افغانستان

پکتیا کې د ملي اردو په نظامي تأسیساتو موټربم چاودنه شوې

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۲۵ غوايي، ۱۳۹۹ل): امنیتي چارواکي وايي، نن سهار د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې د ملي اردو پر تأسیساتو موټربم چاودنې درانه تلفات اړولي دي.

د تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر رسنیو ته ویلي، دغه برید د مازدا موټر په واسطه ترسره شوی، چې په ترڅ کې ۵ تنه مړه، ۱۹ ټپیان او شاوخوا تعمیراتو ته هم سخت زیان رسیدلی دی.

د برید مسئولیت وسله والو طالبانو په غاړه منلی او دا کار یې د «کابل ادارې» مشر اشرف غني د هغو تهاجمي عملیاتو ځواب بللی چې تیره ورځ یې د طالبانو پرضد اعلان کړي وو.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، په ګردیز ښار کې یې د «نظامي کلوپ» په نوم د دولتي عسکرو هغه مرکز په نښه کړی او له منځ وړی، له کوم ځایه چې په پکتیا ولایت کې پوځي علمیات رهبري کېدل.

نوموړي په دغه برید کې د لسګونو عسکرو د مرګ ژوبلې ترڅنګ ویلي، چې په برید کې د ملکي تلفاتو آوازې له حقیقت څخه لرې دي: «د برید د ځای شاوخوا  د ملکي خلکو د استوګنې هيڅ ځای نشته، په برید کې ملکي خلکوته د زیان رسولو راپورونه حقیقت نه لري. »

په پکتیا ولایت کې د ملي اردو نظامي تأسیسات په داسې مهال د طالبانو تر برید لاندې راځي، چې تیره ورځ د تندر قول اردو مسئولینو رسنیو ته ویلي وو، د ولسمشر له حکم سره سم به په پکتیا ولایت کې د طالبانو پرضد پوځي عملیات پیل کړي.

طالب ویاند دغه راز خبرداری ورکړی، چې تردې وروسته د ده په خبره د «دښمن» د تعرضي بریدونو د قوماندې مرکزونه به د طالبانو له بریدونو څخه خوندي نه وي: «د مزدور دښمن د تعرضي بریدونو د قومندې ورکولو مراکز همدا ډول ځایونه دي چې نوربه مصئونیت ونه لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي ؤ، چې دوی هلته جګړه نه کوي او نور ددې وخت راغلی څو حکومت خپل ځان په خپله وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

پدی ځان وژنه حمله کی خو ملکیان هم وژل شوی، بیا د طالبان هم نه وایی چی ولی حکومت په بمباردو کی ملکیان وژنی جنګ ده نو داسی پکی راځی. ځو چنګ د ځناورو خاصیت دی نه د انسانانو دواړه طرفه باید جنګونه بس کړی بیا پدی مبارکه میاشت کی. اوس جنګ په کومه فتوای روان دی نه خو نه پوهیږم له کافرو سره توافقنامی او له خلکو او حکومت سره جنګ. دا عجیب جهاد دی تر څو به دا لړی روانه وی؟

روحاني

د پنجابيانو لپاره خپل ولس ووژنئ څومره مو چې له توانه پورته وي سره وولئ، خپلې ميندې او خويندې کونډې کړې چې سبا يوې مړى ډوډۍ ته خپل عزت ليلام کړئ او دا به ستاسو د اسلام او جهاد برکت وي، لږ عقل نه کار واخلئ اخير تر کومه خپل جهالت ته د جهاد نوم ورکوئ اسلام دومره بدرنګه دين نده لکه تاسو چې نړيوالو ته ور وپيژنده.

احمد

اوس ټینګ شه غنیه. د خپلولیونیو قوماندو انجام وګوره . وایی چی خټکئ د خره د خوراک لپاره نه وي ، نو په دې مبارکه میاشت کې هم د جنګ فتوا ورکول د کتاب الله په رڼا کې د هغه چا کار وي چې په کتاب الله پوه وي . دا نو د هر کارغه کار هم نه وي .

روحاني

د قدري او خلاصې ملايانو دا له قرآن څخه چې کومه معنى تاسو اخلي تاسو ستره اشتباه کوي لاړ شئ او د دکتورا تر کچې اسلام کې مطالعه او زده کړې وکړې تر څو د قرآن په معنى او تفسير پوه شئ، که مو دا کار وکړو بيا ستاسو هرې پريکړې ته درناوى کوو،

اسلام دا نه ده کوم چې تاسو له خپلې خيټې تفسيروى د خلاصې په علم. خداى ج ته به يې ځواب ورکړئ

احمد

د دکتورا تر کچې خو ستاسو بابا غني زده کړي کړي چي اوس په څلورو روان دی همدا مفکر او مفکر یاران یی بس دي

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x