افغانستان

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان وضعیت د سیمې د ثبات لپاره ګواښ دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴ غوايي، ۱۳۹۹ل ): د روسيې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» وایي، د افغانستان اوسنی وضعیت لا هم د سیمه ییز امنیت او ثبات لپاره د ګواښ په ډول پاتې دی.

د سپوتنیک خبري اژانس د راپور په اساس، لاوروف دغه څرګندونې  د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ناستې ته کړې. نوموړي ویلي « د افغانستان وضعیت اوس هم د سیمې د ثبات لپاره د یوه جدي ګواښ په حیث پاتې دی، له پرلپسې هڅو سره، سره د افغانستان وضعیت د ښه کېدو په ځای د خرابېدو لوري ته روان دی.»

نوموړي زیاته کړې، چې د سیمې هیوادونو له همکارۍ پرته په افغانستان کې یوه سیاسي جوړجاړي ته رسېدل ممکن نه دي.

روسیه داسې مهال د افغانستان امنیتي وضعیت د سیمې د ثبات لپاره ګواښ ګڼي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق د نه عملي کېدو له امله د سولې هڅې زیانمنې شوې او د بین الافغاني مذاکراتو پروسه له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ ده.

طالبان د توافقنامې د نه عملي کېدو او د سولې په لاره کې د خنډونو جوړېدو پړه په کابل حکومت اچوي او هغوی تورنوي، چې د واک د بقاء لپاره د سولې په پرتله جګړې ته ترجیح ورکوي.

په ورته وخت کې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د طالبانو په وړاندې د تعرضي عملیاتو د پيل امر ورکړی، چې د طالبانو تر څنګ د روسیې له لوري هم غندل شوی او د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ کوښښ یاد شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx