ وو.

په ریاض کې د افغانستان سفارت د معلوماتو پر اساس هېواد ته دغه ۲۲۴ تنه افغانان د سعودي عربستان په مالي مرسته په وړیا توګه را لیږدول شوي دي.

په ورته مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دا مهال د سعودي عربستان په زندانونو کې ۶۰۰ تنه نور افغان بندیان هم شتون لري، چې د روانې اونۍ تر پایه به هېواد ته راستانه کړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x