افغانستان

دولتي عسکرو په زابل کې د کوچیانو کیږدۍ په توپونو ویشتلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ غوايي، ۱۳۹۹ل): د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ دولتي عسکرو د کوچیانو کیږدۍ په ډیسي توپونو ویشتلي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه کوچیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

دا پېښه وړم ماخوستن د شاجوی ولسوالۍ په حسن کاریز سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې په سیمه کې میشتو دولتي عسکرو له خپلې پوستې څخه د ډیسي توپونو ویشتل پیل کړل.

په دغه ترڅ کې د ډیسي توپ یوه مرمۍ د کوچیانو په کیږدۍ راپرېوتله، چې له امله یې د ۳ ښځو او ۲ ماشومانو په ګډون ۵ تنه مړه او ۲ نارینه ټپيان شول.

په زابل ولایت کې د دولتي عسکرو لخوا د کوچیانو په داسې مهال د ډیسي توپونو تر بریدونو لاندې راځي، چې دوه ورځې وړاندې د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې هم دولتي عسکرو یو ملکي روغتون په ډیسي توپونو وویشتلو او ویجاړ یې کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x