افغانستان

په اپریل میاشت کې ۱۳۰۰ دولتي عسکر او کارمندان طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴ غوايي، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون وايي، په تیره اپریل میاشت کې شاوخوا ۱۳۰۰ تنه حکومتي عسکر او منسوبین ورته تسلیم شوي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د نوموړي کمیسیون لخوا رسنیو ته استول شوې راغلي، چې د تیرې اپریل میاشتې په دوران کې د هېواد په مختلفو ولایاتو کې ۱۳۰۱ تنه دولتي عسکر، پولیس، اربکیان او نور منسوبین له دولتي لیکو راجلا او طالبانو ته تسلیم شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د تسلیم شوو دولتي عسکرو له ډلې څخه یو شمېر کسانو له ځانونو سره لسګونه میله وسلې او مهمات هم طالبانو ته سپارلي دي.

د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون د معلوماتو له مخې تسلیم شوو دولتي عسکرو او کارمندانو ژمنه کړې چې تردې وروسته به له دولت سره هیڅ راز همکاري نه کوي: « داسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شووهیوادوالووعده وکړه چي نوربه دخپل ددین اووطن دخارجي اوداخلي مزدورانوسره هیڅ رازتعلق نه ساتي.»

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې  د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافقنانې او دولتي کارمندانو ته د طالب مشر لخوا دولتي کارمندانو ته د عامې بښنې له اعلان سره سم ګڼ شمېر دولتي عسکر او کارمندان ته تسلیمیږي.

څلور ورځې وړاندې د فراه ولایت پخوانی امنیه قومندان ډګر جنرال عبدالجلیل بختور هم له خپلو ګڼ شمېر کسانو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

ماشاءالله دا پخپله د طالبانو خواخوږی ، مهربانی او شفقت ښیی چی د خپل اولس سره یی لری ، دا لړی به نوره هم چټکه سی ان ښاءالله ، دا غولیدلی او د مادیاتو لیونیان کرار کرار حقیقت درکوی او پوهیږی چی مالکان یی نور د ټینګیدو ندی او تښتی . امریکایان او غلامان خو دی هم یوڅو طالبان وښیی چی خدای مکړه ودویته تسلیم سویوی ، دوی به ډالر هم ورکړی او دعیاشی زمینه به هم ورته مساعده کړی ، خو د الله تعالی او د آزادی مینان یوازی په آزادی او اسلامی نظام قانع کیدلای سی نه په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x