لیکنېنظــر

له توافقنامې را وروسته حالات؛ شوم پلانونه چا درلودل او روان حالات به د چا په ګټه تمام شي؟

احمد منصور

دا چې مذاکراتي جريان د يو آزاد ليکوال په حيث مې ټول څارلی او همدا ډول له مذاکراتو را روسته حالات مې هم څارلي چې څوک توافقنامې ته ژمن ده او څوک يې د نقض کوښښونه کوي شوم پلانونه چا درلودل او حالات به د چا په ګټه تمام شي يو آزاد تحليل به وکړم خداي دې وکړي ليکنه را څخه ډېره اوږده نه شي خو که بيا هم اوږده شوه محترمو لوستونکو څخه بيا بښنه غواړم ځکه دا بيا مجبوريت وي چې اوږده شي

بر حال راځو خپلې موضوع ته

د امريکا له طالب لوري سره توافقنامه لاسليکول يو ستره ماته او ترې جوته شوه چې امريکا سره له دومره ټکنالوژی او ځواک سره سره د طالبانو په وړاندې ماته وخوړه امريکا کوښښ وکړ خپله دغه شرمناکه ماته پټه کړي له دې څخه څوک هم انکار نه شي کولی چې کرونا يو الهي عذاب ده چې ټوله نړۍ ترې متاثره شوه

دا چې نړيوالې رسنۍ لکه بي بي سي ، آزادي راډيو او امريکا غږ راډيو د امريکا له خوا تمويليږي او مياشتنۍ بوديجې امريکا ورکوي نو دغو رسنيو کرونا دومره جدي ونيوله او دومره انعکاس يې ورکړ او دا مرض يې داسې وښوده چې بس له کورو که بهر ووتی خوري مو د امريکا ستره ګټه په دې کې وه چې په کرونا يې خپله شرموونکې ماته پټه کړه که چيرته امريکا دغه کرونا بلا نه وی معرفي کړې مونږ او تاسو به شاهدان وو چې د نړۍ ډېرو هېوادو به امريکا ته پيغورونه ورکړي وی خو کرونا يو ډول امريکا ته پرده شوه

له دې څخه را روسته امريکا غوښتل چې طالبان له کابل ادارې سره د مذاکراتو پرمېز کينوي او په طالبانو د کابل اداره په رسميت ومني د همدې هدف د پوره کېدو لپاره يې د هغو بنديانو خلاصون وځنډاوه چې په توافقنامه کې پرې ژمنه يې کړې وه طالبانو هم د بديانو خلاصون خپله سره کرښه بلله او د دوي خلاصون يې بين الافغاني مذاکراتو ته د اعتماد جوړونې يوه لار بلله امريکا بې حده کوښښونه وکړل خو طالبان وتوانېدل چې امريکايان د توافقنامې مطابق رفتار ته اړ کړي

دکابل ادارې شوم پلانونه!

کابل اداره امريکا سره د مذاکراتو له پيله د سولې مخته په خنډو ايجادولو بوخته ده

لومړۍ له د بنديانو نه خلاصون خپله سره کرښه وبلله خو چې کله د امريکا له لوري پرې فشارونه زيات شول نو د بنديانو خلاصون ته آماده شول ځکه چې بادار يې پرې معامله کړې وه بيا يې دا کوښښ وکړ چې طالبانو سره د يو حکومت په توګه مذاکراتو ته راوړاندې شي خو طالبانو له ادارې سره له مذاکراتو انکار وکړ او وويل چې مونږ بين الافغاني مذاکرات کول غواړو چې د ټولو تنظيمونو غړي پکې سهم ولري د کابل اداره هم د يو جهت په توګه ګډون پکې کوی شي د يو حکومت په توګه نه

له دې څخه روسته کابل ادارې کوښښونه نور هم زيات کړل تر څو طالبان نړيوالو ته سولې ضد معرفي کړي او ځانونه سپين بازان نړيوالو ته وښايي

۱- مذاکراتي يو هيئت يې وټاکه او ادعا يې وکوله چې دا هيئت د ټولو جهتو نماينده ګي کوی شي چې په هم هغو حالاتو کې زيات شمېر سياسونو د دغه هيئت مخالفت وکړ او طالبانو هم له دوي سره مذاکرات کول رد کړل ځکه يو خو دا چې دې هيئت د ټولو جهتو نماينده ګي نه شوای کولی او بله دا چې دې کې اکثره ځوانان او پيغلوټې وې چې دا د افغاني کلتور څخه برلا سر غړونه ده ځکه په جرګو کې سپين ګيري وي ځوانان نه ځوانان احساساتي پرېکړې کوي چې نور هم د دواړو جهتو تر مينځ اعتماد ختميږي

