افغانستان

چین په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت په جوړېدلو ټینګار کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴ غوايي، ۱۳۹۹ل ): په داسې حال کې، چې د اشرف غني او عبدالله تر منځ توافق ته د نږدې کېدو خبرونه ورکول کېږي، چین وایي، ټول لوري دې د ملت غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي او یو ټولشموله حکومت دې جوړ کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په همدې تړاو ویلي، چې ګاونډیان یو بل ته ثبات او امنیت غواړي او چین د افغانستان د یوه ګاونډي په توګه له افغانستان سره اوږد مهالې او ستراتيژیکې ملګرتیا ته هیلمن دي.

نوموړي زیاته کړې، چې هیواد یې د عبدالله او غني تر منځ د سیاسي کړکېچ د هواري په برخه کې له پرمختګ هرکلی کوي او هیله یې داده، چې ټول ښکېل لوري د خپل ملت غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي او یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.

چین داسې مهال د ټولشموله حکومت د جوړولو غږ کوي، چې په نږدې راتلونکې کې د عبدالله او غني تر منځ د سیاسي هوکړې د لاسلیک خبرونه تر سترګو کېږي.

که څه هم د عبدالله ټيم په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د اشرف غني ویاند وایي، غني او عبدالله د اصولو په برخه کې توافق ته رسېدلي، او اوس په جزئياتو باندې خبرې روانې دي.

د نوموړي په قول، په نږدې راتلونکې کې به د دواړو لورو تر منځ توافق لاسلیک شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close