روغتیا

ایا تاسې هم د اوږدې مودې لپاره غوږۍ استعمالوئ؟ یوه لس کلن ماشوم ته دغه څه پېښ شوي!

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ غوایو ۱۳۹۹ل): ډيری خلک د اوږدې مودې لپاره غوږۍ يا هيډفون غوږونو کې ږدي، که هغه د دندې پر مهال وي يا په کور کې يا له کوره بهر، لکه موټر چلوونکي یې د موټر چلولو پر مهال کاروي، کاريګر یې د کار پرمهال، هر وګړی یې د خپل ځان بوخت ساتلو په موخه کاروي، خو د زياتې مودې لپاره غوږۍ په غوږونو کې کیښودل جدي روغتيايي ستونزې لري.

په دې وروستيو کې چينايي رسنۍ د يو ۱۰ کلن ماشوم په هکله د يوې عجيبې پېښې په اړه خبر ورکوي، چې ډاکټرانو د ياد ماشوم له غوږونو څخه تورې شوي مادې چې د مولډ «mold» په نامه ياديږي راویستي دي. ډاکټران دغه څيز د ياد ماشوم د غوږۍ د زياتو او دوامداره کارولو لامل بولي.

په داسې حال کې چې ډيری خلک په دې باوري دې، چې د انسان په بدن کې ځيني دفاعي توکي شتون لري چې د مولډ د ودې کولو مخه ډب کړي او دا د انسان د بدن په ډيرو حساسو ځايونو کې هم وي، لکه غوږونه، سترګې او داس نور..

مګر که چيرته انسان د مضرو باکترياوو ودې کولو ته لاره برابروي نو په داسې حالت کې بيا ناشونې ده چې د مولډ مخه ونيول شي. دا په زياتو ګوشکیو کارولو سره رامنځته کیږي، او د يادو توکو مخه نيول کيږي.

په بيجينګ کې د ښځو اوماشومانو لپاره د شوني روغتون ډاکټرانو په دې وروستيو کې وويل: يو کس خپل ماشوم زوی ياد روغتون ته وروستی، چی د غوږونو دردرونو په سر اخيستی وو، له وروستي معايناتو جوته شوه چې په غوږ کې دننه یې تور رنګي د «mold» په نامه مضر توکي پيدا شوي وو (دغه توکي بدن کې د یوه څيز خوصا کېدلو یا خرابېدلو پرمهال رامنځته کیږي).

د ډاکټرانو په وينا، ياد ماشوم د دردونو له امله په غوږونو کې د زياتو ګوتو او ډکو وهلو له امله په غوږ کې دننه ځيني حساس نسجونه هم زيانمن کړي دي.

همداراز ډاکټرانو د ياد ماشوم په غوږونو کې د زياتې مودې لپاره ګوشکي ايښودل په نښه کړي، چې غوږونو ته د تازه هوا بنديدلو او د غوږ دننه د رطوبت پيداکېدو سره د مولډ mold پيدا کېدو لامل ګرځيدلي.

ډاکټر (وو يووهوا) چې په شاني روغتون کې د ښځو او ماشومانو لپاره د غوږونو، پوزې، ستوني او د غاړې جراحي څانګې متخصص دی وايي، د زياتې مودې لپاره په غوږونو کې ګوشکي کيښودل د غوږ دننه د رطوبت لامل ګرځي او په غوږ کې دننه د  تودوخې کچه لوړوي.

نوموړي زياته کړه، د ياد ماشوم د ګوشکيو زياتې مودې په کارولو سره  مولډ مادې وده کړې او له هغې وروسته د ياد ماشوم له خوا په مکرر ډول سره په غوږونو کې د ګوتو وهلو له امله د غوږ داخل ته زيان رسيدلی.

ياد ماشوم اوسمهال تر درملنې لاندې دی او په څو اونيو کې به بېرته خپل حالت ته راشي، مګر ډاکټرانو خبرداری ورکړی که چېرته دغه مضر توکي په غوږ کې دننه پاتې شي او پر وخت یې درملنه ونه شي، نو وګړي به د زياتو ستونزو سره مخ شي او آن د غوږونو د اوریدلو حس یې له منځه لاړ شي.

نو بايد ووايو چې د زياتې مودې لپاره په غوږونو کې د غوږۍ کېښودلو څخه جدي ډډه وکړئ، او د غوږونو د دردونو پر وخت اړوند ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close