۲ – همدا ډول ادارې غوښتل چې په طالبانو د کرونا له امله موقتي اوربند ومني او له موقعې څخه په استفادې حالات د ځان په ګټه را وڅرخوي حال دا چې دلته خپله د کابل اداره د پوښتنې لاندې راتله ځکه ټولې نړۍ د کرونا له امله بنديان خوشې کړل خو کابل ادارې په طالب باندې د ځان رسمي کولو او د حکومت په توګه د منلو لپاره د هغو بنديانو خلاصون معطل کاوه چې هم يې خلاصون بشري حق جوړېده او هم بادار يې له طالب لوري سره خلاصون منلي وه

کابل ادارې کوښښونه وکړل تر څو بين الافغاني مذاکرات له خلکو هېر کړي او په نورو موضوعاتو کې يې مشغول وساتي

د همدې موخې د تر سره کيدو لپاره يې په روژه کې د اوربند کولو موضوع راپورته کړه او په رسنيو کې هم ښه هوا ورکړه د ادارې د اوربند غوښتنه داسې وه لکه په دا تيرو روژو کې يې چې په اولس ګلونه وره ولي حال دا چې په تيرو روژو کې کابل ادارې او بادارانو يې اولس په وړاندې هغه جنايات تر سره کړي چې قلم يې له ليکلو ، خوله له ويلو او غوږونه له اورېدلو عاجز دي

همدا ډول د روستيو دوه بريدو تر شا د کابل د ملي امنيت لاس ده چې دوه موخې درلودې ۱- بين الافغاني مذاکراتو په اړه تاوده بحثونه سړول ، او له خلکو مذاکرات هېرول

۲-دا چې دا بريدونه داعش ومنل چې د امريکا او د کابل ادارې ګډه پروژه ده
خو د کابل ادارې په طالبانو ور واړول حال دا چې طالبانو په يادو بريدونو کې لاس لرل رد کړل

خو کابل ادارې دواړو کې ګټې وې که خلکو ورسره منلې وه چې طالب کړې وی نو طالب د عامو خلکو وژونکی به پېژندل شوی وی وه
او که داعش کړي وي نو د دوي هغه ادعا بيا رښتوني کيږي چې دلته شل ډلې دي

خو اوس نړيوال او هېواد وال پوه شوي چې دا بريدونه څوک کوي کابل اداره دې په دې وپوهيږي چې اولس ستاسو د عسکرو په څېر واښه نه خوري چې ستاسو شوم پلانونه به نه پېژني

دا چې روان حالات د چا په ګټه را څرخي

زما په آن روان حالات مکمل د طالب لوري په ګټه دي ځکه طالبانو د ادارې او امريکا د هر ډول فشارو مقابله وکړه او طالبان وتوانېدل چې خپلې غوښتنې په مقابل جهت ومني طالبانو د مقابل جهت زياتې سرې کرښې په زېړو کرښو وربدلې کړې همدا ډول زيات هېوادونه اوس کوښښونه کوي چې د راتلونکي او نوي افغانستان په اړه له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي نړيوالو اوس طالبان د يو ځواک په حيث پېژندلي
نو ويلو شو چې حالات د طالب په ګټه دي که څه هم امريکا او ادارې له توافقنامې را روسته شوم پلانونه ورته په لاره اچولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ په خیر،
بیلکل حالات د طالیب په ګټه دی،پاکستان کلداری،تریاکو تجارت،
دولت ته هم د اروپا ایرو ،او د امریکا ډالر،هم دولت او هم طالیب جیبونه،بانکونه یی پیسو ډک دی،
دا خوار ولس چه هره ورځ قتل کیږی،دا خو په تاوان کی دی،

افغان

حالات بیلکل د طالب# په ګټه دی ؟ که وروستی بریدونه هر چا کړی وی مسولیت یی #طالیبانو ته راجع دی . هغه ځکه چی طالیبان وو چی ځانمرګی او سرک غاړی ماینونه ايښودل او الوزول وو . د انسانانو د حلالولو خو به نه ووایو . ځکه چی بیا مو جهاد خرابیږی ؟ قسم دی #طالیبه که د اسمان پرښته شی ولس دی نه منی او نه ستاسو حکومت غواړی . زه به دومره درته ووایم که نران یاستی یوه ورځ دی #هیبت الله اخونزداده یوه جلسه د افغانستان په یوه غره کی ونیسی او خلک ته دی وینا… نور لوستل »

A saeed

افغانه
دا ته څه خور ئ چې دومره هوشېار ئ ???

جمیل

افغانه !؟ داعش پخپله اقرار وکړ چی دا برید هغو کړیدی ، طالبانو دا برید په کلکه غندلی او دا یی جنایت بللی او ستاسو مالکانو هم ویلی چی دا برید داعش او د سولی مخالفینو کړیدی . نران هغه دی چی پخپلو مټو او خپل زور تکیه او باور ولری او مسلمان نران پر دی سربیره پر خپل رب توکل هم لری خو هغه بیهمته او مفسد نرښځیان چی نه پر خپلو مټو او زور باور لری او نه هم پر خپل خالق توکل هغوی د خپل ځان او د خپلو کورنیو د ساتلو لپاره کفری وحشی لښکر راغواړی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x