افغانستاناقتصاد

د آسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره ۴۰ ملیون ډالره مرسته کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ غوايي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د ماليې وزارت وايي، د آسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره د کرونا وبا د مخنیوي په موخه ۴۰ ملیون ډالر بلا عوضه مرسته کوي.

د مالیې وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا مرستې به د ۱۵ کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو کې د ځانګړې څارنې او قرنطین برخو په جوړولو کې ولګول شي.

ددې ترڅنګ به د مرستو یوه برخه د بیا په حالولو پنځو روغتیايي مرکزونو کې د ۱۱ سوه اضافي چپرکټونو لپاره هم په مصرف ورسیږي.

د مالیې وزارت دغه راز ټینګار کړی، چې ددې مرستو یوه برخه کې د درملو په اخیستلو او اورژانسي وسایلو د اخیستلو ترڅنګ د روغتیا ملي سیستم د ظرفیت لوړولو برخو کې هم وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لسګونو ملیون ډالرو نړیوالو مرستو سربیره لاهم افغانستان کې د کرونا وبا پېښې مخ په زیاتېدو دي او دولت نه دی توانیدلی چې حتی په روغتون کې بسترو د کرونا ناروغانو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي، د کومې له امله چې خلک د کرونا لپاره ځانګړو روغتونو ته د ورتګ لباره زړه نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x