افغانستاند سولې څار

طالبانو په جوزجان کې ۱۵ نور دولتي عسکر له بنده آزاد کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ غوايي، ۱۳۹۹ل): د بندیانو د خلاصون او تبادلې په سلسله کې طالبانو داځل په جوزجان ولایت کې ۱۵ تنه دولتي بندیان آزاد کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې ویډیويي کلیپ کې چې ادعا کیږي تیره ورځ(چهارشنبه، ۲۴ غوايي) په جوزجان کې د آزادو شوو دولتي عسکرو او کارمندانو دي، ویل شوي چې هر خوشې کېدونکي بندي ته ۵۰۰۰ افغانۍ د لارې کرایه او نوې جامې هم ورکړل شوي دي.

طالبان په داسې حال کې د حکومت اړوند بندیان خوشې کوي، چې وړمه ورځ د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د یوې خبري ناستې پرمهال د دولت لخوا د طالب بندیانو د خلاصون پروسې د ځنډولو خبر ورکړ.

تردې مهاله حکومت د ۱۰۰۰ تنو طالبانو بندیانو د خلاصون او طالبان بیا له ۲۰۰ څخه د زیاتو دولتي عسکرو د آزادولو خبره کوي؛ خو د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل له خبري کانفرانس او کابل ادارې مشر ډاکټر اشرف غني لخوا د تهاجمي عملیاتو له اعلان سره ښايي دغه پروسه ټکنی شي او بین الافغاني مذاکرات هم وځنډیږي، چې د شنونکو په باور دا کار د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت له خطر سره مخامخ کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x