افغانستان

غني د پنځو ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل

نن ټکی  اسیا (پنجشنبه، ۲۵ غوايي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د تازه ګمارنو په لړ کې د پنځو ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکلي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له اعلامیو سره سم اشرف غني د لوګر ولایت پخوانی مرستیال والي تورن جنرال محمد نبی احمدزی د زابل، د دایکندي پخوانی والي سید انور رحمتي د بامیانو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین محمد اجمل شاپور د لوګر، جنرال نور محمد کوهنور د غور او د محمد ضیا همدرد دایکندي د والیانو په حیث ټاکلي.

دغه ګمارنې داسې مهال په رسمي ډول اعلانېږي، چې د سیاسي هوکړې لاسلیک ته د غني او عبدالله د نږدې کېدو خبرونه ورکول کېږي.

که څه هم ددې هوکړې جزئیات په رسمي ډول خپاره شوي ندي، خو ویل کېږي، عبدالله عبدالله د یو شمېر ولایتونو لپاره د والیانو د ګمارنو واک له غني اخستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x