ورزش

هند کرکټ بورډ ته به د ای پي ایل په منسوخېدو له «۵۳۰» ملیونه ډالرو زیات زیان واوړي

د کرکټ په نړۍ کې تر ټولو زیات شتمن کرکټ بورډ (BCCI) ته به سږ کال د خپل تجارتي لیګ د لغوه کېدلو له امله پراخ مالي زیان واوړي.

ای پي ایل چې د هندوستان کرکټ لیګ دی؛ په نړۍ کې میلیونونه مینه وال لري؛ خو اټکلونه دا دي، چې سږ کال به دغه لیګ د کرونا له امله ترسره نشي او له امله به یې هندوستاني کرکټ بورډ ته ۴۰ ملیارده هندۍ روپۍ چې له ۵۳۰ ملیونه ډالرو زیات کیږي زیان واوړي.

د هند کرکټ بورډ د مالي ملاتړ برخې مشر ارون دهمل رسنیو ته ویلي: که سږ کال د ای پي ایل پړاو لوبې ترسره نشي؛ نو مونږ به شاوخوا ۵۳۰ ملیونه ډالر زیان وکړو.

د ده په وینا: «د نورو هېوادونو په څير هندوستان هم د کرکټ لوبې ترسره کول غواړي؛ خو د دې له پاره تر ټولو وړاندې د حکومت اجازه ضرور ده او هیله من یو چې د روان کال په پای کې به دغه ټورنامنټ ترسره کړو».

نوموړي زیاته کړه: اوسمهال مونږ خپل مالي زیانونه شمارو او په دې هم غور کوو چې د لوبغاړو تنخواوې کمې کړو که نه؟

ټاکل شوې وه د هند غوره لیګ سیالیو ۱۳م پړاو په ۲۹ مارچ پېل شي، خو په ۱۳م مارچ د کرونا وایرس د خپریدو مخنیوي په خاطر تر ۱۵ اپریل پورې وځنډیدې، خو اوس یې نیټه تر نامعلومې مودې غځېدلې ده.

په دې لړ کې لومړی د سریلانکا او بیا د متحده عربي اماراتو هېوادونو د هند کرکټ بورډ ته وړاندیز کړی و چې دوی کولی شي په دغه هېوادونو کې د ای پي ایل سیالۍ ترسره کړي.

باید وویل شي، چې هند غوره لیګ (IPL) له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې د بېلابېلو لوبډلو ترمنځ په هندوستان کې ترسره کیږي، چې د نړۍ له سترو لوبډلو مشهور لوبغاړي پکې برخه اخلي. د افغانستان له اړخه راشد خان، محمد نبي او مجیب ځدراڼ تر اوسه د دې لیګ برخه ګرځيدلي.

هېره دې نه وي، چې هندي خبري رسنۍ، حکومتي چارواکي، سوداګر، د لوبډلو مشران، سپانسر شرکتونه او شرط لګوونکي هر کال د هند له غوره لیګ نه میلیونونه ډالر عاید ترلاسه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx