دیني، سیرت او تاریخ

راځئ په رښتيني توګه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه وکړو!

ډیوه همت لور

که چیري د اسلامي تاریخ پاڼي راواړو، نو راته څرګنده به سي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د صحابه وو رضي الله عنهم مینه تر څومره ډېره حده پوري وه. په هغه وخت کي د صحابه وو رضي الله عنهم له خوا د هغه مبارک فرمان تر کومه حده پلي کېدی او صحابه د لوی څښتن د استازي د سنتو د پیروي کولو په اړه څومره جدي او متعهد وه. خو له بده مرغه اوسمهال د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره زموږ د ډېرو کسانو مینه په دې کچه نه ده. اوسمهال زیات مسلمانان په څرګنده د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د میني او محبت دعوې لري، د هغه د دفاع لافي ولي ، خو د دې عمل په ازموينه کي مشروط پاته کېږي هو، دا یو دا يو تريخ حقیقت دی.

درنو لوستونکو! ژر به احساساتي کیږو نه او حقیقت به منو. اوسمهال موږ زیاتره داسي کسان لرو چي په څرګنده یوازي په ویلو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د میني دعوې لري، خو که د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شخصیت په اړه پوښتنه ځني وسي، نو د هغه مبارک د نامه پرته په نورو کړنو او کارنامو به هيڅ یې خبر نه وي. او یا هم که چیري ځیني کسان د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شخصیت په اړه څه نا څه معلومات لري، هغه هم زياتره د هغه نامه ته تش او خالي درناوی لري، خو په عمل کي د هغه پرلار او سنتو هيڅ نه وي روان.

نو دا څنګه مینه ده چي د نامه پرته د هغه په اړه هیڅ معلومات نه لرو؟! یا معلومات لرو، خو عمل نه په کوو؟

یا په یوه پلمه یا بله پلمه ځان پر حق ګڼو او وایو چي اوس وخت بدلون کړی دی ، هغه زمانه تیره سوه اوس هغه وخت نه دی چي د هغه کړني لکه څنګه چي ښايي تر سره کړو؟!

په دې توګه ځیني خلک ځانونه تېر باسي، خو ځیني بیا بیخي د لوی څښتن د تېر ایستلو په لټه کي دي. اسلام یوازي تش په نامه او بې عمله دین نه دی. د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت چي په عمل کي تر سره نه کړو او په یوه پلمه او بله پلمه د هغه خلاف کړني کوو، نو بيا به څنګه څنګه د لوی څښتن جل جلاله مرستي ته سترګي پرلار اوسو، په داسي حال کي چي لوی څښتن تعالی فرمایلي دي:
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ)[النساء:۵۹] ژباړه: اى هغو کسانو چي خداى او د هغه پيغمبر رشتيني بولئ او په شريعت يې کړنه کوئ! د الله او د هغه د پيغمبر اطاعت وکړئ (او سر مه ځني غړوئ) او له تاسي څخه د اختيار د خاوندانو(د مسلمانو چارواکو او واکمنو) اطاعت وکړئ. (البته چي د خداى په معصيت کي نه وي او تر څو چي دغه واکمنان د عدل او حق پلوي کوي او د اسلام د شريعت پلي کوونکي وي).

هو درنو لوستونکو! اوسمهال د مسلمانانو د مغلوبېدو له لاملونو څخه یو هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره رشتنۍ مینه نه درلودل او د هغه د سنتو پیروي نه کول دي، بلکي په ځينو مواردو کي له بده مرغه د هغه مبارک په سنتو شرمېدل دي. اوسمهال په موږ کي ډېری د کفارو په تقلید کولو وياړو او په نازيږو، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ګړنلاري او سنتو په پلي کولو شرمیږو او بیا ګیلې هم کوو چي موږ ولي وروسته پاته يو او ولي د نورو په وړاندي ټيټ او مغلوب یو؟!

اوسمهال زموږ څخه ځینو کسانو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو کړنه کول او پرځانونو باندي د هغو بشپړ پلي کول، پخوانۍ چاري ښکاري. په داسي حال کي چي صحابه وو، تابعينو او تبع تابعينو به د ژوندانه په ټولو لویو او کوچنيو چارو او ورځنيو معمولاتو کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت بينه په بېنه په وياړ او يو د بل سره په سيالي پلي کول.

