نن ټکی اسیا

له مسؤلیتونو فرار ، د جنایتونو تکرار

نن ټکی اسيا سرليکنه

پرون په یوه ورځ کې په ننګرهار کابل او بلخ کې دری خونړۍ پیښې رامنځته شوې.

په ننګرهار کې د جنازې د مراسمو په منځ کې چاودنه وشوه ، په کابل کې پر ملکي روغتون برید وشو او په بلخ کې کلیوال وګړي په بمباري ووژل شول.

د یادو دری واړو خونړیو پیښو مرګ ژوبله تر یو نیم سل کسانو اوښتې.

د کابل او ننګرهار پیښو پړه داعش تروریستي ډلې منلې او د بلخ هغه د دفاع وزارت ځواکونو د طالبانو د ځپلو په پلمه تر سره کړې.

یادې دری واړه خونړۍ پیښې چې هرچا تر هرنامه لاندې تر سره کړې د بشریت ضد هغه ستر جنایت دی چې په هیڅ آسماني کتاب او وضعي قانون کې د توجیه وړ نه دی.

امریکا چې په افغانستان کې د دغه ډول جنایتونو لومړی نمبر مسؤله بلل کیږي خواو شا دوه نیمې میاشتې وړاندې یې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

تمه کیده چې د سولې تړون تر لاسلیک کیدو وروسته به په تدریجي ډول په هیواد کې د جګړې شدت کم شي.

خو د پرون ورځې خونړیو بریدونو ته په کتو سره لیدل کیږي چې د جګړې شدت ورځ تر بلې په داسې ډول زیاتیږي چې هیڅوک یې په اړه د مسؤلیت احساس نه کوي.

د بیلګې په ډول د کابل خونړی برید که داعش تروریستي ډلې کړی ، د بلخ هغه خو د کابل حکومت د دفاع وزارت رسمي هوايي ځواک ترسره کړی ، مګر یاد وزارت د دې په ځای چې په برید کې د وژل شویو ولسي وګړو له امله خپله اشتباه ومني په ټوله سپین سترګې سره هغه توجیه کوي او وژل شوي ولسي وګړي وسله وال طالبان بولي.

بیوزله ولسي وګړي چې له یوې خوا د فقر او کورونا وبا له ستونزو سره مخ دي له بلې خوا په خپلو کورونو، مذهبي مراسمو او صحي مراکزو کې دغسي په بیرحمي وژل کیږي.

په افغانستان کې د حاکمې لامسؤلیتي دغه بوږنوونکی وضعیت له شک پرته چې هیڅ باضمیره انسان ته د منلو وړ نه دی.

خدای تعالی دي د خپل فضل له مخې د مظلومو افغانانو په حال رحم وکړي او د دغه بوږنوونکي وضعیت عاملین دي الله تعالی د خپلو شومو اعمالو په جزاء ورسوي.