افغانستان

پنټاګون: په نظامي عملیاتو کې د امریکا او طالبانو له توافقنامې سره سم عمل کوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴ غوايي، ۱۳۹۹ل ): وروسته له هغه چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د ننګرهار او کابل د وروستیو بریدونو په پلمه په طالبانو باندې د تعرضي بریدونو د ترسره کولو امر ورکړ، د امریکا دفاع وزارت يي په غبرګون کې ویلي، چې امریکایي د  نظامي عملیاتو په برخه کې د طالبانو او امریکا له توافقنامې سره سم وړاندې ځي.

غني تېره ورځ د کابل پر سل بستریز روغتون او په ننګرهار ولایت کې د جنازې پر مراسمو د شویو هغو بریدونو په غبرګون کې، پر طالبانو د تعرضي بریدونو امر ورکړ، چې طالبانو  خپله ښکېلتیا پکې رد کړې او په کلکو ټکو یې غندلي.

د غني ددې څرګندونو په غبرګون کې د امریکا د دفاع وزارت «پنټاګون» ویلي، له سیاسي لارې وړاندې تګ که څه هم لوړې ژورې لري، خود جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ټولو غوره انتخاب دی.

د پنټاګون د ویاند له قوله «د طالبانو او امریکا تر منځ له شوې توافقنامې سره سم که چېرې طالبان په افغان امنیتي ځواکونو برید وکړي، امریکايي ځواکونه به یې دفاع وکړي.»

یاده دې وي، چې د اشرف غني له لوري د تعرضي عملیاتو امر داسې مهال ورکول کېږي، چې طالبان وایي، دوی تر تر خپله وسه جګړه کمه کړې وه او یوازې د نویو نظامي تاسیساتو د جوړولو په وړاندې یې غبرګون ښودلی وو، خو که له دې وروسته جګړه سختېږي؛ د پایلو مسئولیت به يې د «کابل ادارې» په غاړه وي.

بل لورته شنونکي شک ښيي، چې د غني له لوري د تعرضي عملیاتو امر ښایي د سولې پروسې د سبوتاژ کولو په موخه ورکړل شوی وي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» هم په ورته نظر دی، د نوموړي له قوله، د غني له لوري د بریدونو پیلول ښيي، چې کابل د سولې په پروسه کې دلچسپي نلري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Is Pentagon really leaving Ghani alone? Well, we still have about 12 more months to go

Ghani bombed the Hazaras repeatedly and this time the hospital and the funeral ceremony in Khewa and then blamed the Taliban to win support from the public.

Afghans are smart and the Afghans know that Ghani would do whatever possible to survive

عبدالمالک همت

دا تبصره حتماً ولولئ ! متوجه سئ د پنټاګون په دې څرګندونو کي باريکۍ سته : غني پر طالبانو د تعرضي بریدونو امر ورکړ، چي له دې سره سم به پس له دې افغان ځواکونه پر طالبانو تعرضي عمليات کوي. او د غني دا امر تصادفي مه ګڼې، بلکي په مشوره او د پلان له مخي دی. د غني تر امر وروسته : « د امریکا د دفاع وزارت «پنټاګون» ویلي، له سیاسي لارې وړاندې تګ که څه هم لوړې ژورې لري، خو د جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ټولو غوره انتخاب دی». اوس چي نو غني د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x