په هیڅ توګه به یې د سنتو خلاف کار نه تر سره کاوه.

ان چي ځیني موارد به د هغو د خوښۍ وړ نه وه ، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د درناوي، د هغه د متابعت او تبرک په خاطر به یې تر سره کول. کله چي حضرت عمر فاروق رضي الله عنه حجر الاسود ښکلول، نو ويې فرمايي: که چیري زما نبي دا کړنه نه وای تر سره کړې، ما به هیڅکله دا توره تيږه نه وای ښکل کړې.

همداراز وینو چي نورو صحابه وو هم د حضرت عمر رضي الله عنه په شان د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د میني او مخالفت نه کولو لپاره دغسي کړني کړي دي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر رحلت وروسته ابو بکر صدیق رضي الله عنه سربېره پر دې چي ډېري ستونزي موجودي وې، بیا یې هم اسامه رضي الله عنه د لښکر سره جګړې ته ولېږی او چاچي به د نوموړي د دې کار سره مخالفت کاوه ، ورته ويل به يې: دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښتنه وه او باید تر سره سي. او هغو به هم ور سره منل.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«كُلُّ أُمَّتِي يَدْخُلُونَ الجَنَّةَ إِلَّا مَنْ أَبَى، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ، وَمَنْ يَأْبَى؟ قَالَ: مَنْ أَطَاعَنِي دَخَلَ الجَنَّةَ، وَمَنْ عَصَانِي فَقَدْ أَبَى»( رواه البخاری).

ژباړه: زما ټول امتیان به جنت ته ننوزي، پرته له هغو کسانو چي مخ اړوي. صحابه وو رضي الله عنهم ورته ووايي: ای د الله رسوله ! څوک ستا څخه مخ اړوي؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايي: هر څوک چي زما اطاعت وکړي، هغه به جنت ته داخلیږي او څوک چي زما نافرماني وکړي، په حقیقت کي هغه زما څخه مخ اړونه کړې ده.

کله چي مسلمانان د اُحد په جګړه کي د ماتي سره مخامخ سول، هغه وخت دوی د دې ډول یو مصیبت هیڅ هیله نه درلوده، ځکه لوی څښتن د هغو سره د بري ژمنه کړې وه. خو د آخرت د عظيم اجر په وړاندي د دې نړۍ د ناچيزي شتمنۍ د تر لاسه کولو په موخه د صحابه وو رضي الله عنهم له هغي غونډۍ څخه چي رسول صلی الله عليه وسلم پکښي د ترپايه د پاته کېدو امر ورته کړی وو راکښته کېدلو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خبري د هېولو په جزا کي لوی څښتن په شهادت سره هغو ته مهم درس ورکړ او مات يې کړي.

د تبوک په جګړه کي چي په يقين سره د حق او باطل تاريخي جګړه باله سي، درو تنو صحابه وو کعب بن مالک، مراره بن ربیع او بلال بن امیه رضي الله عنهم ګډون ونه کړي. کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې غزا کي تر فتحي وروسته مدینې منورې ته راسي، نو د هغو څخه د نه ګډون کولو لامل وپوښتي. هغوی رشتیا ورته ووايي چي موږ پرته له کومي مجبورۍ ګډون ونه کړ. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدینې خلکو ته امر وکړي چي د دوی سره مه خبري کوئ او مه کار ورسره لرئ. تر څلویشتو ورځو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا امر وکړي چي دوی دي د خپلو مېرمنو سره هم اړیکي نه ساتي. نوموړي حالت تر پنځوسو ورځو دوام درلود، پای لوی څښتن د دوی توبه قبوله کړي او لاندي آیت نازل کړي.(الرحیق المختوم، ۶۹۹مخ).

(وَعَلَى الثَّلَاثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُوا حَتَّىٰ إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنْفُسُهُمْ وَظَنُّوا أَنْ لَا مَلْجَأَ مِنَ اللَّهِ إِلَّا إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ) [ توبه: ۱۱۸] ژباړه: او لوى څښتن د هغو درو تنو (انصارو) توبه هم قبوله کړه چي په هکله يې پرېکړه ځنډول سوې وه. کله چي (تبوک غزاته د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د نه تلو او له دوى څخه د خلکو د مخ اړوني او خبرو نه کولو له امله په دونه سخته خواشيني اخته سول چي) دا دونه پراخه مځکه پر تنګه سوه او(له ډېري خوابدتيا)خورا ډېر نفس تنګه سوي وه او پوه سول(او باور يې راغى) چي په خپله هغه ته له پناه وروړلو پرته بله پناه نسته. نو الله (سبحانه وتعالى) هغوى د هغه طاعت او هغه څه ته چي د الله خوښيږي پر ورګرځېدلو باندي بريالي کړل. باور وکړئ چي الله (د خپلو بنده ګانو) توبه قبلوونکى( او) خورا زيات(پر) لوروونکى دى.

درنو لوستونکو! څه فکر کوئ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه فرمان په مخالفت کولو سره چي لوی څښتن د اُحد په جګړه کي مسلمانانو ته ماته ورپه برخه کړه او د تبوک په جګړه کي د درو صحابه وو رضي الله عنهم په ګډون نه کولو سره او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امرد نافرماني په کولو سره پنځوس ورځي ټوله نړۍ پر تنګه کړه، نو موږ او تاسي چي هره ورځ، هره شېبه په یوه او بله پلمه، د هغه مبارک له سنتو او فرمانونو څخه په قصدي یا غیر قصدي توګه نافرماني کوو، د لوی څښتن کړنه به زموږ سره څنګه وي؟

د اُحد په جګړه کي کله چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهید کېدو خبر خپور سي، نو دا خبر تر مدینې منورې پوري هم ورسیږي. تر جګړې وروسته مدینې منورې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رسېدو په وخت کي د بني دينارو د قبيلې یوه ښځه چي په نوموړې جګړه کي یې خپل پلار، ورور، خاوند او زوي له لاسه وکړي وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لیدو سره په چیغو سي او ووایي:
«كل مصيبة بعدك جَلَلٌ»(ابن كثير: السيرة النبوية 3/93).

معنا داچي: ای د الله رسوله ! ستا په موجودیت سره نوري ټولي ستونزي کوچنۍ او آساني دي.

یو ایرلنډی پوه وايي: محمد ته باید د بشریت د ژغورلو فرشته وویل سي. که چیري اوسمهال د هغه په شان یو چا د نړۍ صلاحیت او واک په خپل لاس کي اخیستی وای، هغه کولای سوای اوسنيو ستونزو ته د پای ټکی کښېږدي او نړۍ کولای سوای د هغه د واک او سلطې تر سیوري لاندې امینت، آرامش او نېکمرغۍ ته ورسیږي.

اوس نو تاسي خپله منصفانه پرېکړه وکړئ ، چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د اوسنيو امتیانو او د هغه مهال د صحابه وو رضي الله عنهم د میني او قربانۍ څونه فرق دی؟! بیا هم درنو لوستونکو مشکل په موږ کي دی نه په اسلام کي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

جزاکم الله خیر په دې کې خو شک نشته چې ټول مشکل په مونږ کې دی نه په اسلام کې . دین خو د سپینې جامي په شان له تمامو عیوبو پاک او ستره دی . الله ربالجلیل دې مونږ سمی اونیکو عملونو ته په خپل فضل سره راوبولي

جميل

محترمی خوری ستاسو د ايمان او د همت ډکی ليکنی تل لولم خيرونه مو په نصيب سه ، الله تعالی دی نور هم توفيق درکړی چی مونږته زمونږ سستوالی او تيروتنی نور هم راوښوی .
هو مونږ په هغه زمانه کی اوسيږو چی ډيری مسلمانان په دين شرميږی خو په بيدينيو وياړی .
مونږ که هرڅومره ښه هم واوسو؟ د اصحابو کرامو په نيمی څه چی د هغو مبارکو په چارک هم نسو کيدلای .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx